د کابل ښار د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له پرچاویو او بې نظمیو شکایت کوي. دوی ازادي راډیو ته وویل چې د بې برقۍ له امله له انلاین زده کړو، کار، اوبو ته لاسرسي او ګڼو کارونو کې له ستونزو سره مخ دي.
د کابل ښار د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له پرچاویو او بې نظمیو شکایت کوي.
دوی ازادي راډیو ته وویل چې د بې برقۍ له امله له انلاین زده کړو، کار، اوبو ته لاسرسي او ګڼو کارونو کې له ستونزو سره مخ دي.
د کابل ښار د تایمنیو سیمې اوسېدونکې او د انلاین زده کړو محصله وایي دې وروستیو شپو ورځو کې د برېښنا پرچاویو او بې نظمۍ د ګڼو چارو ترڅنګ د دې زده کړې له اخلال سره مخ کړې دي.
بې برقۍ تر ټولو ډېره ضربه موږ ته رسولې، زده کړو کې ګډون نه شم کولای، زه خپله دوه ټولګي انلاین په انګرېزۍ کې تدریسوم
دې چې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل, "زه خپله انلاین زده کړې کوم، خو له بده مرغه دې بې برقۍ تر ټولو ډېره ضربه موږ ته رسولې، زده کړو کې ګډون نه شم کولای، زه خپله دوه ټولګي انلاین په انګرېزۍ کې تدریسوم، زده کوونکې هم نه شي حاضرېدلی ځکه ټیلیفونونه اکثرا چارج نه لري، یا یې وای فای برېښنا پورې تړلې وي چې بیا دوی ورته لاسرسی نه لري، بل اوبه هم ورسره قطع شوي چې د ژوندانه ټولې چارې مو ګډوډې شوې دي."
د دغه ښار د کارتې سه سیمې اوسېدونکې فتانه هم ورته ستونزه مطرح کوي او وایي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲ یا ۳ ساعته برېښنا لري چې ګڼې ستونزې یې رامنځته کړي،"زموږ سیمه کې د ورځې هېڅ برېښنا نه وي، د شپې دوه یا ۳ ساعتونو لپاره راشي، د برېښنا نشتون موږ جدي ستونزو سره مخ کړي یو، په ځانګړې توګه د جامو مینځلو، اوتو کې ستونزو سره مخ یو او سربېره پر دې، انلاین زده کړو کې ګډون نه شو کولای."
د کابل د خیرخانې سیمې یوه اوسېدونکې چې ده هم نه غوښتل نوم یې خپور شي، وایي هغه کورنۍ چې د اوبو سیسټم یې برېښنا پورې تړلی دی، بې اوبو کړي دي.
دې وړاندې زیاته کړه: "د اوونۍ له پیله مو یوازې د شپې ۹ بجې برېښنا راشي او د شپې پر ۱۱ بجو بېرته ولاړ شي، ورځ کې خو هېڅ برق نه وي، ډېرو ستونزو سره مخ یو، زموږ کور کې اکثره وسایل برقي دي، دې هېڅ نه هم استفاده نه شو کولای، زښته زیاتو ستونزو کې یو."
زموږ کور کې اکثره وسایل برقي دي، دې هېڅ نه هم استفاده نه شو کولای، زښته زیاتو ستونزو کې یو
که څه هم د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د دې اندېښنو او شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې د دوی حکومت منلې چې په کابل او اکثره ولایتونو کې په ژمي او اوړي کې د وارداتي برېښنا د لینونو د کمزورتیا له امله د برېښنا پرچاوۍ زیاتېږي.
د برېشنا د پرچاوۍ او د بې نظمیو د زیاتېدو په اړه شکایتونه داسې مهال په ډېرېدو دي چې له تېرې پنجشنبې راهیسې، افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
د دې ستونزې له کبله افغانستان ته د ازبکستان واردېدونکې برېښنا د پام وړ کمه شوې او په کابل او د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت وايي چې د دوشنبې تر غرمې دغه برېښنا بېرته وصل او دا ستونزه به حل کړي.
هغه څه چې د برېښنا ځینې انجنیران یې مطرح کوي.
د برېښنا برخې یو شمېر انجنیران وايي چې افغانستان د برېښنا تولید لپاره پراخ طبیعي ظرفیتونه لري او که په اغېزمنه توګه وکارول شي، نو نه یوازې د هېواد کورنۍ اړتیاوې به پوره شي، بلکې د برېښنا صادرولو ته به هم لاره هواره کړي.
د کندز ولایت د برېښنا د لېږد «ډېسپچېنګ» د څانګې پخواني عمومي مدیر صدیق الله حبیبي د برېښنا انجنیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې پروژې په اړه وویل "اکثرا د ژمي او وړي په پیلېدو پر افغانستان وارداتي برېښنا کمېږي چې له دې امله په ټول افغانستان کې پرچاویانې تطبیق کېږي، خو د حل لپاره باید پر ځینو پروژو کار وشي، لکه پر ځان بسیاینې لپاره پر لمریزې برېښنا، ځینو سترو بندونو لکه کجکي، سروبي او نورو کار وشي او کیفیت یې لوړ شي چې له داخلي تولیده خپل مصرف پوره کړو، بل باید د (پرچاویو) په اړه له وړاندې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي چې په کمه بودجه ځان ته د لمریزې برېښنا سیسټم برابر کړي."
د یادونې ده چې د برېښنا کمښت او پرچاوۍ په ځانګړې توګه د هوا په سړېدو تر بل وخت زیاتېږي.
خو اوس چې د اکثرو ښاریانو ژوند برېښنا او ټکنالوژۍ پورې تړلی دی او اکثره نجونو او ښځو د بندیزونو له امله انلاین زده کړو او کار ته مخه کړې، د برېښنا نشتون دوی لا له ستونزو سره مخ کوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) د معلوماتو له مخې، د افغانستان د برېښنا ۸۰ سلنه اړتیاوې له ګاونډیو هېوادونو پوره کېږي او دا هېواد هر کال شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالر د بریښنا په پېرېدلو مصرفوي.