د کندهار فعالان: سیاسیون دې پاکستان سره معاملې نکوي
په کندهار کې د مدني ټولنو یو شمېر غړو د يوه کنفرانس پر مهال وويل چې سياسيون دې د پاکستان سره معاملې نکوي او نه دي د قومونو په منځ کې نفاق جوړوي. د کندهار د مدني ټولنو غړي دغه څرګندونې وروسته ترهغه کوي چې د افغانستان د ملي کنګرې د ګوند مشر لطیف پدرام ویلي و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه یو منل شوی سرحد دی. ویډیو: محمدصادق رښتینی