د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

ځانګړی راپور

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ودانۍ
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ودانۍ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د ځانګړیو استازو د رول په اړه د ازادي راډیو د لړۍ په لومړۍ برخه کې مو په ځانګړې توګه د تېرې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د دې سازمان پر ښکېلتیا تمرکز کړی و.

د دې لړۍ په دې دوهمه برخه کې د روانې ۲۱مې پېړۍ د پیل په نژدې دوو لسیزو کې په افغانستان کې د نوې ادارې په رامنځته کولو او له هغې وروسته د دې هېواد په چارو کې د ملګروملتونو او د ځانګړو استازو او ماموریتونو رول ته کتنه کېږي.

د دوهمې برخې پیل:

ملګروملتونو د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې چې پر افغانستان د امریکا د متحدوایالتونو د پوځي یرغل په نتیجه کې په کابل کې د طالبانو رژیم نوی نسکور شوی و، په دې هېواد کې د نوې ادارې د رامنځته کولو لپاره د بن د کنفرانس په جوړېدو کې مهمه ونډه درلوده.

د جرمني په کوربه توب د بن د کنفرانس مشري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د هغه وخت د سرمنشي کوفي عنان له خوا بیا ټاکل شوي ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي کوله.

نوموړي ته د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې له ۱۹۹۷م څخه تر ۱۹۹۹م کاله پورې هم دنده سپارل شوې وه چې په افغانستان کې د سولې لپاره اسانتیاوې رامنځته او بشري ستونزو ته پام واړوي.

  • د بن په موافقه او په عملي کېدو کې یې د ملګرو ملتونو رول

د بن په کنفرانس کې د طالبانو ضد د شمالي ټلوالې په ګډون د یو شمېر ښکېلو لورو استازو ګډون کړی وو، خو په خپله طالبان او همدارنګه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ورڅخه څنډې ته شول.

دا کنفرانس چې د ۲۰۰۱م کال د نومبر په ۲۷مه پرانیستل شو، د ګډونوالو له لوري له یوې اوونۍ بحثونو وروسته د ډسمبر په پنځمه د یوې موافقې په ترلاسه کېدو سره پای ته ورسېد.

په دې موافقه کې چې تر ډېره د بن پر موافقې مشهوره شوې، په افغانستان کې د امریکا او ناټو په ملاتړ د دولت جوړونې د هڅو لپاره بنسټ کېښودل شو.

ارشیف: د بند کنفرانس یوه څنډه. دغه کنفرانس د ۲۰۰۱م کال د ډسمبر په پنځمه جوړ شوی و.
ارشیف: د بند کنفرانس یوه څنډه. دغه کنفرانس د ۲۰۰۱م کال د ډسمبر په پنځمه جوړ شوی و.

په دې موافقه کې همدارنګه په افغانستان کې د موقتي ادارې او د لویې جرګې له لارې د انتقالي او بیا انتخابي حکومتونو جوړېدل، د اضطراري لویې جرګې له لارې د نوي اساسي قانون تصویب، آزادو او عادلانه انتخاباتو ته د زمینې برابرول، د دې هېواد د نویو امنیتي ځواکونو د جوړولو او همدارنګه د مذهبي او نورو لږکیو د حقونو د خوندیتوب ترڅنګ د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ موارد شامل دي.

په دې ټولو پروسو کې د ملګرو ملتونو پر رول ډېر تاکید شوی و.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي د دې موافقې له لاسلیک وروسته په وینا کې په یوه لویه غونډه کې چې د افغان ډلو د استازو ترڅنګ د جرمني د هغه وخت صدراعظم ګیرهارد شرویدر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر په کې حضور درلود، هیله وښوده چې دغه موافقه به افغانستان د سولې امنیت او سوکالۍ لور ته بوځي.

ابراهیمي وايي: "ملګري ملتونه او ټوله نړیواله ټولنه ډېر هیله من دي او پوهېږي چې هغه موافقه چې دلته په بن کې ترلاسه شوه، د هغې غم‌لړلې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو فرصت رامنځته کوي چې افغانستان ورڅخه له څه باندې دوو لسیزو راهیسې کړېږي."

خو د ابراهیمي دغه هیله چې له جګړو د ستړي شوي افغان ولس د اکثریت هم دا هیله وه، پوره نه شوه. د نوې ادارې پر رامنځ ته کېدو لا ډېر کلونه تېر شوي نه وو چې له ۲۰۰۶م کال وروسته په افغانستان کې جګړو بیا زور واخیست.

د چارو یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې ملګري ملتونه ونه توانېدل چې د بن په غونډه کې په دې هېواد کې د نوې ادارې د رامنځته کولو لپاره سم اساس کېږدي.

ایا د ملګروملتونو په مرسته د بن موافقې په افغانستان کې د یوې سمې ادارې اساس کېښود؟

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د برلین په پوهنتون کې استاد اسحاق اتمر وایي، که څه هم ملګرو ملتونو او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي یې، اخضر ابراهیمي د بن د غونډې په تنظیمولو کې مهم رول ولوباوه، خو هغسې چې لازمه وه، ویې نه شوای کړی چې د افغانستان د لانجې ټول اړخونه په کې راغونډ کړي.

اتمر وویل: "نړیوال په دې ونه توانېدل چې ټولې هغه خواوې چې د افغانستان په سیاستونو کې شامل و، د بن په ناسته کې سره راټول کړي او په یوه عمومي توافق باندې سلا وکړي. په خواشینۍ سره د بن په ناسته کې کوم توافقات چې وشول، د هغو لپاره نظارتي سیستم هم اصلاً موجود نه و. په بېسارې کچه افغانستان ته پیسې ولېږل شوې، مګر په دغو پیسو نظارتي سیستم یا د راپور ورکولو سیستم موږ نه درلود چې دې کار په خپله د واکمنانو لپاره د فساد زمینه او فرصت برابر کړ. له دغو پیسو نه، له دغو امکاناتو نه دوی په خپله شخصي ګټه استفاده وکړه چې په تیرو شلو کلونو کې موږ د دې شي شاهدان وو."

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د برلین په پوهنتون کې استاد اسحاق اتمر
د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د برلین په پوهنتون کې استاد اسحاق اتمر

د اتمرپه نظر د بن پر ناستې چې د جګړې ترسیورې لاندې جوړه شوه، شمالي ټلوالې ځکه ډیر نفوذ درلوده چې هغه د جګړې مهم اړخ و.

د سیاسي او امنیتي چارو پوه د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي هم له دې نظر سره موافق دی چې ملګرو ملتونو ونه شوای کړی چې د بن په غونډه کې د افغانستان د جګړې ټول اړخونه سره راټول کړي.

هغه وايي: "په افغانستان کې چې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي بریدونو وروسته مداخله وشوه، وضعیت داسې و چې د امریکا او ناټو په شمول نړیوالې ټولنې د داخلي جګړې د یوه اړخ پلوي وکړه. ګورئ یوه خوا طالبان و او بله خوا شمالي ټلواله، دا دواړه د جګړې مهم لوري وو. کورنۍ جګړې معمولاً په دوو ډولونو پای ته رسېږي. یو دا چې د جګړې ښکېل اړخونه پر یوه سیاسي توافق سلا کوي او جګړه پای ته رسېږي یا دا چې یوه خوا بله خوا وځپي او مغلوبه یې کړي. یو یې هم ونه شول. ځکه په افغانستان کې طالبان له قدرت نه لیرې کړای شول اما مغلوب نه شول او قدرت یې ورسره پاتې شو. سیاسي توافق هم رانغی ځکه طالبان د بن په پروسه کې شامل نه شول."

