د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي معاون توُبی لنزر د پنجشنبې په ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په دې ولایت کې له پاکستانه د تازه راستنو شویو کډوالو جاج واخیست. له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ وايي اوسنۍ کومه مرسته چې د یو ان ایچ سي ار لخوا ورسره کيږي د دوی لپاره بسنه نه کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني په سنګاپور کې د دغه هیواد له صدراعظم لي ساین لونګ سره د جمعې په ورځ وکتل. ښاغلي غنی او ښاغلي لي د افغانستان او سنګاپور تر منځ په تخنیکي برخه کې د موافقې د لاسليک په غونډه کې هم ګډون وکړ. تر دې مخکې ولسمشر غني استرالیا او اندونيزیا ته تللی وو.
امریکا شااوخوا ۶۰ توموهوک توغندي د مدیترانې په سمندر کې د امریکا له جنګي بېړیو پر سوريې ویشتل شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې برید له امر ورورسته وویل: د سوريې دیکتاتور بشار اسد د بې ګناه ملکي وګړو پر ضد د کیمیاوي وسلو ویرونکی برید وکړ، اسد د بې وزله سړو، ښځو او ماشومانو ژوند واخیست.
د امریکا دوو جنګي بيړيو د پنجشنبې په ورځ د سوريې په جنوب کې پر یوې هوايي اډه توماهاک کروز ميزايل وتوغول. دغه جنګي بيړۍ په ختيځ مدترانه کې ځای پر ځای دي. امریکا وایی، له همدې هوايي اډې څخه الوتکو د سوريې پر ادليب ښار د سې شنبې په ورځ کمياوي بمونه غورځولي وو چې پکښي ګڼ شمېر ملکيان ووژل شول.
په کندهار کې د مدني ټولنو یو شمېر غړو د يوه کنفرانس پر مهال وويل چې سياسيون دې د پاکستان سره معاملې نکوي او نه دي د قومونو په منځ کې نفاق جوړوي.
روسي چارواکو وويل د سانت پيترزبورګ ښار په ميترو کې د بمي چاودنې په نتيجه کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي. په سیمه کې د بيړنيو مرستو لپاره هلي کوپتر او امبولانسونه لیدل کېدل.
پاکستاني چارواکي وايي چې شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته د روسیې یوه پوځي پلاوي دې قبایلي سیمې ته سفر کړی.
د کورمې په پاړه چنار کې چاودنه شوې چې پکې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي. د پولېټېکل انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته وویل، چاودنه نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د پاړه چنار ښار له نور مارکېټ او د ښځو له امام بارګاه سره نېږدې شوې. روغتیايي چارواکي وايي، تر اوسه روغتون ته شپږ مړي او ۵۰ کسان ژوبل وروړل
د بزګر په هغه جشن کې چې په جوزجان ولایت کې جوړ شوی و یو شمېر ښځو هم ګډون کړی وو. دوی چې د کرنې برخه کې کار کوي له حکومته غواړي چې ورسره د بازار موندنې، وسایلو
په کابل کې له یو خصوصي پوهنتون نه په لسګونه نارینه او ښځینه محصلین د لېسانس په کچه فارغ شول. د دغو فارغو شوېو کسانو له ډلې ۶۱ ښځینه محصلینې وې چې د قابله ګۍ او ستوماتولوژي یا د غاښونو په څانګه کې یې زده کړې کړي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
د کابل ښار په بابربڼ کې د کلیوالي بازار په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوي چې پکې کورني تولیدات نندارې ته ایښول شوي.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د جرګې یو شمېر غړي دایمي غیر حاضر وي او یا هم عمومي ناستو کې ګډون نه کوي.
نور راوښيه