د پکتیا پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې د سوداګری په برخه کې د خصوصي سکټور په نووښت، د اړوندو ادارو په چوکاټ کې په اتیاوو غرفو کې د افغاني صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو درې ورځنۍ نندارتون جوړ شوی دي.
د برنامې منتظمین د یاد نندارتون موخې کورنیو صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه او کارونې ته يې، د خلکو هڅول یادوي.
اول کليپ-مسعود حقمل د برنامې منتظم
افغان صنعتکاران او سوداګر وايي، که چیرې حکومتي ادارې، خصوصي شرکتونه او نړیوال موسسات د بهرنیو هغه پر ځای افغاني تولیدات وکاروي، د عامو خلکو باور هم ورباندې لوړیږي او استعمال يې ژر دودیږي.
دویم کليپ-فضل الدین جلالزی سوداګر
سوداګر او صنعتکاران وايي، سره له دې چې په افغانستان کې صنعتي او کرنیزه برخه ښه شوې، خو بیا هم د کورنیو تولیداتو د کیفیت په اړه د خلکو مالومات لږ دي او د بهرنیو هېوادنونو تولیدات کاروي.
درېیم کليپ-شریف الله سوداګر
د افغاني صنعتکارانو او د کرنیزو توکو د شرکتونو یوه دایمي غوښتنه، بهرنیو په ځانګړې ډول، عربي هېوادونو، اروپا او د امریکا بازارونو ته د افغاني توکو صادرول او د دې هېواد د سوداګریزې برخې پراختیا ده.
څلورم کليپ- مولوي عظیم الله د صنعت او سوداګری رئیس
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د برخې مسوولین وايي، له دې نندارتون سربیره په روان کال کې په خوست، لوګر، پنجشیر، سرپل، هېلمند، بادغیس او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ورته ملي نندارتونو جوړول په پام کې لري.