د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

ځانګړی راپور

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت یو شمېر غړي
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت یو شمېر غړي

د افغانستان د موسيقۍ په ملي انستيتوت کې هغه وخت ساز، اواز او د موسيقۍ درسونه وو چې طالبانو لا کابل نه‌و نیولی.

خو اوس کیسه بل ډول ده. ساز، اواز بند شوي، زده‌کوونکي او ښوونکي اواره شوي او هېواد ته د ژر ستنېدو هيلې نه‌لري.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د کورنۍ وروستی غړی د چهارشنبې په ورځ دوحې ته ورسېد.

وجیه کابلي د دې انستیتیوت یوه له تکړه ضرب غږوونکو ده. هغه چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې ده، ازادي راډیو ته وایي چې د خپل راتلونکي تصور یې په جلاوطنۍ کې نه‌و کړی، خو بیا هم خوښحاله ده چې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه راوتلې.

وجیه زیاتوي: "کله چې طالبان راغلل، ما ټولې هیلې له لاسه ورکړې، ځکه دا هغه څه و چې ممکن نه‌و. زما ټولې هیلې او موخې له‌منځه ولاړې."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت یو شمېر غړي
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت یو شمېر غړي

۲۷ کلنه فاطمه عارف چیلو غږوونکې ده. دا وايي چې له داسې برخليک سره د مخامخېدو تمه‌يې نه‌درلوده، خو د وضعیت له بدلېدو سره د بېرته راستنېدو په هیله ده.

فاطمه وايي: "په راتلونکي کې غواړم یو ښه چیلو غږوونکې شم او خپل هېواد ته ګټه ورسوم. کله چې زموږ هېواد ارام او خوندي شي، زه غواړم ورشم او نورو زده‌کوونکو ته درس ورکړم."

که څه هم طالبانو د موسیقۍ په اړه په ډاګه بندیزونه نه‌دي لګولي، خو د هېواد په ځینو برخو کې د موسیقۍ له غږوونکو او له هغو کسانو سره چې موسیقي اوري د دوی د بد چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت رئیس احمد سرمست چې خپل ټول ۲۷۲ زده‌کوونکي او استادان‌یې له افغانستانه ایستلي، وايي چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د افغانستان د هنر او کلتور د ټولنې لپاره ویجاړوونکی دی.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ارکستر یوه غړې
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ارکستر یوه غړې

هغه وايي چې طالبانو په سیستماتیک ډول د دې بنسټ ودانۍ په پوځي اډه بدله کړې او په کابل کې يې بنسټيز تأسيسات ضبط کړي او یو شمېر کارکوونکي یې نورو ادارو ته خدمتي استولي دي.

خو اوس د شته بشري ځواک او روزلي کدر سره چې دا انستیتیوت‌یې لري، پرتګال‌یې د هنري او ښوونیزو فعالیتونو د دوام لپاره راتلونکی مقصد دی، هغه هېواد چې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت ټولو غړو ته‌یې پناه ورکړې ده.

احمد ناصر سرمست د پنجشنبې په ورځ پرتګال ته سفر وکړ چې په پرتګال کې د موسیقۍ د ښوونځي د بیا جوړولو په برخه کې پرمختګونه وڅېړي.

دی وايي: "دا باید د هنر یو مرکز وي چېرې چې موږ نه‌یوازې خپلو زده‌کوونکو ته، بلکې ټولو هغو کسانو ته چې د موسیقۍ له زده‌کړې سره علاقه لري افغاني موسیقي زده کړو. د با کیفیته موسیقۍ زده‌کړې خدمتونه نه‌یوازې زموږ د زده‌کوونکو لپاره، بلکې په پرتګال کې د ټولو ډلو لپاره چې د موسیقۍ زده‌کړې نه‌شي کولای، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت کې وړاندې کړي."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت مشر احمد سرمست
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت مشر احمد سرمست

احمد ناصر سرمست وايي، د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د ښځو ارکستر "زهره" به ډېر ژر بېرته فعاله شي.

زهره یو ارکستر و چې د مېرمنو د شتون له امله په نړیوالو کنسرتونو کې یې شهرت وموند او د بېلابېلو جایزو سربېره‌یې د نړۍ تر ټولو معتبره موسیقۍ جایزه، د پولر میوزیک جایزه، په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان په نوم ثبت کړه.

د طالبانو هېڅ یوه ویاند په افغانستان کې د انستیتیوت د راتلونکي او په دوی باندې د ښاغلي احمد سرمست د تورونو په اړه د ازادي راډیو پیغامونو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ارکستر یوه غړې نګین خپلواک
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ارکستر یوه غړې نګین خپلواک

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ۲۰۱۰ کال د جون په ۲۰مه د احمد ناصر سرمست په هڅو د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د پخواني حکومت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې پرانیستل شو. دا په افغانستان کې د مسلکي موسیقۍ د زده‌کړې په برخه کې تر ټولو فعاله اداره وه.

د کابل ښار
د کابل ښار

د تېر حکومت له نسکورېدو سره د افغانستان د ځينو بنسټونو د پام وړ شمېر کار کوونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

ځيني پخواني پوځيان، خبریالان او ښوونکي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس د خپل ژوند اړتیاوې د واټونو ترغاړې د بېلابېلو توکو په پلورلو سره پوره کوي.

هغه خبریال چې اوس وږي 'جوار' پلوري.

مصطفی جعفري چې له تېرو ۸ کلنو د خبریالۍ ترڅنګ د تصویر اخیستونکي په توګه هم له ډېرو رسنیو سره کار کړی، خو اوس کمره په لاس نه، وږي په لاس روزي ګټي.

نوموړی له تېرو درېيو میاشتو راهیسې وزګاره شوی او له بې وزلۍ د کابل ښار په یوه څنډه کې وږي پلوري.

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

مصطفی ازادي راډيو ته وویل، د ورځې له سلو تر ۲۰۰ پورې افغانۍ ګټي او په خبره یې له هېڅ ښه دي، کولی شي د خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو ګېډې پرې مړه کړي، خو د کور کرایې او نور لګښتونو بیا نه شي رسېدی.

دی وايي:" ډېرو رسنیو سره مې اړیکې ونیولې، هغه ملګري مې چې ځینو رسنیو کې درلودل، خو دنده مې ترلاسه نه کړه، بې دندې پاتې شوم، اخر مې پرېکړه وکړه چې په یوځای کې یو څه وپلورم، څو د خپلې کورنۍ لپاره یو مړۍ حلاله ډوډۍ وګټم."

خو دا یوازې مصطفی نه دی.

خبریاله فرزانه ایوبي هم له ورته برخلیک سره مخ ده.

نوموړې تېر اته کاله له یو شمېر رسنیو سره د ژوندویو خپرونو ویانده پاتې شوې، خو اوس د کابل ښار په یوه څنډه کې زړې جامې پلوري.

نوموړې چې د خپلې ۹ کسیزه کورنۍ مشرې کوي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له کومې رسنۍ سره یې چې کار کاوه، د طالبانو له راتک وروسته وتړل شوه.

د فرزانې په وینا، د زړو جامو پلورل یې د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره یوازینۍ لاره وه:" د بې کارۍ له امله مې د سړک پر غاړه د زړو جامو پلورل پیل کړل، له هغې رسنۍ چې ما کار کاوه، هغه وتړل شوه او خپل کار کوونکي یې ځواب کړل، زما لپاره ډېره ستونزمنه و، د دې لپاره چې یوازې ما په کور کې کار کاه، دا دوهم لاس جامې دي چې موږ یې په کمو پیسو اخلو او بېرته یې په کمو پیسو پلورو."

خبریاله فرزانه زړې جامې پلوري
خبریاله فرزانه زړې جامې پلوري

خو کیسه لا پاتې ده، د بادغیس راډیو مسوول عبدالرازق صدیقي هم د دې کاروان یو بل غړی دی.

هغه خپله کیسه داسې کوي:" ما د ښځو په ګډون شااوخوا ۸ کار کوونکي درلودل، دوی به له موږ سره کار کاوه او خپل حقوق به یې ترلاسه کول، خو اوس له بده مرغه هغوی هم بې کاره شوي او زه هم، زه اته کسیزه کورنۍ لرم او د دوی ټولو مسولیت زما پر غاړه دی."

خو دا یوازې خبریالان نه دي چې د طالبانو له حاکمیت وروسته وزګاره شوي، ښايي د پخواني نظام په ړنګېدو سره ډېری پوځي او ملکي کار کوونکي وزګار شوي وي چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولی چې رسنیو سره خبرې وکړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له منځه وړلو په تړاو د طالبانو د حکومت په تګلاره پوه شي، خو د دوی ویاندویانو ذبیح الله مجاهد، بلال کریمي او احمد الله وثیق په دې اړه ددې راډیو اړیکې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې یې ویلي و چې د رسنیو د بیا غوړېدو لپاره به کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د هغه معلوماتو له مخې چې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې په دې وروستیو کې خپاره کړي، د طالبانو له راتک وروسته شااوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او خبریالان یې وزګار شوي دي.

د دې ټولنې ویاند مسرور لطفي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د طالبانو حکومت او د خبریالانو په برخه کې نړیوالو ملاتړ بنسټونو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی، خو تر اوسه عملي ګام نه دی پورته شوی.

د طالبانو له راتک وروسته شااوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او خبریالان یې وزګار شوي
د طالبانو له راتک وروسته شااوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او خبریالان یې وزګار شوي

لطفي زیاته کړه:" تراوسه هېڅ یوې ادارې هم داسې څه نه دي کړي چې خبریالان کار وکړي او له سختو کارونه څخه راووځي، له بده مرغه د هغه رسنیزو کار کوونکو شمېر ورځ تر بلې ډیریږي چې د وزګار شوي او سختو کارونه ته مخ کوي، دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ مساله ده."

بې کاري او بې وزلي له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان سترې ستونزې بلل کیږي، خو ښايي اوس دغه ستونزې خپل بې ساری او جدي پړاو وهي.

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي کافي خوړو ته لاسرسۍ نه لري چې له دې سلنې ۹ میلیونه قحطۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګروملتونو سازمان د کرنې او خوړو ادارې څه موده مخکې په یوې ګډې اعلامیه کې ګواښ وکړچې په افغانستان کې به سږکال ژمی شااوخوا ۲۳ میلیونه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی ونه لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG