یو شمېر فرهنګیان او هنرمندان راټول شوی وو ترڅو د ملي وحدت حکومت رهبرانو ته د جنګ له سیوري نه د فرهنګ او هنر د ژغورلو پیغام ورسوي.
افغان ولسمشرد کرکټ بورډ په اداره کې د ستونزو د هواري به هدف شکرالله عاطف مشعل د دغه بورډ د نوي مشر په توګه معرفي کړ. ښاغلي مشعل د شنبې په ورځ د ده د معرفي کولو په مراسمو کې وویل چې کرکټ باید له هرډول لاسوهنو او سیاسي مداخلو څخه پاک وي.
د کندهار چارواکي وايي، د هغه دوو وسله والو د نیولو پلټنې لا هم روانې دي چې نن سهار يې د دغه ولایت په څلورمه حوزه کې د هوايي ډګر د ښځینه کارکوونکو پر موټر حمله وکړه. محمدصادق رښتینی د پیښې له ځایه دا ویډيو راپور برابر کړی.
د کونړ لرګي په هېواد کې نوموتي لرګي لري چې د ترکاڼانو په لاس یې جوړ شوي دروازې، کړکۍ او نور بېلابېل توکي لوړ ارزښت لري.
د خیبر پښتنونخوا صوبايي اسمبلۍ په دالان کې د پوځي ښوونځي د ۲۰۱۴م کال د دیسمبر ۱۶مې پېښې قربانیانو په یاد کې یوه غونډه وشوه او شمعې بلې کړل شوې. د غلام غوث ویډيو
د لښکرګاه په بولان سیمه کې سرحدي پولیسو او په بشران سیمه کې ملي اردو او د ملي امنیت خاصو ځواکونو پرمختګ کړی دی او ځینې سیمې يې تر خپل ولکې لاندې راوستلي دي. زموږ همکار محمد الیاس داعي چې د عملیاتو سیمې ته تللی دی وايي،
د بار وړونکو موټرو مالکان او چلوونکي وايي، افغانستان او پاکستان کې له دوی څخه د غیر قانوني پيسو د اخیستلو له املهيې کاري اعتصاب کړی دی.دوی د سې شنبې په ورځ د تورخم ښارګوټي ته نېږدې د ډکې په سیمه کې خپلې موټرې د اعتراض په ډول درولې وې
د کابل د استقلال روغتون کې د سینې د سرطان د تشخیص څانګه پرانیستل شوه. په اړوندو طبي وسایلو سمبال د سینې د سرطان د څانګې دغه پرانیستې ودانۍ د ایټالیا دولت په مالي ملاتړ په تېرو دوو کلونو کې جوړه شوې ده.
بغلان ولایت کې د یوه ځوان لهخوا جوړه شوې کښتۍ پرون د لومړي ځل لپاره د دې ولایت په سیند کې وچلېده. محمدهمکار د بغلان ولایت یو ځوان دی چې د ۶۰ زرو افغانیو په لګښت او د موټر سایکل دې یوه موټور په واسطه يې یوه درې کسیزه کښتۍ جوړه کړې ده.
په کابل کې د مدني بنسټونو او د تېرو جګړو د قربانیانو د کورنیو ځینې غړي وايي، جنګي مجرمین باید د یوې باصلاحیته نړیوالې محکمې له لوري محاکمه شي. دغو مدني فعالانو او د قربانیو د کورنیو یو شمېر غړیو د پنجشنبې په ورځ د کابل په پلیګون کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې د عدالت د پلي کېد
له امریکا نه خپل هېواد اوکراین ته ستنېدلی یوزي فېدینسکي نه یوازې د موسیقۍ دودیزه اوکراینۍ آله جوړوي بلکې نورو ته یې هم د جوړولو او غږولو هنر ور زده کوي. د اوکراینۍ څانګې ویډيو
د بلجیم مرکز بروکسل نن د افغانستان لپاره د مهمې غونډې کوربه دی. په دې غونډه کې چې د ناټو په مرکز کې ترسره کیږي، د ناټو د ۲۸ غړیو هیوادو د بهرنیو چارو وزیران او د هغو هیوادو استازي ګډون کوي چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري. د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دې غونډه کې
نور راوښيه