د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین سېچوان ښار کې د چین ۲۰م نړیوال نندارتون د پرانیستلو مراسمو پر مهال وینا کې ویلي چې افغانستان د پراخو طبیعي منابعو، ځوان نفوس، زراعتي تولیداتو او مهم جغرافیایي موقعیت لرلو له امله د سوداګرۍ او ترانزیټ یوه سیمهییزه څلور لاره جوړېدای شي.
متقي په هغه ویډیو کې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیاء احمد تکل په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د دوشنبې په ورځ (د مې په ۲۶مه) خپره کړې، ویلي:
"چین نه یوازې زموږ ګاونډی هېواد دی بلکې د افغانستان یو ښه اقتصادي شریک هم دی، موږ په کرنه، زېربنایي او ټکنالوژۍ برخه کې د چین رول ډېر مهم بولو او هڅه کوو چې په یادو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ تلپاتې همکاري برابره کړو، غواړم د اطمينان په حیث ووایم چې د افغانستان دروازې د ټولو هغو سوداګرو او پانګوالو پر مخ خلاصې دي چې غواړي له افغانستان کار وکړي."
چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تر ټولو نژدې اړیکې لري.
خو دغه هېواد په تېرو نږدې څلورو کلونو کې، له هغه مهاله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، رښتیا څومره په عملي بڼه پانګونه کړې ده؟
په چین کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان سفیر جاوېد قایم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په اوسني وخت کې تړونونه شوي، خو عملي اقدام نه دی شوی. بېلابېل دلایل دي، خو تر ټولو مهم یې سیاسي اړخ دی، چې چین تر اوسه پورې هم د افغانستان واکمنانو (طالبانو) سره هومره اړیکې نه دي ګرمي کړي، لکه له خپلو نورو نږدې دوستانو سره یې، مثلاً پاکستان سره. نو دوی غواړي چې هم په سیمه او افغانستان کې دخیل اوسېږي، خو له پیله تر اوسه یې له دوی سره یو ځانګړی واټن ساتلی دی."
د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي هم ازادي راډیو ته په دې وویل:
"چین خو تر اوسه په افغانستان کې ډېرې تفاهمنامې لاسلیک کړې دي، خو عملي ګام یې نه دی پورته کړی. مثلاً د عینکو مسو کان نیولی، د امو سیند په سیمه کې د سینګهیان په نوم د ارومچي یو شرکت دی، هغوی د تېلو استخراج چې مخکې پیل شوی و، هماغه ته دوام ورکوي او خام تېل خرڅوي، خو چین تر اوسه په افغانستان کې کومه برسېره پانګونه نه ده کړې."
ښاغلی حافظي وایي چې که چین په رښتیني ډول غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، په خبره یې باید د عینکو د مسو کان په ګډون، "یو کمربند، یوه لاره" پروژې کې د افغانستان شاملولو، د کرنې، کانونو او پراختیایي سترو پروژو کې اقدام وکړي.
خو د ده په باور، دا چې د طالبانو حکومت لا تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، چین هم سترې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې چین له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې دغه هېواد سره له لسو میلیارد ډالرو زیاتې پانګونې ژمنې او تړونونه کړي دي او دوی یې د عملي کېدو غوښتونکي دي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:
"په دې څلورو کلونو کې د امارت (طالبانو) په راتګ سره، چین لومړنی هغه هېواد دی چې په افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا لري. نه یوازې علاقه لري، بلکې اقدام یې هم کړی دی. چین په شمال کې د طلاوو په برخه کې، په بدخشان او تخار کې ډېره پانګونه کړې ده. خو څه چې ډېر مهم دي، هغه دا دي چې په لویو پروژو کې د چین پانګونې ته جدي اړتیا ده. زموږ هیله ترې داده چې زموږ په لویو او عصري پروژو لکه د سمنټو، اوسپنې او فولادو په برخو کې مشخصې پانګونې وکړي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه او اقتصادپوهان وایي که چین په افغانستان کې پانګونې پراخې او عملي اقدامات ترسره کړي، نه یوازې د افغانستان، بلکې د منځنۍ اسیا، چین په ګټه به وي، حتا نړیوالو سوداګریزو قوي اړیکو ته اسانه او ارزانه لاره جوړېدای شي.
د یادونې ده چې د ۱۴۰۲ کال په سلواغه میاشت کې چین، بلال کریمي په بېیجینګ کې د طالبانو د سفیر په توګه ومانه؛ خو د طالبانو حکومت تراوسه د چین په ګډون، هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.