په کابل کې د مدني بنسټونو او د تېرو جګړو د قربانیانو د کورنیو ځینې غړي وايي، جنګي مجرمین باید د یوې باصلاحیته نړیوالې محکمې له لوري محاکمه شي. دغو مدني فعالانو او د قربانیو د کورنیو یو شمېر غړیو د پنجشنبې په ورځ د کابل په پلیګون کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې د عدالت د پلي کېد
له امریکا نه خپل هېواد اوکراین ته ستنېدلی یوزي فېدینسکي نه یوازې د موسیقۍ دودیزه اوکراینۍ آله جوړوي بلکې نورو ته یې هم د جوړولو او غږولو هنر ور زده کوي. د اوکراینۍ څانګې ویډيو
د بلجیم مرکز بروکسل نن د افغانستان لپاره د مهمې غونډې کوربه دی. په دې غونډه کې چې د ناټو په مرکز کې ترسره کیږي، د ناټو د ۲۸ غړیو هیوادو د بهرنیو چارو وزیران او د هغو هیوادو استازي ګډون کوي چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري. د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دې غونډه کې
د دې دوه ورځنۍ غونډې یوه مهمه موضوع په افغانستان کې امنیت او ثبات ده چې خبرې به پرې وشي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې یوه ورځ مخکې لا په بروکسل کې وویل چې د غونډې په دوهمه ورځ به د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له عمومي قو
په کندهار کې د سېلاب خیريه بنسټ تېره شپه د هغو کاریګرو سره د کمپلو مرسته وکړه چې په شنه يخ د سړک پر غاړه شپې تېروي.
په يوې پېغلې د جنسي تېري ترخه کیسه او د يوه بې وسه پلار فریاد په دې ویډیو کې واورئ. دا پېغله مریم نومېږي، د ژوند اتلس پسرلي يې ترشا پرېښي، د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د جنسي تېرې پېښې یې د ژوند پاڼه زیړه کړې او نور ژوند کول ورته د زهرو ګوټ ښکاري. مریم ادعا کوي چې د زارع ولسوالۍ امنیې
په کابل د مور او ماشوم په نوم د فرانسې طبي انسټیټیوټ شپږم نړیوال کنفرانس د غیر ساري ناروغیو د څېړنو او د هغې د مخنیوي په هدف جوړ شو. په دغه کنفرانس کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو متخصصو ډاکټرانو برخه اخېستې وه. په همدې حال کې د دغه کنفرانس ګډونوال او د غیرې ساري ناروغیو برخه کې څېړونکی ډاکټر سید اسل
د شمالي وزیرستان مستان خان له ۴۵ کلونو راهیسې تش یو شوق لري، ببر برېتونه ساتل او خپل جېب پسولل. د سیراج ظهیر ویډيو چې هدایت سلطاني اېډيټ کړې.
د کابل پوهنتون د محصلانو د ټولنې لهخوا د محصلینو د نړیوالې ورځې په ویاړ د غوره محصل د ټاکلو په هدف جشنواره جوړه شوې وه. په دغه جشنواره کې چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې پوهنتون کې جوړه شوې وه د نوموړي پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ۱۱غوره محصلانو ته ستاینلیکونه او مېډالونه هم ورکړل شول. د لوړو زدهکړ
چهارشنبې دوهمه ورځ وه چې د ياغيانو تر کنټرول لاندې په ختيځ حلب کې هوايي حملې وشوې. په دغو هوايي بمباريو کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي. بریتانيا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي چې په وژل شوېو کې لږ تر لږه پنځه کوچنيان شامل دي. له ملالۍ بشير څخه نور جزئيات اورو:
د کابل ښار مرکز هغه ځای دی چې هره شېبه پهکې د سلګونو موټرونو اوازونه ترغوږو کېږي. د تم ځایونو نشتوالی، د خلکو ګڼه ګوڼه، د حکومتي چارواکو له لوري د واټونو بندول، د موټرچلونکو له لوري د ټرافیکو قوانینو نه رعایتول په کابل کې د ګڼې ګوڼې اصلي لاملونه او دغې چارې خلک پوزې ته راوستي دي.
په کابل کې د پوهنې سره د مرستندویه موسسې نه د دولسم ټولګي شاوخوا ۱۱۱ ښځینه زدهکوونکې فارغې شوې. د پوهنې سره دغه مرستندویه موسسه د هېواد په شپږ ولایتونو کې هغو نجونو ته چې د کډوالي، کورنيو ستونزو او ګڼ نورو ستونزو په تړاو د عمرونو د ډېروالې له امله نهدي توانیدلي ښوونځيو ته ولاړې شي د زدکړو زمینه ب
نور راوښيه