د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ننګرهار کې د داعش پر سمڅو د تر ټولو لوی غیرې اټم بم غورځول د امریکا د پوځ یو بریالی ماموریت بللی دی.
پنټاګون وايي چې د امریکا پوځ په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر مرکزونو تر ټولو ستر غیر اټمي بم غورځولی دی. د پنټاګون یو ویاند وايي، د جي بي یو ۴۳ په نوم دا بم چې د امریکا پوځ یې د ټولو بمونو د مور په نوم یادوي ۱۱ ټنه چاودیدونکي مواد درلودل.
"د ټولو بمونو مور" بمب چې کله په لومړي ځل ازمایل کېده، دا ویډیو له ارشیف څخه اخیستل شوې.
د تخار ولایت اوسیدونکي د غیرمسول وسله والو کسانو له شتونه شکایت کوي. د دغه ولایت د مرکز تالقان او بلخصوص د رستاق ولسوالۍ اوسیدونکي وایې چې د غیر مسؤلو وسله والو له شتونه پوزې ته رسیدلي دي.
د مرکزي روسیې په روسینوفو کې زیاتره اوسېدونکو خپل وړوکی ښار نه دی لیدلی ځکه چې هغوی ړانده دي. دا چې دوی په دې ښار کې ژوند څنګه کوي، په اړه یې ویډیو وګورئ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلوڅانکو کې د کار لپاره له۱۳۷۰ کسانو ازموینه واخېسته. په دغه ازموینه کې ښځینه او نارینو برخه اخېستې وه او ګډونوالو د یادې پروسې په اړه بېلابېل نظرونه لرل.
د بغلان پولیسو د نورو امنیتي ارګانونو په همکارۍ په پلخمري ښار کې د نامسؤله وسله والو په نیولو او د تورو ښیښو لرونکو موټرو په راټولولو پیل وکړ. دغه اقدام که څه هم تکراري دی خو په کلک هوډ تر سره کېږي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ په درېیو کلیو کې چې د وسله والو مخالفینو تر تهدید لاندې دي پوځي عملیات پیل شوي دي. په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال د افغان ځواکونو سره په دغو عملیاتو کې د خبري پوښښ په هدف مل دی. د بشپړ ویډیويي راپور اورېدو لپاره د ښاغلي محمد صادق رښتیني چمتو شوی راپور وګورئ:
په هرات کې اعتراض کوونکي چې د ولايتي شورا د رئيس په ملاتړ وتلي، د دغه ولايت لويې لارې يې وتړلې. دوى د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د اختصاصي محکمې د حکم لغوه کېدل غواړي.
په هرات کې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي. د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، یوې ښځې او مېړه له لظفي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.
په فنلنډ کې شاوخوا ۲۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي چې دوسیې یې رد شوي په اجباري ډول افغانستان ته استول کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي معاون توُبی لنزر د پنجشنبې په ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په دې ولایت کې له پاکستانه د تازه راستنو شویو کډوالو جاج واخیست. له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ وايي اوسنۍ کومه مرسته چې د یو ان ایچ سي ار لخوا ورسره کيږي د دوی لپاره بسنه نه کوي.
نور راوښيه