د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۹

افغانستان

پاکستان کې د کډوالو د ستونزو د هواري هڅې، ځانګړې خونه او شمېرې ورته فعالې شوي

د امیرخان متقي او اسحاق دار ترمنځ ټیلفوني خبرې
د امیرخان متقي او اسحاق دار ترمنځ ټیلفوني خبرې

پاکستان وایي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدو او د هغوی د شکایتونو د اوریدو لپاره یې یو لړ جدي ګامونه اوچت کړي دي.

دغه څرګندونې د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار کابل ته له سفر یوه ورځ وروسته پرون یکشنبه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر ټیلفوني خبرو کې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر ولیکل چې پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د اورېدو او هواري لپاره د کنټرول خونه او ځانګړې مبایل شمېرې فعاله کړي دي.

پاکستان د روانې اپریل میاشتې له پيله پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ د شمېرو له مخې د همدې میاشتې لومړیو ۱۶ ورځو کې ۸۵ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

په دوی کې د ملګرو ملتونو په وینا، ۲۰ زره په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي دي.

پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې د پاکستان ملي راډیو هم د دار او متقي د تیلفوني مکالمې راپور خپور کړی، خو د کډوالو د ستونزو د حل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پاکستان د ملي راډیو د راپور له مخې، دار متقي ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې چې دغه بلنه د ښاغلي متقي له خوا منل شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په کازان کې د افغانستان او روسیې لومړنی سوداګریز فورزم پرانیستل شو

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوفیرچوک، د جمعې په ورځ د کازان د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان او روسیې لومړی سوداګریز فورم رسماً افتتاح کړ.

د ملابرادر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال په دې ناسته کې وویل، دوی چمتو دي چې د سالنګ دوهم تونل جوړ کړي، تر څو له روسیې او منځنۍ آسیا سره سوداګرۍ او ترانزیت ته وده ورکړي.

هغه له روسیې وغوښتل چې په دې برخه کې، د خپل تخنیکي تخصص له مخې، له افغانستان سره همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوفیرچوک وویل چې هیواد یې د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوي او د افغانستان پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی.

د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې په ځانګړي ډول وروسته له هغه مخ په غوړېدو دي چې روسیې د طالبانو نوم د خپل هیواد د ممنوعه ډلو له لیسته وایست.

ملابرادر له روسیې سره د تفاهم ۵ یادښتونه لاسلیک کړل

د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي چې ملاعبدالغني برادر پرون (جمعه) د کازان د نړیوال فورم په څنډه کې د روسیې د صدراعظم له مرستیال الیکسي اوفیرچوک سره په بېلابېلو سیکتورونو کې د تفاهم ۵ یادښتونه لاسلیک کړل.

د ملابرادر د دفتر پر اساس، یاد تفاهم‌لیکونه د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت او د روسیې د ترانسپورت وزارت ترمنځ د ترانسپورت او ترانزیت په برخو کې د همکارۍ، د دواړو هېوادونو د سوداګري خونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د ځینو لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ د تېلو او ګازو د سپړنې، استخراج او تصفیې په برخه کې د ګډ کار، او په سیمه کې د سوداګرۍ د پراخولو او د یوه صنعتي ـ لوژستیکي کمپلکس د جوړولو په اړه دي.»

د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوی د چهارشنبې په ورځ د روسیې د تاتارستان جمهوریت کازان ته لاړ چې د روسیې – اسلامۍ نړۍ په شپاړسم فورم کې ګډون وکړي.

طالبان وايي، د کاسا زر پروژې د چټکتیا په اړه یې له تاجکستان، قزاقستان او پاکستان سره څو موافقې کړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت وايي، اجراییه ريیس یې چې تاجکستان ته تللی، په دوشنبې کې څو مهمې موافقې لاسلیک کړي چې د کاسا زر د برېښنا د لېږد پروژې تطبیق ګړندي شي.

