ولسمشر ترمپ، د اسد رژیم د کیمیاوي وسلو د استعمال مسؤل وباله
امریکا شااوخوا ۶۰ توموهوک توغندي د مدیترانې په سمندر کې د امریکا له جنګي بېړیو پر سوريې ویشتل شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې برید له امر ورورسته وویل: د سوريې دیکتاتور بشار اسد د بې ګناه ملکي وګړو پر ضد د کیمیاوي وسلو ویرونکی برید وکړ، اسد د بې وزله سړو، ښځو او ماشومانو ژوند واخیست.