  • ابراهیمي: ښایي د بن موافقه یوه بشپړه موافقه نه وي

ابراهیمي هم هغه مهال په خپلو څرګندونو کې دا ومنله چې ښایي د بن موافقه یوه بشپړه موافقه نه وي، ځکه د جګړې د نورو مهمو اړخونو سلا په کې نه ده اخیستل شوې، خو نوموړي د افغانستان راتلونکې چارواکي د دې کار مسوول وبلل او ټینګار یې وکړ چې باید په راتلونکې کې په حکومتولۍ کې نور اړخونه هم شریک کړي.

اخضر ابراهیمي
اخضر ابراهیمي

هغه وویل: "د دې لپاره چې ډېر غږونه د دې موافقې له ترتیبولو بهر پاتې شوې دي، تاسو نور مسوولیت لرئ چې دا مسئله یقیني کړئ چې دغه غږونه اوس واورېدل شي. موقتي او انتقالي دورې باید ټولشموله وي او د ښځو په ګډون د افغانستان د وګړو ټول قومي او مذهبي استازي په‌کې شامل وي. د بن د ناستې بنسټیزه تګلاره دا وه چې د افغانستان ستونزې یوازې په خپله افغانان هوارولی شي."

  • جلالي: د بن له موافقې وروسته یو شمیر طالبان سولې ته چمتو وو

د جلالي په خبره، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته په ۲۰۰۳م کال کې چې هغه مهال ده په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله بیا هم د سولې لپاره یو چانس رامنځته شوی و، خو هغه هم له لاسه ووت.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو هغه مهال حکومت ته مراجعه وکړه او غوښتل یې چې د مذاکرو له لارو دا مسئله حل کړي.

د سیاسي او امنیتي چارو پوه د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي
د سیاسي او امنیتي چارو پوه د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي

د هغه په خبره: "د دوی شرطونه هم ډېر آسانه وو، ویل یې چې موږ ته باید قضایي مصئونیت او هم د دې اجازه راکړل شي چې د یوه سیاسي ګوند په توګه فعالیت وکړو خو په هغه وخت کې نه داخلي اکټران او نه هم بین المللي اکټران دې ته لېواله وو."

  • د جګړو له تېزېدو سره ایا یوناما د سولې لپاره کافي هڅې وکړې؟

په وروسته کلونو کې چې طالبان بیرته په ډلګیو کې منسجم شول او د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو او د لویدیځ له ملاتړه برخمن حکومت پر وړاندې یې جګړو ته زور ورکړی و، د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو رول هم پیکه ښکارېده.

د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز غړی حکمت اعظمي وایي، په ټوله کې د جمهوریت په مهال په شلو کلونو کې د سولې په جوړونه کې د ملګرو ملتونو، په تېره بیا د یوناما رول ډېر محدود و.

اعظمي وویل: "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو، بالخصوص د یوناما د رول په اړه توقع دا کېده چې دوی به د افغانستان په شخړه کې، د شخړو په کمولو او د سولې په جوړونه کې مهم رول ولوبوي، خو مشکل دا و چې کله دوی په افغانستان کې ماموریت پیل کړ، اکثرو خلکو داسې فکر کاوه چې په افغانستان کې سوله راغلې ده نو په دې خاطر په هغو لومړیو کلونو کې سولې ته ډېره توجه ونه شوه. یوازې هغه د DDR یا د وسلو راټولو پروسه وه چې یوناما په کې مالي او تر یوې اندازې تخنیکي مرسته کوله. له هغې وروسته چې په افغانستان کې جنګ شدت وموند، بیا دا شخړه، فکر کوم د یوناما تر وس وتلې خبره وه. په دې خاطر چې په افغانستان کې مخکې له مخکې د امریکا او د ناټو د نورو هېوادونو دومره قوي پوځي حضور و چې که یوناما غوښتي هم وای چې د سولې په جوړونه کې کوم رول ولوبوي، نو دواړو لورو ډېر باور نه پرې کاوه، نه د افغانستان دولت او نه هم د وسله‌والو مخالفینو ډلو."

  • یوناما د پراخ پوځي حضور تر سیورې لاندې

د اعظمي په باور دې ته په پام چې د یوناما رول د سولې جوړونې په برخه کې محدود و، دې ادارې د انتخاباتو په شمول نورو پروسو ته لومړیتونه ورکړل او هغه هم ځکه چې یوناما پوهېدله چې تر هغو چې امریکا یا د ناټو نور هېوادونه په افغانستان کې پیاوړی پوځي حضور ولري، نه طالب پر دوی باور کوي او نه هم د افغانستان دولت دوی ته اجازه ورکوي چې په دې برخه کې دومره زیات رول ولوبوي.

جلالي هم ورته نظر لري او وایي: "چېرته چې ناتو موجوده وي، چېرته چې د امریکې قواوې موجودې وي، ایتلاف موجود وي. دوی ځانته لومړیتوبونه درلودل او ملل متحد چې څه یې ویل یا یې هغه څه چې غوښتل، هغه وخت عملي کېدل چې دوی ورسره موافقه وکړي. دغه موافقه موجوده نه وه."

ارشیف: په افغانستان کې امریکايي ځواکونه.
ارشیف: په افغانستان کې امریکايي ځواکونه.
  • د ډیموکراسۍ په پیاوړتیا کې د یوناما رول

پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د یوې ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو لپاره د ډیموکراټیکو موسسو، په ځانګړې توګه د ولسي جرګي او ولایتي شوراګانو لپاره د انتخاباتو په ترسره کولو کې ایا د یوناما هڅو، په ځانګړې توګه د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو په جوړولو او د دغو کمېسیونو د وړتیاوو د زیاتولو لپاره یې مادي او معنوي هڅو مطلوبه نتیجه ورکړې؟

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب چې ډېر کلونه په افغانستان کې د انتخاباتو په پروسو کې ښکېل پاتې شوی او په ۲۰۱۴م کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مهال یې د عامه پوهاوي په برخه کې کار کاوه وایي، په ټوله کې په دې برخه کې د یوناما هڅې بریالۍ نه وې.

هغه وویل: "دوو مسئلو ته دلته اشاره کېدای شي. اوله خبره خو دا ده، هغې پدیدې ته چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې کار کاوه، یا یې ډیموکراسي راوړله، یا یې ډیموکراټیک نهادونه پیاوړي کول، د هغه د تطبیق میکانیزمونه او ګومارل شوي مامورین په خپله په هغو اصولو باندې برابر نه وو، کوم چې د ډیموکراسۍ د تطبیق یا سیستماتیک کولو لپاره اړین دي. دوهم بحث دا دی چې په خپله د ډیموکراسۍ پدیده په افغانستان کې نوې وه او د دې ترڅنګ ملګري ملتونه هم په خاصو مواردو کې د خاصو جهتونو تر اغېز لاندې راتلل. له همدې امله د دوی ماموریت تل د ځینو خلکو په ذهنونو کې تر پوښتنې لاندې و."

