درانی: د جوړ نندارتون هدف د ښځومنځ کې سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول دي
د کابل ښار په بابربڼ کې د کلیوالي بازار په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوي چې پکې کورني تولیدات نندارې ته ایښول شوي. په دغه نندارتون کې تر ډېره د افغان مېرمنو لاسي صنایع او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. د کلیو او پراختیا وزیر نصیراحمد دُراني د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دغه نندارتون هدف د ښځو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول او د دوی توکو ته بازار موندل دي.