وحدت: ناامینو له امله سوداګرو خپلې پانګې له کندزه ایستلي
د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د ناامنیو له امله کورنیو او نړیوالو سوداګرو خپلې پانګې له دغه ولایته ایستلي دي. د دغې خونې د صادراتو برخې مدیر مسعود وحدت ازادي راډیو ته وویل، له کندزه د پانګې د وتلو له امله د دغه ولایت اقتصاد زیانمن شوی او له شیرخان بندره د صادراتو کچه هم ۵۰ سلنه کمه شوې ده. ښاغلی وحدت وایي چې مخکې په شیرخان بندر کې شاوخوا ۴۰۰ سوداګرو فعالیت درلود خو د ناامنیو له امله ډېرېو سوداګرو خپلې شتمنۍ نورو ولایتونو یا بهرنیو هېوادونو ته انتقال کړي دي.