د شهاب په خبره، که چېرې دغه فورمولې بدلې وای یا داسې اشخاص چې هغوی په رښتیا هم د ډیموکراټیکو ادارو د تقویې لپاره کار کولی او په خپله د ډیموکراسۍ پر معیارونو برابر وای او کار یې ورته کړی وای نو ښایي دغه اورګانونه پیاوړي شوي وای.

  • په انتخاباتو کې د یوناما رول

د سیاسي چارو شنونکی او د امریکا د ویسکانسن پوهنتون استاد نجیب آزاد چې یوه موده یې د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د یوه ویاند په توګه دنده ترسره کړې، وایي چې د انتخاباتو په شمول په ډېرو نورو برخو کې هم د یوناما رول او نفوذ ډېر محدود و.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې د یوناما په ډېرو غونډو، په تېره هغو کې چې د ۲۰۱۹م کال د ولسمشرۍ د ټاکنو اړوند جوړې شوې وې او ده هم په کې حضور درلود، دا یې په خپلو سترګو لیدل چې د متحدو ایالتونو رول څومره په کې برلاسی دی.

د ده په خبره ان په اجنډا کې به یې هم خپل رول و او په فیصلو کې به یې هم اصلي نظر د دوی و. یعنې یوناما د یوې خپلواکې ادارې په توګه هلته رول نه شوای لوبولی.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو له بهیره یو انځور. ۲۰۱۹م کال د سپټمبر ۲۸مه
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو له بهیره یو انځور. ۲۰۱۹م کال د سپټمبر ۲۸مه

هغه وویل: "د افغانستان ټولې ټاکنې، که هغه د جمهوري ریاست ټاکنې وې، که هغه د ولسي جرګې او د ولایتي شورګانو ټاکنې وې، په هغو کې د یوناما رول له پامه غورځول کېده. په دې کې د امریکا متحدو ایالتونو مداخلې کولې او هم د افغانستان د هغه مهال حکومتونو. لهذا په ټوله کې څه ناڅه په حکومتولۍ کې چې مثبت تغیرات راغلي و او مدني او سیاسي فعالیتونو کې هغه څه مثبت تغییرات چې راغلي وو، په دې کې بې له شکه د ملګرو ملتونو رول و، اما هغسې چې لازمه وه، هغسې رول یې نه دی لوبولی یعنې له دېرش فیصده زیات رول یې نه دی لوبولی. او لاملونه یې همدغه وو چې له دوی څخه استقلالیت اخیستل شوی و او دا خلک کار ته نه پرېښودل کېدل. کای آیډې ډېر په تفصیل په خپلو کتابونو کې دا موارد رااخیستي دي."

د آزاد په اند ملګرو ملتونو کولای شوی چې په افغانستان کې په مثبتو پرمختګونو کې له دې زیات رول ولوبوي، خو ډېر صلاحیتونه له دې ادارې سره نه و.

که څه هم د آزاد په څیر د چارو یو شمېر نور کارپوهان هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول کمزوری او هغه د امریکا تر نفوذ لاندې ګڼي، خو ظاهراً امریکایي چارواکو په ډېرو مواردو کې د ملګروملتونو رول مهم بللی.

  • کای آیډې: بانکي مون راته وویل چې له ولسمشر کرزي سره ژر نژدې اړیکې جوړې کړ

کای آیډې چې د ۲۰۰۸ م کال له مارچ څخه د ۲۰۱۰م کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي په توګه دنده ترسره کوله، د ۲۰۰۹م کال د ولسمشرۍ پر لانجمنو انتخاباتو باندې یې هم څارنه کوله.

پر هغو انتخاباتو چې په‌کې د پراخو درغلیو او بې نظمیو د ادعاوو په نتیجه کې د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د مهم سیال عبدالله عبدالله ترمنځ دوهم پړاوو ته لاړل.

خو وروسته عبدالله د دوهم پړاو له سیالیو لاس واخیست او کرزی د دوهمې دورې لپاره ولسمشرغوره شو.

کای آیډې "په افغانستان کې د قدرت پر سر جګړه"، Power Struggle Over Afghanistan تر سرلیک لاندې په خپل کتاب کې د خپل ماموریت په مهال د یوناما په وړاندې پرتې ننګونې او ستونزې په تفصیل بیان کړي او په یوه برخه کې یې لیکي: "له له نیویارک څخه له تلو مخکې له بانکي مون سره زما د وروستیو خبرو په ترڅ کې هغه ما ته یو پیغام درلود: "هر څومره ژر چې کولی شئ له ولسمشر کرزي سره نژدې اړیکې جوړې کړئ.

اخضر ابراهیمي چې د طالبانو له نسکورېدو وروسته د ملګرو ملتونو لومړنی استازی و، په ځانګړې توګه ولسمشر ته نژدې و او دا هغه وخت و چې افغانستان دولتي ادارې نه درلودې او د بیارغونې چارې په لومړیو پړاوونو کې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی کای آیډې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی کای آیډې

کای آیډې وایي، په دې دوره کې داسې برېښیده چې د کرزي، ابراهیمي او د متحده ایالاتو د سفیر، زلمي خلیلزاد چې په خټه افغان و، په ګډون درې اړخیزې ډلې پر ډېرو مسلو بحثونه او پرېکړې کولې او کله چې ابراهیمي لاړ، له ولسمشر کرزي سره د ملګروملتونو اړیکې کمزورې شوې او تقریباً د هر چا لپاره دا ناممکنه وه چې د ابراهیمي لاره تعقیب کړي.

نوموړی زیاتوي: "زموږ لپاره لاره ډيره اوږده وه چې وکولای شو یوناما په نړیواله ټولنه کې د همغږۍ په یوې وسیلې او د افغانستان د حکومت لپاره یې پر یوې مهمې همکارې ادارې بدله کړو."

د سیاسي چارو شنونکی او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات احمد سعیدي چې یوه موده یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي او د یوناما د دفتر له مشر کای آیډې سره د سیاسي سلاکار په توګه کار کړی، وایي، کای آیډې تل له دې سر ټکاوه چې په خلاص لاس کار نه شي کولای.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې دی هم له آیډې سره په دې برخه کې موافق و چې د ملګرو ملتونو رول تر ډېره د امریکا تر نفوذ لاندې و.

سعیدي وايي: "هرکله، هر کار چې امریکا او روسیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلی، په دې پوه شئ چې هغه کار نتیجه نه ورکوي. لکه څرنګه چې د ډاکتر نجیب الله د سولې د خبرو په دوران کې یې نتیجه ورنه کړه. له بینین سیوان نه شروع تر محمود میستیري او نورو نورو پورې، څه پېښې نه وي چې په افغانستان کې وشوې."

که د افغانستان د چارو یو شمېر شنونکي د ملګرو ملتونو رول د دې هېواد په هغو چارو کې چې دا سازمان ښکېل پاتې شوی، کمزوری بولي، خو دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې په افغانستان کې رژیمونه یو په بل‌پسې نسکورشوي یا نسکور کړای شوي چې له امله یې ادارې او مدنې ټولنې کمزورې پاتې شوې دي.

لیدل شوي چې په ادارو کې د وړو او مسلکي کدرونو تشې د چارو د سمون مخه نیولې او اداري فساد ته یې زمینه برابره کړې ده.

