د کونړ او نورستان ولایتونو طبیعي ښکلاګانې، دې ولایتونو ته غځېدلې لارې او په دې ولایتونو کې ځینې پروژې د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري عکاسي کړي او دا انځوریز راپور یې پرې برابر کړی،
په کندز کې پر څه باندې ۷۰۰ کورنیو د مرکزي حکومت لهخوا د نقدي مرستو د وېشلو لړۍ پیل شوه. دا مرستې پر هغو کورنیو وېشل کېږي چې د کندز په دوهم ځل سقوط کې یې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او یا هم ټپیان شوي دي.
د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د ناامنیو له امله کورنیو او نړیوالو سوداګرو خپلې پانګې له دغه ولایته ایستلي دي.
یو شمېر فرهنګیان او هنرمندان راټول شوی وو ترڅو د ملي وحدت حکومت رهبرانو ته د جنګ له سیوري نه د فرهنګ او هنر د ژغورلو پیغام ورسوي.
افغان ولسمشرد کرکټ بورډ په اداره کې د ستونزو د هواري به هدف شکرالله عاطف مشعل د دغه بورډ د نوي مشر په توګه معرفي کړ. ښاغلي مشعل د شنبې په ورځ د ده د معرفي کولو په مراسمو کې وویل چې کرکټ باید له هرډول لاسوهنو او سیاسي مداخلو څخه پاک وي.
د کندهار چارواکي وايي، د هغه دوو وسله والو د نیولو پلټنې لا هم روانې دي چې نن سهار يې د دغه ولایت په څلورمه حوزه کې د هوايي ډګر د ښځینه کارکوونکو پر موټر حمله وکړه. محمدصادق رښتینی د پیښې له ځایه دا ویډيو راپور برابر کړی.
د کونړ لرګي په هېواد کې نوموتي لرګي لري چې د ترکاڼانو په لاس یې جوړ شوي دروازې، کړکۍ او نور بېلابېل توکي لوړ ارزښت لري.
د خیبر پښتنونخوا صوبايي اسمبلۍ په دالان کې د پوځي ښوونځي د ۲۰۱۴م کال د دیسمبر ۱۶مې پېښې قربانیانو په یاد کې یوه غونډه وشوه او شمعې بلې کړل شوې. د غلام غوث ویډيو
د لښکرګاه په بولان سیمه کې سرحدي پولیسو او په بشران سیمه کې ملي اردو او د ملي امنیت خاصو ځواکونو پرمختګ کړی دی او ځینې سیمې يې تر خپل ولکې لاندې راوستلي دي. زموږ همکار محمد الیاس داعي چې د عملیاتو سیمې ته تللی دی وايي،
د بار وړونکو موټرو مالکان او چلوونکي وايي، افغانستان او پاکستان کې له دوی څخه د غیر قانوني پيسو د اخیستلو له املهيې کاري اعتصاب کړی دی.دوی د سې شنبې په ورځ د تورخم ښارګوټي ته نېږدې د ډکې په سیمه کې خپلې موټرې د اعتراض په ډول درولې وې
د کابل د استقلال روغتون کې د سینې د سرطان د تشخیص څانګه پرانیستل شوه. په اړوندو طبي وسایلو سمبال د سینې د سرطان د څانګې دغه پرانیستې ودانۍ د ایټالیا دولت په مالي ملاتړ په تېرو دوو کلونو کې جوړه شوې ده.
بغلان ولایت کې د یوه ځوان لهخوا جوړه شوې کښتۍ پرون د لومړي ځل لپاره د دې ولایت په سیند کې وچلېده. محمدهمکار د بغلان ولایت یو ځوان دی چې د ۶۰ زرو افغانیو په لګښت او د موټر سایکل دې یوه موټور په واسطه يې یوه درې کسیزه کښتۍ جوړه کړې ده.
نور راوښيه