د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ځانګړی راپور

د قوش تیپې کانال د جوړولو چارې روانې دي.
د قوش تیپې کانال د جوړولو چارې روانې دي.

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م. کال د اګست میاشتې په نیمايي کې د افغانستان هغه حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی و، په چټکۍ سره نسکور کړ او بیا یې پر قدرت منګولې ښخې کړې، افغانستان د ډیپلوماتیکې انزوا خوا ته لاړ.

خو د افغانستان دوو شمالي ګاونډیانو ازبکستان او ترکمنستان د طالبانو په وړاندې متفاوته لار خپله کړه، دوی د فشار او انتقاد په پرتله تعامل ته ترجیح ورکړه.

اوس چې په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د جوړولو پروژه روانه ده او طالبان یې په چټکۍ سره تعقیبوي، دا چې د ازبکستان او ترکمنستان چې له وړاندې د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخامخ دي، سټراتېژیک صبر به طالبانو ته کومه ګټه ورسوي که نه، ځینې شکونه ولاړ کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په پیتسبورګ پوهنتون کې د پرانیستي حکومتولۍ د مرکز مشرې او بنسټګرې جنیفر بریک مرتضی شویلي (Jennifer Brick Murtazashvili) ازادۍ راډیو ته ویلي، که د افغانستان او منځنۍ اسیا نورو پروژو ته وګورو، زیاتره یې د دواړو لوریو په ګټه وې، خو د قوش تېپې د اوبو کانال چې د امو سیند د اوبو زیاته برخه ګرځوي، یو متفاوت مورد دی.

د مرتضی شویلي په وینا، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱م کاله پورې د طالبانو لومړۍ دورې ته هم که وکتل شي، چې د افغانستان ډېره برخه یې په کنټرول کې وه، خو د یوه حکومت په څېر یې چلند نه کاوه، اوس داسې ښکاري چې طالبان په خپله دویمه دوره کې د یوه حکومت په څېر د چلند مفکوره لري.

د قوش تېپې کانال
د قوش تېپې کانال

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، د قوش تېپې کانال د وړاندې شویو ابعادو له مخې چې په تېر پسرلي کې یې کېندنه پیل شوه، کافي ده چې پام وکړو، ولې هغه هېوادونه چې په ټیټه کې پراته دي، د دې کانال د جوړولو په اړه اندېښنه لري.

متخصصان په دې باور دي، دغه کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږد او ۱۰۰متره پلن دی، کولی شي ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي، چې د امو سیند د جریان د پام وړ برخه منحرفه او جذبولی شي.

د دې پروژې پر درېیم پړاو عملي کار په راروانو میاشتو کې پیل شي.

د افغانستان یوه ملکي کارکوونکي او له دې پروژې باخبره کس ازادي راډیو ته ویلي، تمه کېږي د دې پروژې پر درېیم پړاو عملي کار په راروانو میاشتو کې پیل شي.

دغه پروژه چې په درېیو پړاوونو کې به یې کارونه کېږي، دویم پړاو یې د ۲۰۲۲م کال په پسرلي کې پیل شوی و.

اوس د دې کېندل شوي کانال څه باندې ۱۰۰ کیلومتره له فضا په اخیستل شویو تصاویرو کې ښکاري.

د هغه شرکت چې د دې پروژې پر جوړولو څار کوي یوه مقام فرید عظیم ویلي، د افغانستان لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې دې ته ورته لیدلوری درلود، چې د تېر نظام ولسمشر محمد اشرف غني یې هم چارې تعقیب کړې.

د ترکمنستان حکومت تر اوسه د قوش تېپې کانال د جوړولو په باب څه نه‌دي ویلي، خو په ترکمنستان کې یوه هایډرو-لوژیست په مارچ میاشت کې د ازادي راډیو له ترکمنۍ څانګې سره په خبرو کې ویلي وو، چې دا پروژه ترکمنستان ته یوه ستونزه نه، بلکې یوه فاجعه ده.

قره قرم کانال د قوش تېپې کانال په پرتله څلور برابره اوږد دی.

په دغه استبدادي هېواد کې د ازادي راډیو خبریال راپور ورکړی، چې ترکمنستان روان کال د پخواني شوروي اتحاد له‌خوا په جوړ شوي قره قرم کانال کې د اوبو له جدي کموالي سره مخامخ دی.

قره قرم کانال د قوش تېپې کانال په پرتله څلور برابره اوږد دی.

د منځنۍ اسیا بل هېواد ازبکستان د قوش تېپې کانال په اړه نظر نه‌دی ورکړی، خو ولسمشر شوکت میرضیایف په ډسمبر میاشت کې د یوې وینا پر مهال د قوش تېپې کانال د یوې ستونزې په توګه یاد کړ.

