د جرمني د فدرالي پولیسو یو نوی راپور ښيي چې په بیلابیلو جرمونو کې د سوري او افغان کډوالو ښکیلتیا د پام وړ ده.
د ۲۰۲۴ کال ( په کډوالۍ کې جرم او جنایت) په نوم په راپور کې چې پرون د ډیسمبر په ۸ مه خپور شوی راغلي چې په ټوله کې د ۳ عشار یه ۱ میلیون ثبت شویو جرمونو کې ۱۱ سلنه کډوال ښکیل پېژندل شوي دي.
په دې کې غلا، د اسنادو جعل، د مخدره موادو استعمال، تنظیم شوي او د جنسي ازادۍ په وړاندې جرمونه شامل دي.
د راپور له مخې، د جنسي او نشهیي توکو په جرمونو کې د افغان او سوریایي تورنو کسانو ونډه د هغوی د عمومي کډوالو د برخې په پرتله لوړه ده.
په راپور کې راغلي چې د تاوتریخوالي په دې جرمونو کې د هرو سلو زرو المانیانو په منځ کې د ۱۶۳ کسانو دوسیې ثبت شوي دي، خو دا شمېر دبیا په هرو سلو زرو سوریایانو کې ۱۷۴۰ او په هرو سل زرو افغانانو کې ۱۷۲۲ ته رسیږي.
راپور ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې د کډوالو شمېر او هغه جرمونه چې دوی ترسره کړي په ټولیز ډول له درې سلنه زیات کم شوي خو د راپور په ټکو دا کمښت په عمده ډول د چرس یا کانابیس د جزوي قانوني کېدو له امله وو او دا کمښت د مخدره موادو، غلا او درغلۍ په برخو کې لیدل شوي په داسې حال کې چې په تاوتریخوالي او د قتل په جرمونو کې زیاتوالی راغلی دی.
په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په جرمني کې ثبت شویو افغان کډوالو ټول شمېر له ۳ لکه او ۲۳ زره څخه ډېر وو.
د راپور له مخې چې ډیری کډوال په خپله د جرمونو قرباني شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني چارواکو له دې وړاندې ویلي هغه کډوال چې په جرمونو کې ښکیل دي خپلو هیوادونو ته به واستول شي.
د جرمنوي د فدرالي پولیسو له لوري د دې نوي راپور خپرېدو په جرمني کې د میشتو افغانانو ترمنځ اندیښنه رامینځته کړې ده؛ دوی له حکومته غواړي چې په جرم ککړو کسانو ته سزا ورکړي.
میر محمد صدیق زلیق چې څو کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره جرمني ته تللی ازادي راډيو ته یې وویل:
"د جرمني حکومت باید د مجرم او غیر مجرم ترمنځ تفیکیک وکړي، او یوازې د هغه افغانانو په ضد اقدام وکړي چې مجرمین وي، موږ ته چې په افغانستان کې ژوند، ازادي، کار او زده کړې سختې دي، اړ شو چې دلته جرمني ته، اوس دلته زما ټوله کورنۍ په کار او زده کړو مصروفه ده، خو موږ اوس اندېښمن یو چې جرمني په دې برخه کې بې توجوي ونه وکړي. "
په جرمني کې بل میشت افغان کډوال سلیم شاه هم ورته نظر لري.
"دا د دې لپاره د اندېښنې وړ ده چې زیات شمېر افغانان دلته هیڅ جرم نه لري، جرم یو فردي عمل دی او نه یې باید سزا ټولي افغاني ټولنې ته ورکول شي، زموږ ډیری افغانان دلته د امنیتي ستونزو او د اولادونو د کار او زده کړو لپاره راغلي دي. "
خو د دغه راپور خپریدو او د محدود شمېر کسانو له لوري د جرمونو ترسره کول په دغه هیواد کې د افغانانو په راتلونکې کومې اغیزې لري.؟
د کډوالۍ د برخې کارپوه عبدالرازق عدیل وویل د دغه ډول راپورونو خپرول د هغه افغانانو په روحیه چې په جرمني کې قانوني ژوند کوي منفي اغیز کوي.
"د دغه ډول راپورونو خپرېدل له امنیتي اړخه د جرمني د حکمت لپاره مهم دي، خو له ټولنیز اړخه په افغان کډوالو ډېر اغیز لري، دغه راپورونه لامل کیږي چې د افغانانو روحیه کمزورې شي، دغه راز د دوی په منځ کې ویره زیاته شي، د کډوالۍ د سیاست په اړه اندېښنې زیاتې شي، د دې ترڅنګ کارونه محدودیږي، او ان د هویت او په برخه کې ځوان نسل له فشار سره مخ کیږي، له بده مرغه د محدود شمېر کسانو تیروتنې په لوی شمېر کسانو اغیز کوي. "
دی ټینګار کوي چې افغانان باید د کوربه هیواد قوانینو ته د درناوي ترڅنګ په ټولنیزو مسایلو کې پراخه ونډه واخلي تر څو دغه ډول منفي تصویر په اوږد مهال کې له منځه لاړ شي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د جرمني نوي حکومت په دې هیواد کې په ځانګړي ډول د غیر قانوني او په جرمونو کې د ښکیلو کډوالو په وړاندې خپله پالیسي سخته کړې ده.
د روان کال په جولای میاشت کې، جرمني د قطر په همکارۍ په دوو چارټر الوتنو کې ۸۱ هغه افغانان چې په بیلابیلو جرمونو کې په لاس لرلو تورن شوي وو افغانستان ته ستانه کړل.
خو له دې سره دغه هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو لېږدول هم جریان لري، په وروستیو کې د جرمني حکومت ۱۹۲ هغه افغانان چې د کډوالۍ ضقیې یې درلودې په جلا الوتنو کې هغه هیواد ته ولېږدول.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د جرمني د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاندې د سې شنبې په ورځ د ډیسمبر لومړۍ نېټه وویل چې دغه افغانان په چارټرالوتنو کې له اسلام آباد څخه د جرمني ایرفورټ هوایي ډګر ته له لیږدول کیدو وروسته د جرمني په شمال کې د فریډلنډ ترانیزیټ کمپ ته انتقال شول.
په تیرو څو میاشتو کې، جرمني د منل شویو افغانانو نورې ډلې هم له پاکستان څخه په ورته الوتنو کې دې هیواد ته لیږدولي دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته جرمني په وقفه یې ډول هغه افغانان چې په خپل هیواد کې یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ وو او یا یې هم جرمني ادارو سره کار کاوه هغه هیواد ته انتقال کړي دي.