  • یوناما او بشري حقوق

یو شمېر لوري په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پروسې په تطبیق او د بشري اساسي حقونو په خوندي کولو کې هم د ملګرو ملتونو، په ځانګړې توګه د یوناما پر اغېزمن رول ډېر انتقادونه کوي.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان په دې باور دي چې ملګرو ملتونو چې یو رول یې د بشري حقونو په شمول د هغو نړیوالو تړونونو او کنوانسیونو پر تطبیق څارنه ده چې ډېری یې افغانستان هم لاسلیک کړي، ونه شوای کړی چې د بن د موافقې پر اساس په دې برخه کې شویو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.

د یوناما رول تر ډېره د جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري له بشري حقونو څخه د سرغړونونو په مستند کولو، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په ځانګړې توګه په جګړو کې د ملکي تلفاتو په اړه د منظمو راپورونو په خپرولو پورې محدود پاتې شوی.

  • په افغانستان کې د انتقالي عدالت پروسه ولې تطبیق نه شوه؟
  • سیما سمر: افغان مشرانو او نړیوالو سیاسي اراده نه درلوده

د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کېیسیون چې د بن د موافقې په اساس په ۲۰۰۲م کال کې تاسیس شوی و، هم انتقاد دا دی چې وې نه شوی کړای چې په افغانستان کې د انتقالي عدالت پروسه تطبیق او د دې هېواد د وګړو بشري اساسي حقونه خوندي کړي.

د افغانستان لپاره د ملکرو ملتونو مرستندوی ماموریت د نورو پروسو په څېر د دغه کمېسیون په جوړولو او ورته د امکاناتو په برابرولو کې مهمه ونډه اخیستې، خو دا چې دا کمېسیون د جمهوریت تر پایه په دې ونه توانېد چې ورسپارل شوی اساسي ماموریت سرته ورسوي، د دې کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر یې لاملونه داسې بیانوي: "لومړی، په یوه هېواد کې د عدالت تطبیق د خپلو هېوادونو یا دولتونو له قید اوشرط پرته مسوولیت دی. په خواشینۍ سره په افغانستان کې شرایط یا د دې هېواد قضایي او عدلي سیسټم په هغه حالت کې نه و چې وکولای شي، مهم لوی نړیوال جرمونه، لکه جنګي جرمونه او د بشریت ضد جرمونه وڅېړي. دوهمه مسئله سیاسي اراده موجوده نه وه. سیاسي اراده نه د افغانستان د حکومت له لوري او نه هم د نړیوالو ځواکونو له خوا چې نه یې غوښتل په افغانستان کې د انتقالي عدالت پروسه تطبیق شي، ځکه ډېر لګښت لري او هم ځینې کسان چې له بشري حقونو څخه په جدي سرغړونو کې ښکېل و، د طالبانو په نسکورېدو کې یې له نړیوالو ځواکونو سره همکاري کړې وه، بناً دوی نه غوښتل چې دا کار وشي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره سیما سمر

که د سیما سمر په خبره په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي او د بشریت ضد لویو جرمونو په اړه څیړنې ته نه په کور دننه او نه هم د نړیوالو له خوا سیاسي اراده موجوده وه او نه هم ورته لازم امکانات برابر شوي، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې دا یې کلونه کلونه مشره پاتې شوې، د نورو کورنیو او نړیوالو ادارو په همکارۍ په تیر جمهوري نظام کې د افغانانو د اساسي بشري حقونو د خوندي کولو په برخه کې څه کړي چې اثرات یې تر اوسه له منځه نه دي تللي.

  • سیما سمر: بشري حقوق په زورنه شي خوندی کیدای بلکې ارزښتونه یې باید ولس ومني

سیما سمر وویل: 'د بشري حقوقو ښه کېدل یوه پروسه ده، یعنې داسې نه ده چې د نړیوالو ځواکونو یا یوې ډلې یا د بشري حقوقو د یوه ملي بنسټ له لوري په یوه شپه کې ښه شي. دا باید په یوه ملي پروسه بدله شي او د خلکو له خوا ومنل شي او عملي شي. له بده مرغه په دې برخه کې د افغانستان خلکو هغسې چې لازمه وه همکاري کړې وای، د مختلفو دلایلو، د سواد د ټیټې کچې، له حده د زیاتې بېوزلۍ، د ځینو مذهبي، دیني او سیاسي ځواکونو له لورې د ناسمې ګټې اخیستنې له امله چې ویل یې بشري حقوق یوه غربي پدیده ده، دغه همکاري ونه کړه. دغه پروسه په هغه شکل چې باید تطبیق شوې وای، تطبیق نه شوه. خو په هېڅ صورت له هغو بریاوو چې افغانستان د بشري حقوقو په برخه کې ترلاسه کړي، سترګې نه شي پټېدلی. زه بیا هم تاکید کوم چې بشري حقوق د انسان حقوق دي او تر هغو چې د خلکو له خوا د بشري حقوقو ارزښتونه ونه منل شي او تطبیق نه شي ممکنه نه ده چي بشري حقوق موږ د بم یا د پردیو ځواکونو یا داخلي ځواکونو په زور تطبیق کړو."

  • په افغانستان کې په بشري چارو، رغونه او پراختیا کې د ملګرو ملتونو رول

که یو شمېر لوري په افغانستان کې د پخواني حکومت په دوره کې په ځینو پروسو کې د ملګرو ملتونو اغېزمن رول تر پوښتنې لاندې راولي، خو د افغانستان د بیارغونې، امن او ثبات او په دې هېواد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او په پراختیایي چارو کې یې د ډېرو مرستندویه ادارو فعالیت له پامه نه شي غورځول کېدای. د بن له کنفرانس وروسته ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پخواني حکومت تر نسکورېدو پورې د ډېرو نورو نړیوالو کنفرانسونو په تنظیمولو کې مهمه ونډه اخیستې. په هغو کې چې په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ د رامنځ ته کولو او د بیارغونې د چارو د پرمخ وړلو لپاره د نړیوالو له خوا د میلیاردونو ډالرو مرستو ژمنې شوې وې. د توکیو، برلین، لندن، پاریس او بروکسل کنفرانسونه یې څو بېلګې دي.

د اقتصادي چارو پوه او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره هیئت غړی آذرخش حافظي وایي، د ملګروملتونو مختلفو ادارو د پخواني حکومت تر نسکورېدو پورې په نژدې شلو کلونو کې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې مرستې کړې دي چې د ده په وینا تر ډېره د خلکو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدو پر چارو متمرکزې وې خو په دې هېواد کې د یوه دوامداره اقتصادي پرمختګ په برخه کې یې هڅو د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

د اقتصادي چارو پوه او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره هیئت غړی آذرخش حافظي
د اقتصادي چارو پوه او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مدیره هیئت غړی آذرخش حافظي

حافظي وویل: "د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارېFOA، د خوړو نړیوال پروګرام WFP او نورو ادارو زیاتره په اضطراري حالاتو کې د فقر د کچې د زیاتوالي په وړاندې د مبارزې لپاره فوري اقدامات کول. لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ دغه هڅې دوامداره اقتصادي اثر نه لري. ځکه یې اقتصادي پایله نه درلوده. خلکو ته خواړه، وریجي، غنم یا غوړي ورکول کیدل او هغه هم مصرف کېدل."

