د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۴

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي


د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډه-ارشیف
د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډه-ارشیف

چهارشنبه د ډیسمبر لسمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه د بحثونو د یوې ناسته کوربنه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتوتو سیاسي استازولۍ یا یوناما مخکې په خپله فیسبوک پاڼه په یو بیان کې د دې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی وو.

په دې بیان کې نور جزیات نه دي ورکول شوي خو د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه دا غونډه د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره په یوه وخت جوړوي چې په افغانستان کې یې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې وضعیت ډیرناوړه بلل شوی دی.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له امنیت شورا غوښتنه کوي چې د عملي اقداماتو په کولو سره په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د پراخه لګول شويو محدودیتونو د پای ته رسېدو لپاره کار وکړي.

د ښځو د حقونو فعالې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورځ تر بلې په ښځو محدودیتونه زیاتوي او نړۍ باید یوازې لیدونکې نه وسي بلکې په خبره یې د بندیزونو او تحریمونو په وسیله باید په طالبانو فشار راوړي.

(د کار زده کړو او ازادیو په برخه کې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو په اړه باید هیڅ ډول معامله ونه شي، دغه راز افغان میرمنې له ملګرو ملتونو غواړي چې د ډیپلوماټیکي او نورو لارو نه په ګټې اخیستنې په طالبانو فشارونه زیات کړي او په افغانستان کې د ښځو لپاره د امن یو بستر وغوړوي، ښځې باید یوازې د اعلامیو برخه نه وي بلکې د بشري حقونو په ټولو اعلامیو کې چې د ښځو کوم حقونه تظمین شوي افغان میرمنو ته ورکول شي.)

د ښځو د حقونو بله فعالې یاسمین یقین نبي زاده ازادي راډيو ته وویل:

(ملګري ملتونه باید له کوم فکر او سوچ پرته د ښځو په وړاندې د طالبانو کړنې د دوی په وړاندې د جنسیتي اپارتاید په توګه تعریف او وې غندي، دغه راز باید د ځواب ورکولو یو میکانیزم رامنځته شي چې له مخې یې د طالبانو مشران په ځانګړي ډول هغه کسان چې پر ښځو په محدودیتونو کې لاس لري، تحریم او ځواب ورکولو ته اړ شي. )

دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې له دې وړاندې د افغانستان په اړه د امنیت شورا په ناستو کې په وار وار په افغانستان کې د ښځو د حقونو پراخ نقض غندل شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې د دوی په وړاندې خپل محدودیتونو پای ته ورسوي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته د کار او زده کړو په ګډون په ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

د دسمبر په اوومه دې ادارې، په افغانستان کې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د طالبانو د بندیز د درې میاشتو پوره کېدو سره ویلي وو، دغه بندیز د خېر ښیګڼې چارې متاثره کړي او په وینا یې، هر څومره چې اوږدیږي، په همغې اندازې ژوند ژغورونکي خدمتونه له خطر سره مخ کوي.

طالبانو په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې ښځې له کار کولو منع کړې دي۰

که څه هم د طالبانو دا اقدامات په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي خو طالبانو ادعا کړی چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه تامین کړي، هغه ادعا چې د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو سازمانونو او بنسټونو ویلي چې په دې هیواد کې له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه جدي سرغړونې دوام لري. له شپږم ټولګي ورپورته ټولګیو ته د نجونو د ورتګ مخه نیول شوې او ښځې او نجونې له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي. پردې سربیره ښځې د ټولنې په ډیرو برخو کې له فعال ګډون څخه محرومې شوې دي.

XS
SM
MD
LG