دا هوکړه‌لیکونه د قزاقستان، تاجکستان، پاکستان او د افغانستان د برښنا د ملي شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د افغانستان برښنا شرکت په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا هوکړه‌لیکونه به د کاسازر پروژې د پلي کېدو لپاره د رغنیزو چارو د چټکتیا او لازمو همغږیو د پیاوړتیا سبب شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت اجراییه ريیس عبدالباري عمر او ورسره پلاوی د چهارشنبې په ورځ، د ثور ۲۴مه، د کاسا–۱۰۰۰ پروژې په اړه په یوې ناستې کې د ګډون لپاره دوشنبې ته لاړ.

امیرخان متقي له جی شنکر سره د افغانستان او هند د اړیکو د پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

جی شنکر د پنجشنبې په ورځ، د ثور په ۲۵مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له امیرخان متقي سره "ښې ټیلیفوني خبرې" درلودې.
هغه زیاته کړې چې د هند او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره د "ناسمو او بې‌اساسه راپورونو" له لارې د وروستیو هڅو په وړاندې د متقي "قاطع دریځ" ته یې هرکلی ویلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر همداراز لیکلي، په دې ټیلیفوني مکالمه کې یې د افغان ولس سره د هند دودیزې دوستۍ او د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټينګار کړی دی.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوې " د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، تجارت او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو " غږېدلي دي.

له دې وړاندې، د روان لمریز میاشت په جریان کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې عمومي رئیس او ځانګړي استازي، انند پرکاش، کابل ته په سفر کې له امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې یې کړې وې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره دغه ټیلیفوني خبرې څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوې چې هند په پاکستان کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل.

د شطرنج نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د دې لوبې پر بندیز خواشیني څرګنده کړه

د شطرنج نړیوال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا فدراسیون به له چارواکو سره رغوونکې خبرې وکړي او له نړیوالو ورزشي سازمانونو او نورو اړوندو لورو سره به افغانستان ته ددې لوبې د بیرته زر ستنولو لارې چارې وپلټي.

د طالبانو د ورزش ادارې د روانې اوونۍ په پیل کې په افغانستان کې د شطرنج لوبه منع اعلان کړه.

د شطرنج نړیوال فدراسیون ویلي چې شطرنج په افغانستان کې اوږده مخینه لري. د دې فدراسیون په خبره، په وروستیو کلونو کې شطرنج په دې هېواد کې ښه غوړېدلی و او زیات شمېر ځوانانو دې لوبې ته مخه کړې وه.

اعلامیه زیاتوي چې د شطرنج بندول به په افغانستان کې د دې لوبې ودې ته سخت زیان ورسوي او د افغان لوبغاړو هغه فرصتونه به له منځه یوسي چې له مخې یې دوی خپل استعدادونه ښودلی او د نړیوالو سیالیو په ډګر کې یې د خپل هېواد استازولي کوله.

د شطرنج نړیوال فدراسیون وايي چې شطرنج د نړۍ له تر ټولو ښکلو لوبو څخه یوه ده چې زیار، زغم او انصاف ته وده ورکوي، او له لوبغالي بهر هم د ټولنې د یووالي او د خلکو د یو ځای کولو لپاره یو پیاوړی وسیله ده.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل ناورین وباله

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډنالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل ناورین وباله.

نوموړي چې په قطر کې یې د العدید په پوځي اډه کې امریکايي پوځیانو ته وینا کوله، یو ځل بیا وویل که دا ولسمشر وی باګرام هوايي اډه به یې چې دده په وینا چین ته نژدې ده نه وه پریښې. نوموړی یو ځل بیا ادعا وکړه چې دا هوايي اډه دا مهال د چین په اشغال کې ده.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ چې په تېره دوره کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک شو، تر دې مخکې هم د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه په اله ګوله د امریکايي سرتیرو په وتلو انتقاد کړی دی او هغه یې د امریکا لپاره شرمونکي بللي وو.

امریکايي سرتیري د 2021 م کال د اګست میاشت په پای کې هغه مهال چې جو بایډن د امریکا ولسمشر و له افغانستان څخه ووتل او ورسره طالبان په ټول افغانستان بیرته واکمن شول. د بایډن د ادارې د هغې هوکړې پر بنسټ له افغانستان څخه امریکايي سرتیرې وویستل چې د ډنالډ ټرمپ د تیرې ولسمشرۍ دورې پر مهال د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې شوې وه.