خو د اقتصادي چارو بل کارپوه وحیدالله غازي خېل بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو نقش مهم بولي، خو په انجوګانو کې فساد د هغوی د کارونو د نه موثریت یو مهم لامل بولي.

  • غازي خېل: په انجوګانو کې فساد د دوی د کارونو موثریت کم کړی

هغه وايي: "سره له دې چې په ټوله کې هغه هېوادونه ډیر بدبخته وي چې هلته انجوګانې ډېرې وې او افغانستان یو له دغو هېوادونو دی چې انجوګانو په‌کې ډېرې دي. یعنې چېرته چې انجوګانې ډېرې وې، هلته د حکومت نقش کمزوری وي او دنیا بیا له انجوګانو سره مرستې کوي، له حکومت سره یې نه کوي. د جمهوریت په اولو کلونو کې انجوګانې ډېرې فعالې وې او ډېره مرسته د انجوګانو له لارې کېدله. دې ته په پام چې په انجوګانو کې فساد فوق العاده زیات وي، کارونه یې ډېر موثر نه وي."

د اقتصادي چارو پوه حافظي وایي، له دې سره سره د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو حضور په افغانستان کې د هغه وخت د حاکم نظام د نړیوال مشروعیت له غښتلیا سره مرسته کوله او ښودله یې چې نړیواله ټولنه په دې هېواد کې ډېره ښکېله ده.

خو د نوموړي په خبره، د تیر حکومت په وروستیو کلونو کې د دوی ترمنځ ځینې وختونه اختلافات هم رامنځته شوي وو.

حافظي وایي، حکومت په ډېرو مواردو کې غوښتل چې موازې ادارې چې د ملګرو ملتونو اکثرو ادارو او انجوګانو خپل کارونه په خپلواکه توګه سرته رسول، له منځه یوسي او دا ډاډ یې ورکاوه چې ګواکې دوی اوس د دې وړتیا لري چې چارې په خپله مخ ته یوسي او په دې توګه د نړیوالو بسپنې چې له دغو ادارو سره کیدې، ځان ته راجلب کړي.

خو دا چې د پخواني حکومت نړیوال ملاتړي نور له خپلو پوځي او ملکي هڅو ستړې شوي او هم یې په دې هېواد کې له پراخ اداري فساد څخه سر ټکاوه، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ له وروستي حکومت سره په وروستیو کلونو کې په خلاص مټ پر مرستو لاس نیولی و.

بل لور ته طالبان، چې په ۲۰۲۰م کال کې له امریکا سره د دوحې له تړون وروسته لا هم زړورشوي وو او ورځ تربلې یې په افغانستان کې د لاندې کړې خاورې ساحه په پراخېدو وه، دغه حکومت ته هله د پای ټکی کېښود چې له دې هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونود وتلو د بهیر په مهال اشرف غني خپله دنده پرېښوده او له هېواده ووت.

د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له پوځي مداخلې وروسته هغه رول چې ملګري ملتونو په دې هېواد کې د یوه ډیموکراټیک سیسټم او ښې حکومتولۍ د رامنځ ته کولو په ګډون په ډېرو نورو برخو کې لوبولای، ښایي یو له پېچلو رولونو څخه وي چې دا سازمان یې په یوه هېواد کې لوبوي.

خو د ۲۰۲۱ م کال په دوبي کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نه یوازې دا چې د ملګرو ملتونو ډېرې لاس ته راوړنې له لاسه ووتې، بلکې په افغانستان کې یې د راتلونکې رول بڼه هم بیخي بدله شوه...

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ودانۍ
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ودانۍ

افغانستان ښایي په نړۍ کې یو له محدودو هېوادونو یا سیمو څخه وي چې ملګري ملتونه د خپل تاسیس راپه‌دې‌خوا په‌کې ډېر ښکېل پاتې شوي دي.

په افغانستان کې د رغونې، پرمختګ، سولې او ثبات او د شخړو د پای ته رسولو په چارو کې د ملګرو ملتونو رول د پام وړ دی.

د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو څو میاشتې وروسته، د نړۍ پنځوسو هېوادونو د ۱۹۴۵م کال په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو منشور ترتیب او هغه لاسلیک کړ چې پر اساس یې د ۱۹۴۵م کال د اکټوبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو سازمان رسماً تاسیس شو.

افغانستان د ملګرو ملتونو تر تاسیس یو کال وروسته د ۱۹۴۶م کال د نومبر په ۱۹مه د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

له هغې راوروسته د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ رسمي تعامل پیل شو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب وروسته په لومړیو کلونو کې د دې سازمان یو شمېر مرستندویو ادارو لکه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یونېسف، UNICEF، د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان، WHO او د ملګرو ملتونو تعلمیي، علمي او کلتوري ادارې، یونیسکو، UNESCO په دې هېواد کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

په راوروسته لسیزو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، WFP، د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې، UNDP، د ملګروملتونو د نفوسو صندوق، UNFPA، د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ، UNHCR، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد ادارې، UNODC او یو شمېر نورو ادارو هم افغانستان ته ورودانګل چې تر ننه پورې په دې هېواد کې بوختې دي.

ارشیف: د افغانستان یوې لیرې پرتې سیمې ته د خوړو نړیوال پروګرام یا ډيلیو‌ایف‌پي په خوراکي توکو بار موټرې مرستې لېږدوي.
ارشیف: د افغانستان یوې لیرې پرتې سیمې ته د خوړو نړیوال پروګرام یا ډيلیو‌ایف‌پي په خوراکي توکو بار موټرې مرستې لېږدوي.

د سړې جګړې په دوره کې چې افغانستان ته د نړۍ د دوو قطبونو ترمنځ د سیالۍ له کبله ډېره توجه اوښتې وه او پخواني شوروي اتحاد او د امریکا متحدوایالتونو هر یوه هڅه کوله چې په دې هېواد کې د لویو بنسټیزو او نورو پروژو په عملي کولو سره تر بل مخکې او د افغانانو زړونه خپل کړي، د ملګرو ملتونو مرستندویو ادارو هم د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره یو شمېر پروژې عملې کړې.

خو د ملګرو ملتونو رول ته د افغانانو پام هله ډېر واوښت چې د سړې جګړې په وروستیو کلونو یعنې د اتیایمې لسیزې په پای کې دا هېواد د نړۍ د سترو قدرتونو، د امریکا د متحدوایالتونو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د تودې سیالۍ په ډګر بدل شو.

پر افغانستان د ۱۹۷۹م کال د ډسمبرپه ۲۴مه د پخواني شوروي اتحاد له پوځي یرغل وروسته، د دې یرغل تر پای ته رسېدو، پر دې هېواد او وګړو یې ډېرې بدې ورځې تېرې شوې.

افغان مجاهدینو ته د کابل د ادارې د واک د انتقال، د جهادي ډلو ترمنځ د خپل منځي جګړو او په نتیجه کې یې واک ته د طالبانو له رسېدو او بیا د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د پوځي برید په نتیجه کې د طالبانو د رژیم د نسکورېدو په کلونو او له هغې را وروسته په دې هېواد کې د نړیوالو د شاوخوا شل کلن پوځي حضور په کلونو او اوس چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، افغانان له ډېرو ناخوالو سره مخامخ وو.