میرضیایف وویل، دا مهال لازمه ګڼي چې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې له موقت حکومت او نړیوالې ټولنې سره د نړیوالو معیارونو پر اساس د ټولو هېوادونو ګټو ته په پام د دې کانال د جوړولو په اړه عملي خبرو ته کښېني.

د ازبکستان ولسمشر مير ضيايف
د ازبکستان ولسمشر مير ضيايف

په لندن کې د ختیځ او افریقا د مطالعاتو په پوهنتون کې یوه څېړونکي بسم‌الله علیزاده ازادي راډیو ته ویلي، عبدالرشید دوستم چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې د ولسمشر لومړی مرستیال و، د دې پروژې په باب اندېښنې درلودې.

دوستم له زیاتې مودې راهیسې له ازبکستان سره قوي اړیکې درلودې او حتی د راپورونو له مخې کله چې طالبانو مزار شریف ونیوه، دی ازبکستان ته وتښتېد.

د علیزاده په خبره، افغانستان د ډېرو تجارتي فرصتونو لېوال دی او څو ولایتونو ته د برېښنا برابرولو لپاره پر خپلو شمالي ګاونډیو هېوادونو متکي دی.

د پوهنتون استاد علیزاده وايي، د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه د امنیت په باب اندېښنه لري، په ځانګړي ډول د دوی له قلمرونو ها خوا د افراطي ډلو په باب د دوی سابقې ته په پام.

د علیزاده په وینا، طالبان به له دغو هېوادونو سره له امنیتي تضمینونو په استفاده خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې له ټیټوالي سره زرګونه کاریزونه وچ شوي دي.

عبیدالله د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ یو بزګر دی چې خپله ځمکه اوس د کاریزونو پر ځای د بل بزګري په ژور کوهي اوبه کوي.

دی وایي، پخوا یې ځمکې په کال کې درې فصله حاصلات ورکول، خو په خبره یې اوس په ډېر زیار او لګښت ایله یو فصل اخلي.

نوموړی وايي: "پخوا داسې و چې اوبه وې، کلونه اباد وو، کاریزونه روان وو، د غرو او واورو اوبه هم وې، مونږ له ځمکې درې فصله حاصل اخیسته، اوس دوه فصله یا داسې ځمکې شته چې اوبه نه ور رسیږي او ایله یو فصل وکړي."

"پخوا داسې و چې اوبه وې، کلونه اباد وو، کاریزونه روان وو

روداتو ولسوالۍ کې پخوا شل کاریزونه بهېدل چې د عبیدالله او نورو بزګرو ځمکې یې خړوبولې، خو اوس نږدې ټول د وچکالۍ او د سېلونو د خړو او شګو له کبله بند او یا وچ شوي دي.

عبیدالله وایي، لږ څه بډایه بزګرو ځانته ژور کوهي ایستلي او ځمکې پرې خړوبوي، خو په خبره یې دی او ځینې نور بیا په پیسو خپلو ځمکو ته اوبه اخلي.

نور احمد بیا د هلمند د واشیر ولسوالۍ یو بزګر دی، دی وایي د کاریزونو د وچوالي له کبله یې لس جریمه ځمګه شاړه پرته ده.

نور احمد وایي، ده خپله ځمکه همداسې خاره پریښې او د هغو کسانو بزګري یې پیل کړې چې برمې یا ژورې څاګانې یې کېندلي.

نور احمد وايي: "زمونږ ځمکې پاتې دي، مونږ د داسې چا بزګري کوو چې هغه شمسیانې (د لمریزې برښنا سیستم) ولري، یا یو څه سرمایه داره دي او برمې یې وهلي، دغې بزګرۍ کې هم څه شی نه راته پاتې کېږي، زه لس جریمه شاوخوا ځمکه لرمه، د وچکالۍ له کبله شاړه پرته ده، اوبه نه‌شته چې وې کرو او ګزاره پرې وکړو."

يو کروندګر، انځور - ارشيف
يو کروندګر، انځور - ارشيف

نور احمد وایي، واشیر کې هم د دوی له سیمې نیولې د نوزاد ولسوالۍ تر بنده پورې پخوا شاوخوا څلوېښت کاریزونه بهېدل، خو اوس یې ډېری وچ دي.

نوموړی وایي، پخوا یې پر ځمکه کوکنار کرل او د بزګرۍ عاید یې ښه و، خو پر دغه بوټي د طالبانو له بندیز وروسته یې غنمو او نورو کرنیزو حاصلاتو ته مخه کړې چې وایي، سم عاید نه‌لري.

د افغانستان د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې ۹۳۷۰ کاریزونه شته.

دوی دغه معلومات د ( ایف.اې.او) د هغې سروې پر اساس ورکړي چې ۲۰۰۴ کال کې یې کړې ده.

د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په کېناستلو سره ګڼ شمېر کاریزونه وچ شوي

هغه مهال په سروې کې ویل شوي و چې، د څه باندې نهه زره کاریزونو له ډلې نږدې درې نیم زره یې بیخي له منځه تللي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت که څه هم نه وایي چې دا مهال څه شمېر کاریزونه فعال دي، خو ویاند یې اختر محمد نصرت د ارقامو له ورکړې پرته ازادي راډیو ته وویل، ګڼ شمېر کاریزونه د ځمکې لاندې اوبو د کموالي له کبله وچ شوي دي.

نوموړی وايي: "د کاریزونو د اوبو سرچینه هم هغه د ځمکې لاندې اوبه دي، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په کېناستلو سره ګڼ شمېر کاریزونه وچ شوي او یا هم د وچېدو له ګواښ سره مخامخ دي."

شاوخوا دوه کاله وړاندې د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر اقتصادي سلاکار عبدالحمید هیرمندي ویلي و، افغانستان کې د شته کاریزونو له ډلې ۴ زره وچ شوي دي.

کاریزونه تر ډېره د غرو په لمنو کې د انسانانو له‌خوا جوړ شوي چې، د ځمکې لاندې اوبه په کم میلان سره له کومې وسیلې پرته راباسي.

په افغانستان کې د کاریز له اوبو نه د ځمکې د خړوبولو، لمبلو او نورو اړتیاو لپاره کار اخیستل کېږي.

"د کاریز ارزښت په دې کې دی چې د ځمکې لاندې اوبه راباسي
مايار

د اوبو متخصص عاصم مایار وایي، په افغانستان کې د ژورو کوهیانو ډېرېدو او په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبو کمېدو کاریزونه وچ کړي دي.

ښاغلی مايار وايي: "د کاریز ارزښت په دې کې دی چې د ځمکې لاندې اوبه راباسي، پخوا دغو اوبو تلپاتې والی درلود، خو اوس سولري برمو او ورته نورو چارو دا اغېزمن کړي دي، د ځمکې لاندې اوبه چې کمې شوې، نو له کبله یې کاریزونه هم وچ شول."

ښاغلی مایار او د اوبو د مدیریت نور متخصصان وایي، که د افغانستان کاریزونه ورغول شي او پاک شي، امکان شته چې ډېرو کې یې بېرته اوبه پیدا شي.

عاصم مایار وایي، د کاریزونو په بیا رغونې سربېره اړتیا ده چې د ځمکې لاندې اوبو د جذب کچه لوړه شي.

دا چې دا څنګه امکان لري، نوموړی یې په اړه وایي: "یو د ډنډونو جوړول دي چې د باران اوبه زیرمه شي، بل ځمکې ته د اوبو د جذب لارې چارې باید ولټول شي، ښه وسیله یې وچ شوي کوهیان دي چې له غټو شګو او ډبرو ډک شي چې څوک په‌کې ونه لوېږي، بیا د باران اوبه ورسیخې شي، هغه هلته په اسانۍ جذبیږي."

عاصم مايار
عاصم مايار

د اوبو د ډنډونو یا مصنوعي جهیلونو جوړول په نورو هېوادونو کې هم د باران اوبو د زیرمه کولو لپاره اغېزناک ثابت شوي دي.

په افغانستان کې هم تېرو څو کلونو کې د باران اوبو د ساتنې لپاره واړه بندونه یا چک ډمونه جوړ شوي، خو اړتیا ته په کتو یې شمېر په نشت حساب دی.

د روداتو ولسوالۍ بزګر عبیدالله هم وایي، په شاوخوا سیمو کې یې د باران او واورو اوبه دومره ډېرې وي چې که زیرمه شي، کاریزونه به یې فعاله او ځمکې به یې خړوبې شي.

عبيدالله وايي: "دغو ولسوالیو ته چې د غرونو په غاړو کې اوبه زخیره شي، دلته د اوبو سطحه ورسره را جګیږي، شاوخوا چې څومره دښتې دي، للمي ځمکې دي، هغه هم ورسره خړوبیږي."

د چارو پوهان وایي، که د افغانستان اوسنی حکومت او ولس په ګډه د اوبو د مهارولو لپاره لاس په کار نه‌شي راتلونکو څو کلونو کې به د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم جدي شي.

دوی وایي، افغانستان د ځمکې مخ اوبو پراخه سرچینې لري چې د ناسم مدیریت له کبله یې ډېره برخه له هېواده وځي او ګټه ترې نه اخیستل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG