ماریا عظیمي چې په سمنګان ولایت کې د لاسي صنایعو یوه کارخونه لري وايي له تېرو شلو کلونو راهیسي د غالیو اوبدلو، د افغاني کڼد جامو جوړولو اومرۍ ګڼدلو په برخه کې کار کړی او د خپلې کارخونې له لارې یې لس ګونه میرمنو ته کارې زمینې برابرې کړي دي.
نوموړې وایې اته لکه افغانۍ سرمایه لري او د دې ترڅنګ چې په کارخونه کې په کار اخته میرمنو ته معاش ورکوي نورې لسګونه میرمنې یې هم روزلې او زیاترو یې اوس مهال خپلو ځانونو ته د لاسي صنایعو کارخانې جوړې کړي دي:
«شاګردان او استادان ټول لاړل ځانونونو ته یې خپلې کارخونې جوړې کړې، دې کار ته ما وهڅولې او مرسته مې ورسره وکړه، اوس مهال هم راسره تر پنځوسو میرمنې په بیلابیلو برخو کې کار کوي، د میرمنو ستونزې زیاتې دي، دوی د لاسي صنایعو د پلور لپاره بازار نه لري، په خپلو لاسونو مستقیم فروشات نه شته، مارکیټ ټول ناینه نیولی او ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي.»
رحمیه حاجي زاده چې په کابل کې د لاسي صنایعو کارخونه لري ازادي راډيو ته وویل که څه هم د لاسي صنایعو د پلور بازار یې نسبتاً ښه دی خو د طالبانو حکومت ورته په نړیوالو نندارتونو کې د ګډون اجازه نه ورکوي تر څو پېرېدونکې راجلب کړي:
«اوس مهال د مرۍ ګنډلو نورو برخو کې کار کوو، په خپلو هڅو توانېدلي یو چې یوه څه پلورونکي ومومو، چې ډېر یې له هیواده بهر دي، اوس چې د صنعت اونۍ ده، موږ باید د ښځو د لاسي صنایعو لپاره یو نړیوال نندارتون درلودای،چې ټولو شرکتونو په کې برخه لرلای خو له بده مرغه د طالبانو حکومت ښځو ته اجازه نه ورکوي.»
دا ښځینه متشبثینې وايي خپل تولیدات تر ډېره په انلاین ډول له افغانستانه بهر پلوري.
دوی د طالبانو د حکومت او نړیوالو ادارو د ملاتړ غوښتنه کوي ځکه په خبره یې چې دوی خپل محصولات پراخه کړي او په نړیواله کچه بازار ومومي.
د جون لسمه د لاسي صنایعو نړیواله ورځ د لاسي صنایعو او په بیلابیلو ټولنو کې د کلتوري میراث او اقتصادي پرمختګ په ساتنه کې د حیاتې رول د ستاینې په پار نمانځل کیږي.
افغانو میرمنو هم په وروستیو کې کلونو کې د سختو محدودیتونو سره سره د لاسي صنایعو سکتور ته مخه کړې ده.
دوی بارو لري چې لاسي صنایع نه یوازې د اړمنو کورنیو لپاره د عاید سرچینه ده بلکې د افغان کلتور په ساتنه کې هم رول لري.
اقتصاد پوهان وايي چې په افغانستان کې تولید شوي لاسي صنایع په کور دننه او بهر ښه شهرت لري، خو دوی وايي چې د طالبانو د حکومت له لوري په ښځو محدودیتونو په دې سکتور منفي اغیز کړی دی.
له ډلې یې محمد بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل:
«د افغانستان د لاسي صنایعو مرکز چې د اپوریم په نوم یادېده اوس په بشپړ ډول له منځه تللی دی، اوس شرایط داسې دي چې نه یوازې ښځې بازار ته نه شي راوتلی بلکې په نندارتونونو کې د ګډون اجازه هم نه ورکول کیږي. ان دوی خپلو نږدې سیمو کې هم خپل تولیدات نه شي خرڅون ته نشي ایشودای، د دې لپاره چې محدودیتونه ډېر زیات دي، د دوی تشویقول خو لا لرې خبره ده.»
د اقتصادي چارو بل پوه عبدالنصیر رشتیا وايي، نندارتونونو، مالي< تخنیکي او فني مرستو ته لاس رسی د لاسي صنایعو په برخه کې د ښځو له مهمو اړتیا وو څخه دي، چې دوی یې پر مټ کولای شي خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د لاسي صنایعو په برخه کې ښځې د خپلو تولیداتو د ستونزو په اړه په داسې حال کې شکایتونه کوي چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسي په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ځلې رسېدو وروسته، د صنعت او سوداګري په برخو کې پر ښځو د محدودیتونو تر څنګ په نورو برخو کې هم د دوی په کار او زده کړو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
که څه دا محدودیتونو په کور دننه او په نړیواله کچه غبرګونونو سره مل وو، خو له هم په خپل ځای دي.