په دې موده کې د دوی د هیلو سترګې تر ډېره بریده ملګرو ملتونو ته، چې په دې ټوله موده کې د دې هېواد په چارو کې ډېر ښکېل پاتې شوی، ځیر وې.

د یو شمر کارپوهانو په باور افغانستان د ملګرو ملتونو د اوږدې مودې ښکېلتیا هم د دې سازمان لپاره په یوه لوی سرخوږي بدل شوی دی.

د چارو شنونکي که څه هم دا مني چې ملګرو ملتونو تر ډېره بریده په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د افغانستان د لانجې په هواري او له دې هېواد سره د بشري مرستو او پرمختګ په چارو کې د نړیوالو د هڅو په همغږي کولو کې مهمه ونډه اخیستې، خو دا سازمان د شخړو په هواري او د سولې په ټینګښت کې په پاتې راتلو تورنوي.

د یو شمېر کتونکو په باور ډیری وختونه چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ونډه زیاته شوې، د دې هېواد په چارو کې ښکېل مهم نړیوال لوبغاړې په خپلو کې سره نه دي جوړ شوي او د منځګړي په توګه یې ملګرو ملتونه دخیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګرو ملتونو او د دې سازمان سرمنشیانو په مختلفو مرحلو کې د افغانستان لپاره یو شمېر ځانګړي استازي ګومارلي چې د چارو د کارپوهانو په وینا د دې هېواد اړوند حالاتو پیچېلتیا ته په پام ډېر ځلې یې هڅو ټاکلي اهداف نه دي ترلاسه کړي.

په څه باندې څلورو لسیزو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د ځانګړو استازیو رول ته په دې درېیو څېړنیزو راپورونو کې کتنه کېږي.

لومړۍ هغه یې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغله نیولې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر نسکورېدو پورې کلونه رانغاړي.

په دوهمه کې یې د روانې ۲۱مې پېړۍ د پیل په نژدې دوو لسیزو کې په افغانستان کې د نوې ادارې په رامنځته کولو او له هغې وروسته د دې هېواد په چارو کې د ملګرو ملتونو رول ارزوو او په درېیمه او وروستۍ کې یې د ملګرو ملتونو رول ته ځیر کېږي چې د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ننه پورې یې په افغانستان کې لوبوي.

  • لومړۍ برخه:

د سړې جګړې په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د نړیوالو په تېره د ملګرو ملتونو ډېر پام هله واووښت چې د ۱۹۷۹م کال د ډسمبر په ۲۴مه پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړ.

ارشیف: په هرات کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه. د ۱۹۸۸ کال د اګست ۱۱مه
ارشیف: په هرات کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه. د ۱۹۸۸ کال د اګست ۱۱مه

د دې یرغل په نتیجه کې په کابل کې د شوروي پلوي رژیم په مشرتابه کې، چې یو کال مخکې د ثور د کوتا له لارې واک ته رسېدلی و، بدلون رامنځته شو.

په دې هېواد کې د شوروي اتحاد پوځي حضور د ۱۹۸۹م کال تر فبرورۍ پورې، نژدې لس کاله دوام وکړ.

ملګرو ملتونو چې د افغانستان حالات له نژدې څارل، د دې سازمان عمومي اسامبلۍ د شوروي د اشغال په کلونو کې چې جګړې تر ډېره پر کلیو او بانډو متمرکزه وې او په نتیجه کې په سلګونو زره کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د څو پرېکړه‌لیکونو په تصویبولو سره د دغه اشغال د غندنې ترڅنګ په دې هېواد کې له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په اړه جدي اندېښنې ښکاره کړي.

په تېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر فیلیکس ایرماکورا له‌خوا چمتو شوی د ۱۹۸۵م کال راپور ډېر د توجه وړ دی.

نوموړي په دې راپور کې د ولسي وګړو د وژنو، له خاورو سره د کلیو د خاوري کولو او له شکنجې څخه د کار اخیستو په ګډون له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې مستند کړي دي.

هغه مهال د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو دغو راپورونو له دې سره مرسته وکړه چې د شوروي تر اشغال لاندې د افغانانو کړاوونو ته د نړیوالو ډېر پام واوړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا هیڅکله هم په دې ونه توانېده چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل د غندنې په اړه کوم پرېکړه‌لیک تصویب کړي ځکه په دې برخه کې هره هڅه پخواني شوروي اتحاد چې د دې شورا دایمي غړی و او اوس یې روسیه په دې شورا کې ځای ناستې ده، د ویټو د حق په کارولو سره شنډه کړې ده.

  • د شوروي د اشغال په کلونو کې د ملګرو ملتونو نقش

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی وایي، د سړې جګړې په دوره کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه داسې پرېکړه لیکونه چې د دې شورا د دوو ځواکمنو غړیو، شوروي اتحاد او امریکا ګټې یې په خطر کې اچولې، نه شوای کولای تصویب کړي.

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی
د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی

هغه وویل: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې په عمل کې په نړیوالو مناسباتو کې د ملګرو ملتونو تر ټولو غښتلی رکن دی، معمولاً د سړې جګړې په دوران کې د دوو قطبونو ښکار شوه او تقریباً د غربي نړۍ او شوروي اتحاد تر تاثیر لاندې یې تصمامیم ونیول. په تېره بیا کله چې له ۱۹۸۰م نه وروسته وګورو، د سړې جګړې د دوران په آخرو کلو کې دا لړۍ روانه وه چې له هغې جملې نه د افغانستان په قضایاو کې هم معمولاً د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې یو ډول تصمیم نیوه چې اکثراً به د شوروي اتحاد له خوا، په خاص ډول د بشري حقونو په مسایلو کې ویټو کېده او په دې ترتیب د دې سازمان اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راووست او متاسفانه هغو پرېکړو هم چې عمومي اسامبلې کولې، عملي بڼه نه خپلوله."

د ملګرو ملتونو، چې بېلابېلو مرستندویه ادارو یې د شوري د اشغال په موده کې له افغانانو سره بشري مرستي مخ ته وړلې، د دغه اشغال د پای ته رسولو لپاره د جنیوا د تړون په لاسلیکولو کې رول له پامه نه شي غورځول کېدای.

دغه تړون د افغانستان لپاره د ملګرود ملتونو د وخت د سرمنشي د ځانګړي استازي دیګو کوردویز Diego Cordovez د هڅو په نتیجه کې د ۱۹۸۹م کال د اپرېل په ۱۴مه په جنیوا کې د افغانستان او پاکستان د وخت د حکومتونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان په لانجه کې ښکېلو مهمو لوبغاړو، پخواني شوروي اتحاد او د امریکا متحدو ایالتونو هم د تضمینوونکو په توګه تر دغه تړون لاندې لاسلیک وکړ.

دا د سړې جګړې د پای په کلونو کې هغه مهال و چې د نړۍ د دغو دوو سترو پیاوړو هېوادونو ولسمشرانو، رونالډ ریګن او میخاییل ګرباچوف په خپلو کې د اړیکو د ښه کیدو لپاره هڅې کولې.

  • د جنیوا پر تړون کومو لورو عمل وکړ؟

د جنیوا د تړون له مخې پخواني شوروي اتحاد خپل ټول ځواکونه په څه کم یوه کال کې له افغانستانه وایستل.

د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ په ۱۵مه له افغانستانه د دغو ځواکونو د وروستي سرتېري له وتلو سره په دې هیواد کې د شوروي نژدې لس کلن پوځي حضور پای ته ورسېد، خو جګړې ونه درېدې.

بینین سیوان Benon Sevan چې د جنیوا تړون له لاسلیک کېدو وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي خاویر پریزدیکویار د افغانستان او پاکستان لپاره خپل خاص استازی ګومارلی و، په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د پېښو په تړاو د عربي مطالعاتو له یوه انستیتوت سره په مرکه کې دا ومنله چې له پخواني شوروي اتحاد پرته چې په کابل کې یې له خپل ملاتړه د برخمن حکومت له پوځي ملاتړه یې لاس واخیست، د دغه تړون نورو اړخونو پاکستان او د امریکا متحده ایالاتونو د جنیوا په تړون کې پر خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړ.

بینین سیوان
بینین سیوان

د هغه په وینا دوی د مجاهدنیو مشران چې په پاکستان کې دیره وو، ډیر پر وسلو سمبال کړل.

  • پاکستان ولې د جنیوا په تړون کې کړې ژمنې عملي نه کړې؟

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی او د پاکستان د پارلمان د سنا جرګي پخوانی غړی افراسیاب خټک د بینین سیوان دغه ادعا پرځای بولي.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان نه غوښتل چې افغانستان د سولې او امن خاوند شي ځکه دې هیواد تل هڅه کړې چې افغانستان یې ترلاس لاندې وي.

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

خټک وویل: "بالکل، زه له بینین سیوان سره هم نظره یم. هغه دا خبره رښتیا کړې ده چې کله د ژنیو معاهده وشوه نو د افغانستان لوری ډېر جدي و او د دې معاهدي پلې کولو ته بیخي اماده و، مګر دې غاړې نه، د پاکستان غاړې نه دوی خپله مداخله جاري وساتله، جنګ یې هم جاري وساته او کومې وعدې یې چې په ژنیو کې کړې وې، هغه یې تر پښولاندې کړې."

  • ولې ملګرو ملتونو ونه شوای کړای چې د افغانستان لانجه د سولې له لارې هواره کړي؟

دا چې ولې ملګري ملتونه ونه توانیدل چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته د سولې د هڅو له لارې په دې هېواد کې جګړو ته د پای ټکی کېږدي، د افغانستان د چارو شنونکی شفیق همدرد د ملګرو ملتونو پر اغېزمنتوب شک کوي او وایي، ملګري ملتونه یو اجرایوي ارګان نه دی او تر ډېره د خپلو سترو تمویلوونکو تر اغېز لاندې دي.

همدرد وویل: "ملګري ملتونه خپل مجوریتونه لري. یو په‌کې دا دی چې ملګرو ملتونه اجرایوي ځواک نه دی. دوی چې فیصلې وکړي، کېدای شي ځینې هېوادونه یې ومني او ځینې یې ونه ومني. بله مسئله په‌کې دا ده چې ملګري ملتونه له ځینو هېوادونو پیسې ترلاسه کوي. دغه هېوادونه په مختلفو برخو کې هغوی ته کلنی فنډ ورکوي نو ملګري ملتونه تر ډېره حده کوښښ کوي چې د دغو هېوادونو خلاف کوم عمل ونه کړي او کولای یې هم نه شي. او بله مسئله دا ده چې په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا ده او بدبختي دا ده چې د نړۍ مهمې امنیتي پرېکړې هغه د امنیت شورا له خوا نه کېږي. نو په دې حساب باندې د ملګرو ملتونو د نورو غړیو رول په هغي کې نه وي. ځینې وختونه د امنیت شورا پنځه دایمې غړي چې د ویټو حق لري، د ځینو مسایلو په اړه سلا وي، خو کله هم د یوې ویټو رایې په کارولو سره کېدای شي یوه لویه پروسه زیانمنه کړي."

د جنیوا د تړون او د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې د هڅو له ناکامه کېدو سره کابل ته د مجاهدینو د ننوتو او په نتیجه کې یې د کورنۍ جګړې د پیلېدو په تړاو هم اکثره افغانانان پر ملګرو ملتونو انتقاد کوي چې نه دي توانېدلي د افغانستان په چارو کې د یو بې پرې نړیوال سازمان په توګه اغېزمن رول ولوبوي، د هغې جګړې چې د جهادي ډلو ترمنځ په کابل کې د قدرت پر سر پيل شوې وه او په نتیجه کې یې دا ښار په کنډواله بدل او سلګونه زره اوسېدونکي د مرګ تر کومي تېر کړل.

ارشیف: په کابل کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو له کبله د دارالامان ماڼۍ هم په کنډواله بدله شوې وه. دغه ماڼۍ د مخکېني جمهوري نظام پر مهال بېرته جوړه شوه.
ارشیف: په کابل کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو له کبله د دارالامان ماڼۍ هم په کنډواله بدله شوې وه. دغه ماڼۍ د مخکېني جمهوري نظام پر مهال بېرته جوړه شوه.

خو بینین سیوان چې هغه مهال یې په کابل کې د واک د سوله ییز انتقال لپاره د کابل او اسلام آباد ترمنځ سفرونه کول، د ۱۹۹۲م کال په اپرېل میاشت کې په کابل کې د پخواني حکومت له ولسمشر ډاکتر نجیب الله سره په وروستي خبري کنفرانس کې پر دې ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه د سولې کوم ځانګړی پروګرام نه لري بلکې افغانان هڅوي چې په خپلو کې سره جوړ شي.

سیوان وویل: "غواړم یو یو شی روښانه کړم. ملګري ملتونه د دې لپاره په افغانستان کې ښکېل شوي چې ټول افغانان وهڅوي او امکانات ورته برابر کړي چې د یوې افغاني پروسې له لارې د یوې دوامداره حل لارې ملاتړ وکړي. دغه پروسه باید په کلکه افغاني وي، د افغانانو له خوا د افغانانو لپاره، د دې لپاره موږ د دې پروسې اړوند وړاندیزونه کوو او همدارنګه پنځه اصول ورته ږدو چې پر اساس یې یوه رښتینې او ټینګه روغه جوړه رامینځته شي، داسې چې د اکثریت افغانانو لپاره د منلو وړ وي. په همدې خاطر ملګري ملتونه خپل کوم ځانګړی پلان نه لري او افغانان باید خپل پلان ته پراختیا ورکړي. ملګري ملتونه دا په فکر کې نه لري چې کوم مشخصه یا ځانګړې ډله دې د افغانانو مشري وکړي. دا موضوع کاملاً افغانانو ته پرېږدي چې په خپله پرېکړه وکړي چې څوک یې مشري وکړي. په همدې خاطر په دې پروسه کې باید هېڅ بهرنۍ مداخله نه وي."

مخکې له دې چې د شوروي له ملاتړه د برخمن حکومت وروستی ولسمشر ډاکټر نجیب د ملي روغې جوړې د بهیر په ترڅ کې خپله استعفا اعلان کړي، د ولسمشر په توګه یې له بینن سیوان سره په ګډ وروستي کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د سولې هڅې ډېرې وستایلې.

