لښکرګاه کې سرحدي پولیسو او ملي اردو پرمختګ کړی
د لښکرګاه په بولان سیمه کې سرحدي پولیسو او په بشران سیمه کې ملي اردو او د ملي امنیت خاصو ځواکونو پرمختګ کړی دی او ځینې سیمې يې تر خپل ولکې لاندې راوستلي دي. زموږ همکار محمد الیاس داعي چې د عملیاتو سیمې ته تللی دی وايي، په یادو سیمو کې د جګړې له امله هرڅه وران شوي دي او د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ کور په کور جګړه روانه ده.