طالبانو په لوګر کې د ښځو په ګډون څلور کسان په درو ووهل

عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی
عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی

د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې یې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي چې دوې ښځې هم پکې شاملې دي.

د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې، د سې شنبې په ورځ، د می په ۱۳مه، څلورو کسانو ته د دوی په وینا د "غیرمشروع اړیکو" او "بدکارۍ" په تور سزا ورکړل شوه.

د معلوماتو له مخې طالبانو هر کس د سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو مخې ته د ۲۰ او ۳۹ تر منځ په درو ووهل.

په یوه بله پېښه کې په بدخشان ولایت کې په همدې ورځ، یو سړی چې طالبانو ورباندي د "بدکارۍ" تور پوري کړی و، په یفتل ولسوالۍ کې د طالبانو د پولیسو د مرکزي دفتر په انګڼ کې ۳۹ ځله په دُرو وواهه.

د طالبانو د سترې محکمې د مخکینیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۲۱۳ کسان چې ۱۶۹ نارینه او ۴۴ ښځې دي، د جسمي سزاوو سره مخامخ شوي دي.

مخکې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو د بشري حقونو بنسټونو او مدافعینو له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاوې بندې کړي او د جرایمو د مخنیوي لپاره د یو اصولي او قانوني عدلي او قضايي سیستم له لارې عدالت تامین کړي.

د طالبانو حکومت ازبکستان ته شپاړس لارۍ مرمر ډبرې ورکړي دي

د ازبکستان رسنیو د سورخُندریا سیمه اییزې ادارې د مطبوعاتي خدماتو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د می په ۱۳مه، د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز کې د ازبکستان او طالب چارواکو تر منځ یوه غونډه وشوه.

د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف، د سورخندریا سیمې والي الغبیک قسیموف، د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع او د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا ګډون کړی و.

په راپور کې راغلي چې ازبکستان د هرات د سپینو مرمر ډبرو ۱۶ لارۍ ترلاسه کړې چې په سمرقند کې به د امام بخاري کمپلیکس په جوړولو کې وکاریږي.

په اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکو لاریون وکړ

عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی
عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی

په اندونیزیا کې پاته افغان پناه غوښتونکو د چارشنبې په ورځ د استرالیا د سفارت مخې ته لاریون وکړ.

دغو پناه غوښتونکو شعارونه ورکړل چې د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته دې توجه وشي. د دوی په وینا، استرالیا له ۲۰۱۴م کال راهیسي اندونیزیا ته د ورغلیو افغان پناه غوښتونکو کیسونه نه دي پراسیس کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، په متحده ایالاتونو کې د مېشتو زرګونو افغان پناه‌غوښتونکو موقتي خوندي وضعیت یا "ټي‌پي‌اېس" پروګرام به د روانې مې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې عملي شي.

تر دې اعلان وروسته د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا اي ار سي پر دې پرېکړه په انتقاد ویلي چې افغانستان ته د لنډ مهاله خوندي حالت درلودنکې افغانانو استول به ویجاړونکې پایلې ولري.

د «افغان ایوک» په نوم امریکا ته د کډه شویو افغانانو د ملاتړ د یوې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۱ زره افغان وګړو په متحده ایالاتو کې لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کړی دی.

په خرلاڅۍ کې د طالبانو او پاکستان په همکارۍ روغتون جوړ شو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د خرلاڅۍ بندر په اډه کې د یوه روغتون د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

هغه نن چهارشنبه (۲۴ ثور) په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دا روغتیایی مرکز چې «د افغانستان-پاکستان د دوستۍ روغتون» نومول شوی، د ښه نیت د پیاوړتیا او دوه اړخیزې همکارۍ په هدف د پاکستان د اردو او د طالبانو د ادارې له‌خوا جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه روغتون کې، چې په عصري طبي وسایلو سمبال دی، تر ډېره د ډیورند کرښې په غاړه د پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

د خرلاڅۍ لار، چې د پکتیا ولایت پورې تړلې ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه مهمه لاره بلل کېږي.

د تګ راتګ دا دروازه له نژدې اوو میاشتو تړل کېدو وروسته، تېره اوونۍ بېرته پرانیستل شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG