د خیبر پښتنونخوا صوبايي اسمبلۍ په دالان کې د پوځي ښوونځي د ۲۰۱۴م کال د دیسمبر ۱۶مې پېښې قربانیانو په یاد کې یوه غونډه وشوه او شمعې بلې کړل شوې. د غلام غوث ویډيو
د لښکرګاه په بولان سیمه کې سرحدي پولیسو او په بشران سیمه کې ملي اردو او د ملي امنیت خاصو ځواکونو پرمختګ کړی دی او ځینې سیمې يې تر خپل ولکې لاندې راوستلي دي. زموږ همکار محمد الیاس داعي چې د عملیاتو سیمې ته تللی دی وايي،
د بار وړونکو موټرو مالکان او چلوونکي وايي، افغانستان او پاکستان کې له دوی څخه د غیر قانوني پيسو د اخیستلو له املهيې کاري اعتصاب کړی دی.دوی د سې شنبې په ورځ د تورخم ښارګوټي ته نېږدې د ډکې په سیمه کې خپلې موټرې د اعتراض په ډول درولې وې
د کابل د استقلال روغتون کې د سینې د سرطان د تشخیص څانګه پرانیستل شوه. په اړوندو طبي وسایلو سمبال د سینې د سرطان د څانګې دغه پرانیستې ودانۍ د ایټالیا دولت په مالي ملاتړ په تېرو دوو کلونو کې جوړه شوې ده.
بغلان ولایت کې د یوه ځوان لهخوا جوړه شوې کښتۍ پرون د لومړي ځل لپاره د دې ولایت په سیند کې وچلېده. محمدهمکار د بغلان ولایت یو ځوان دی چې د ۶۰ زرو افغانیو په لګښت او د موټر سایکل دې یوه موټور په واسطه يې یوه درې کسیزه کښتۍ جوړه کړې ده.
په کابل کې د مدني بنسټونو او د تېرو جګړو د قربانیانو د کورنیو ځینې غړي وايي، جنګي مجرمین باید د یوې باصلاحیته نړیوالې محکمې له لوري محاکمه شي. دغو مدني فعالانو او د قربانیو د کورنیو یو شمېر غړیو د پنجشنبې په ورځ د کابل په پلیګون کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې د عدالت د پلي کېد
له امریکا نه خپل هېواد اوکراین ته ستنېدلی یوزي فېدینسکي نه یوازې د موسیقۍ دودیزه اوکراینۍ آله جوړوي بلکې نورو ته یې هم د جوړولو او غږولو هنر ور زده کوي. د اوکراینۍ څانګې ویډيو
د بلجیم مرکز بروکسل نن د افغانستان لپاره د مهمې غونډې کوربه دی. په دې غونډه کې چې د ناټو په مرکز کې ترسره کیږي، د ناټو د ۲۸ غړیو هیوادو د بهرنیو چارو وزیران او د هغو هیوادو استازي ګډون کوي چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري. د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دې غونډه کې
د دې دوه ورځنۍ غونډې یوه مهمه موضوع په افغانستان کې امنیت او ثبات ده چې خبرې به پرې وشي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې یوه ورځ مخکې لا په بروکسل کې وویل چې د غونډې په دوهمه ورځ به د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له عمومي قو
په کندهار کې د سېلاب خیريه بنسټ تېره شپه د هغو کاریګرو سره د کمپلو مرسته وکړه چې په شنه يخ د سړک پر غاړه شپې تېروي.
په يوې پېغلې د جنسي تېري ترخه کیسه او د يوه بې وسه پلار فریاد په دې ویډیو کې واورئ. دا پېغله مریم نومېږي، د ژوند اتلس پسرلي يې ترشا پرېښي، د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د جنسي تېرې پېښې یې د ژوند پاڼه زیړه کړې او نور ژوند کول ورته د زهرو ګوټ ښکاري. مریم ادعا کوي چې د زارع ولسوالۍ امنیې
په کابل د مور او ماشوم په نوم د فرانسې طبي انسټیټیوټ شپږم نړیوال کنفرانس د غیر ساري ناروغیو د څېړنو او د هغې د مخنیوي په هدف جوړ شو. په دغه کنفرانس کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو متخصصو ډاکټرانو برخه اخېستې وه. په همدې حال کې د دغه کنفرانس ګډونوال او د غیرې ساري ناروغیو برخه کې څېړونکی ډاکټر سید اسل
نور راوښيه