د بزګر په هغه جشن کې چې په جوزجان ولایت کې جوړ شوی و یو شمېر ښځو هم ګډون کړی وو. دوی چې د کرنې برخه کې کار کوي له حکومته غواړي چې ورسره د بازار موندنې، وسایلو
په کابل کې له یو خصوصي پوهنتون نه په لسګونه نارینه او ښځینه محصلین د لېسانس په کچه فارغ شول. د دغو فارغو شوېو کسانو له ډلې ۶۱ ښځینه محصلینې وې چې د قابله ګۍ او ستوماتولوژي یا د غاښونو په څانګه کې یې زده کړې کړي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
د کابل ښار په بابربڼ کې د کلیوالي بازار په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوي چې پکې کورني تولیدات نندارې ته ایښول شوي.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د جرګې یو شمېر غړي دایمي غیر حاضر وي او یا هم عمومي ناستو کې ګډون نه کوي.
په کابل کې د "عالیست افغانیست" په نوم درې ورځنی نندارتون پېل شو. په دغه نندارتون کې بېلابېل هغه توکي چې په افغانستان کې توليد شوي په ۱۰۴ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي. وېډیو او اېډېټ: سباوون کاکړ
کابل ښاریان د بد امنیتي وضعیت او د جرمونو پر زیاتوالي اندېښمن دي. د حقیقت څه دی په دې پروګرام کې د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ مو پوښتنې ځوابوي. ویډیو و ایډیټ: تمیم اخکر
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت یو ویاند وایي چې په افغانستان کې د ناټو د ترهگرۍ ضد ماموریت یواځې د القاعده شبکه او د اسلامي دولت د ډلې یا داعش جنگیالي په نښه کوي، خو طالبان نه. د قاطع ماموریت یو ویاند بیل سیلوان د امریکا غږ سره ځانگړې مرکه.
د نوي کال لومړې ورځ د افغانستان د نورو ولایتونو سربېره په کابل کې هم په جشنونو او اتڼونو سره ولمانځل شوه. د کابل ښار په وزیر اکبر خان غونډې کې له بېلابېلو سیمو څخه سړي، ښځې او ماشومان سره راغونډ شوي او دغه ورځ په ګډه په خوشالۍ سره لمانځي. ویډیو او ایډیټ: ابراهیم صافی
په پېښور حیات اباد کې د پاکستان پاسپورټ او د کډوالۍ دفتر هغو افغانانو لپاره د ویزو د وخت د زیاتولو کار پیل کړی چې د تورخم دروازې د تړلو له وجې پاکستان کې ایسار پاتې دي او د ویزو معیاد یې ختم شوی دی. د فرهاد شینواري ویډیو
کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د تېرې چهارشنبې د ورځې حمله کې د ډاکټرانو ترڅنګ یو شمېر ناروغان هم ووژل شول.
افغان ستوری، هغه نجلۍ چې د داعش تر ګواښ لاندې سیمې څخه د موسیقۍ ډګر ته راوتلې ده. د موسیقۍ د سیالۍ دا پروګرام هره اوونۍ د طلوع خصوصي تلویزین څخه خپریږي
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسلامي دولت تر نامه لاندې ډلې يا داعش جنګيالي غير قانوني وحشيان وبلل او ويېويل چې لهمنځه بهيې وړي. ښاغلي ټرمپ دا خبره تېره شپه د امريکا په وخت څه باندې ٩ بجې د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وينا کې وکړه.
نور راوښيه