په اوکراین کې وروستي انتخابات په دوه زره نولسم کې ترسره شوي وو او د دغه هیواد په اساسي قانون کې راغلې دي چې د جګړې پرمهال دې ټاکنې وځنډول شي.
سپینه ماڼۍ اوکراین هڅوي چې انتخابات وکړي. د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پولیټیکو خپرونې ته په یوه مرکه که چې د ډسمبر په نهمه خپره شوه وویل چې اوس د انتخاباتو وخت رارسیدلی که څه هم د اوکراین اساسي قانون د جګړې په وخت ټاکنو ته اجازه نه ورکوي.
زیلینسکي د خپل پخواني دریځ برعکس، خبریالانو ته د ډسمبر په نهمه وویل چې اوس د انتخاباتو وخت دی که څه هم د اکراین اساسي قانون د جګړې پرمهال له رایي ورکولو سره مخالفت کوي.
د اوکراین د ولسمشر په باور که چیرته امنیت تامین شي کیدای شي چې د دوو او درې میاشتو په ترڅ کې انتخابات وشي. زیلینسکي زیاته کړه چې ده اوس د دې انتخاباتو غوښتنه کړې ده او په ښکاره یې متحد ایالتونو ته ویلي دي چې له اروپایي متحدانو سره په ګډه د انتخاباتو امنیت تضمین کړي.
زیلینسکي دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل د پای ته رسیدو لپاره جدي مذاکرات روان دي. اوکرایني چارواکي د سولې د هغې طرحې د بیا کتنې غوښتنه کوي چې ویل کیږي تر ډيره د روسیې په ګټه ده.
په اوکراین کې د انتخاباتو له ترسره کیدو سره چارواکو د دې لپاره مخالفت کړی دی چې د دوی په وینا هره ورځ روسیه پر دغه هیواد هوایي بریدونه کوي او په زرګونو اوکرایني پوځیان د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جنګ دي، همداراز په میلیونونو اوکراینیان د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوې دي.
د نظر پوښتنو له مخې اکثر اوکراینیان له دې سره مخالفت کوي چې د جګړې پر مهال دې انتخابات وشي. په دغه هیواد کې وروستي انتخابات په دوه زره نولسم کال کې ترسره شوي وو، خو یوشمیر اوکراینیان د دې پلوي کوي چې حکومت بدل شي او نوي چارواکي له نویو نظریاتو سره راشي.
په وروستیو اونیو کې د زیلینسکي ډیر ملاتړ کم شوی دی او علت یې د اداري فساد پېښې دي چې له امله یې د زیلینسکي یوه اغیزمن سلاکار اندري یرماک هم استعفی کړې ده.
د جګړې او مذاکراتو په ډګرونو کې روسیي چارواکي داسې باور لري چې دوی لاس بره دي او د متحد ایالتونو د سولې پلان چې شل مادې لري تر ډیره د مسکو د هغه سخت دریځ ملاتړ کوي چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې د اوکراین تر جګړې مخکې، څرګند شوی و.
زیلینسکي د ډسمبر په نهمه ایټالیا ته ولاړ دا له اروپایي هیوادونو څخه د ده تازه لیدنه ده او هدف یې دا دی چې د واشنګتن د سولې د پلان په اړه د اروپایي متحدانو ملاتړ ترلاسه کړي.
په خواله رسنیو کې زیلینسکي په یوه بیان کې وویل چې اوکراین او اروپایي متحدان به یې ډير ژر واشنګتن ته د سولې د پلان په اړه خپل دریځ روښانه کړي.