د هغه سازمان چې وروسته یې ان د نوموړي ژوند په کابل کې په خپل دفتر کې هم ونه شو ساتلی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله
د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله

نجیب الله وویل: "ما هم غوښتل چې د افغانستان د جمهوري دولت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د هغه د خاص استازي ښاغلي بنین سیوان د ټولو هڅو او هم د نړۍ د سوله غوښتونکو هېوادونو د هڅو مننه او هرکلی وکړم چې د افغانستان د خلکو د هیلو د تحقق لپاره یې چې هغه د سولې تامین او د افغانستان بیارغونه ده او دوی بې دریغه سرته رسولي، واقعاً یې انساني سرته رسولي او د مسوولیت او مکلفیت د احساس له مخې یې سرته رسولي، د مننې او ستاینې مراتب وړاندې کړم."

د ملګرو ملتونو د سولې د پلان له مخې ټاکل شوې وه چې د افغانستان د هغه وخت د حکومت او مجاهدینو ترمنځ یو ګډ انتقالي حکومت رامنځ ته شي، خو دغه پلان عملي بڼه خپله نه کړه او مخکې له دې چې جهادي مشران په پاکستان کې په خپلو کې پر یوه حکومت سلا وکړي، تر کنټرول لاندې ډلو یې د کابل د نیولو لپاره دې ښار ته ځانونه ورنژدې کول. کابل ته د مجاهدینو له ننوتو سره ډاکټرنجیب الله، چې ویل کېږي له هېواده یې د وتلو مخه ونیول شو، له خپل ورور سره مجبور شو چې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یوسي.

  • ولې ملګرملتونو د ډاکتر نجیب الله ژوند خوندي نه کړ؟

پر ملګروملتونو یو بل انتقاد دا دی چې د هغه وخت ولسمشر ډاکتر نجیب الله چې په کابل یې د دوی دفتر ته پناه ور وړې وه هم ونه ژغورلی شو.

نصرالله ستانکزی وايي: "په ملګرو ملتونو باندې برسیره پر دې چې دا نیوکه ډېره جدي ده چې بینین سیوان چې د دې سازمان ځانګړی استازی و، ویې نه شوای کړی چې خپل پلان د سولې لپاره، د ډاکتر نجیب الله د حکومت په عوض د یوه بل موقت حکومت د رامنځته کېدو لپاره وړاندې کړي. له هغې وروسته یې ډاکتر نجیب الله ته مصونیت ور نه کړای شو. او همداشان خصوصاً هغه نیم بند ډیپلوماتیک مصونیت ته په پام چې د ملګرو ملتونو دفترونه یې لري، ډاکتر نجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې تقریباً له دفتر نه یې ونیول شو او ووژل شو چې دا د ټولو تر انتقاد لاندې یو ټکی دی او د افغانانو په عامه ذهنیت کې د دې سازمان ناکامي ښیي چې په عمل کې نه شي کولای، حتی خپلو دفاترو ته هم په مختلفو حالاتو کې مصونیت ورکړي."

د کابل ښار په مرکزي برخه کې د دې هېواد د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله او د هغه د ورور د جسدونو په دار ځړول د نورو هغو زړه بوږنوونکو ورته صحنو پیلامه وه چې طالبانو د ۱۹۹۶ م کال په دوبي کې پر افغانستان له واکمنېدو سره د خپلې واکمنۍ تر نسکورېدو یعنې د ۲۰۰۱م کال تر وروستیو پورې نندارې ته وړاندې کړل. د کابل غازي سټډیوم او نورو ښارونو کې لوبغالي او د خلکو د راټولېدو لوی ځایونه د طالبانو له خوا د شریعت د حدودو او تعزیري سزاګانو د تطبیق شاهدان و. که څه هم طالبانو په افغانستان کې په ځانګړې توګه په کابل کې د جهادي ډلو ترمنځ شخړې پای ته ورسولې، خو له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په خاطر د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې تر سختو نیوکو لاندې وو.

د طالبانو د واکمنۍ په دې موده کې د محمود میستیري او اخضر ابراهیمي په ګډون د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا یو شمېر ټاکل شویو ځانګړیو استازیو په دې هېواد کې د بشري حقونو په ګډون د دې هېواد وضعیت له نژدې څاره.

اخضر ابراهیمي
اخضر ابراهیمي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په دې موده کې د طالبانو د رژیم د کړو وړو د غندنې لپاره څو پریکړه لیکونه تصویب کړل چې د ۱۹۹۸م او ۱۹۹۹م کال پرېکړه لیکونه یې ډېر د پام وړ دي.

په لومړي کې د طالبانو له خوا له ښځو او نجونو سره تبعیضي چلند او له بشري حقونو څخه نورې سرغړونې غندل شوې وې او په دوهم کې پر طالبانو د القاعده په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر بندیزونه لګول شوي وو.

پر ملګروملتونو یو بل انتقاد هم دا دی چې ان ویې نه شو کولای چې د طالبانو له خوا په بامیان کې د بودا لرغوني مجسمې چې د افغانستان د تاریخي میراثونو یوه بډایه پانګه وه، د الوزولو مخه ونیسي.

  • افغانستان ته کله نړیوالو بیا توجه زیاته کړه؟

پر اکثریت افغانانو سربېره ډېر لوېدیځ سیاستوال او کارپوهان په دې برخه کې چې نړیوالې ټولنې افغانستان ته په نوي یمه لسیزه کې شا کړې وه، تقریباً په یوه خوله دي.

د دوی په اند افغانستان ته بیا د نړیوالو په تېره د امریکا پام هله واوښت چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په یوولسمه د امریکا په خاوره کې تروریستي بریدونه وشول.

د۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه القاعده شبکې د نیویارک سوداګریز مرکز باندې برید وکړ.
د۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه القاعده شبکې د نیویارک سوداګریز مرکز باندې برید وکړ.

د دې بریدونو اصلي طراح چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن و، طالبانو ورته په افغانستان کې پناه ورکړې وه.

امریکا ته د هغه له ورسپارلو څخه د طالبانو ډډه کول د دې سبب شول چې امریکا د ۲۰۰۱م کال د اکټوبر په اومه پر افغانستان پوځي یرغل پیل کړي.

اخضر ابراهیمي چې د ملګروملتونو د هغه وخت د سرمنشي کوفي عنان له لوري د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ګومارل شوی و، مخکې له دې چې د طالبانو رژیم په بشپړه توګه نسکور شي په یوه خبري کنفرانس کې دا ومنله چې نړیواله ټولنه به افغانستان ته، چې نړیوالې ټولنې یوازې پریښی و، بېرته پام زیات کړي.

ابراهیمي وویل: "اوس ډېرې هیلې چې پخوا نه وې، رامنځته شوي. واقعیت دا دی چې اوس د نړیوالې ټولنې له خوا پیاوړې سیاسي اراده چې پخوا نه وه، رامنځته شوې. نړیوالې ټولنې، د نړۍ تر ټولو سترقدرت، په ښکاره دا منلې چې دوی په تېر کې په افغانستان کې ناکام شوي دي، دا چې دوی افغانان یوازې پرېښي دي اوس غواړي چې بیرته د دوی لاسنیوی وکړي."

پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د پوځي یرغل په نتیجه کې د ۲۰۰۱م کال د ډسمبرپه نهمه نېټه د طالبانو لومړۍ واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو او په دې هېواد کې د لوېدیځ د ښکېلتیا او په نوې بڼه د ملګرو ملتونو د ماموریتونو یو نوی څپرکی پیل شو...

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG