بغلان کې یوه ځوان خپله جوړه شوې کښتۍ سیند کې وچلوله
بغلان ولایت کې د یوه ځوان لهخوا جوړه شوې کښتۍ پرون د لومړي ځل لپاره د دې ولایت په سیند کې وچلېده. محمدهمکار د بغلان ولایت یو ځوان دی چې د ۶۰ زرو افغانیو په لګښت او د موټر سایکل دې یوه موټور په واسطه يې یوه درې کسیزه کښتۍ جوړه کړې ده. هغه وايي، که حکومت يې لاسنیوی وکړي لویې کښتۍ به هم جوړې کړي. نوموړی وايي: "زه له حکومته غواړم چې امکانات راته برابر کړي څو وکولای شم د ملت لپاره خدمت وکړم." د بغلان مقاماتو او خلکو د دې ځوان له ابتکاراتو هرکلی کړی او د بغلان والي ورسره ژمنه کړې چې د ابتکاراتو د عملي کولو لپاره به ورته زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.