خبرونه
د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د خصوصي سکتور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د یوسل او درې اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ د یوه تړون خبر ورکوي.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا تړون د دواړو خواوو ترمنځ د تیلو او ساختماني سکتورونو په برخه کې لاسلیک شو.
د یوې اعلامیې له مخې، د تاتارستان مرستیال لومړي وزیر او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمیرویچ کوروبچینکو، چې د تړون لاسلیک کولو لپاره کابل ته تللی، طالبانو ته بلنه ورکړه چې د تاتارستان د نفتي موادو په نندارتون کې چې د اګست په ۲۶مه پرانیستل کیږي، برخه واخلي.
روسیه لومړنی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپیژند او له طالبانو سره یې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکي ټینګ کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اماراتو هوايي شرکت ۶۵ نوې لویې الوتکې اخلي
د اماراتو هوايي شرکت غواړي ۶۵ نوې لویې بویینګ ۹-۷۷۷ ډوله مسافروړونکې الوتکې وپیري.
دا پریکړه نن د دوبۍ د هوايي نندارتون په پرانیسته کې اعلان شوه.
د دغه تړون ارزښت ۳۸ میلیارد ډالره بلل شوی.
دا تړون به د نړۍ په کچه د لویو مسافروړونکو الوتکو په پېرلو کې د اماراتو د هوایي شرکت دریځ لا پیاوړی کړي.
بوینګ شرکت هم موافقه کړې چې د لویو مسافروړونکو الوتکو د جوړولو امکانات سنجوي.
یوې محکمې د بنګله دیش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه په مرګ محکومه کړه
پر هغې د "بشریت ضد جرمونو" تور لګول شوی.
۷۸ کلنه شیخ حسینه چې اوس هند ته پناه وړې د محکمې دې محاکمې ته له ورستنېدو ډډه وکړه.
محاکمه د هغو تورونو د څېړلو لپاره وه چې ویل کېږي شیخ حسینې د زده کوونکو په مشرۍ د پاڅونوالو پر ضد د ځپونکو اقداماتو امر ورکړی وو.
په بنګله دېش کې د مرګ سزا د اعدام په واسطه ترسره کیږي.
افغان لوبغاړو د اسلامي پیوستون له لوبو د نقرې او برنزو دوه مډالونه ګټلي
د تکواندو ملي لوبغاړي محسن رضايي وتوانېد د عربستان، ازبکستان او آذربایجان لوبغاړي مات او د سپینو زرو/نقرې مډال وګټي.
محسن رضايي په فاینل کې د طلا په سر له ایراني لوبغاړي سره مخ وو خو د راپورونو له مخې د ورپېښې ناروغۍ په سبب سم ونه لوبېد او لوبه یې وبایلوده.
اخوا په ووشو کې بیا جعفر سلطاني د سعودي عربستان او یمن لوبغاړي مات کړل او د برنزو مډال یې وګاټه.
تر هغه مخکې د افغانستان د موی تای اتل محمد یوسف جهانګیر د اسلامي پیوستون له لوبو د سرو زرو/طلا مډال ګټلی وو.
افغانستان دا وار د اسلامي پیوستون سیالیو ته چې نږدې شپیته هېوادونه پکې برخه لري اویا لوبغاړي استولي.
راپورونه: ایراني ځواکونو سیستان بلوچستان کې لږ تر لږه ۷ افغان پناه غوښتونکي وژلي
د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان حاش وش رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه اوه افغان پناه غوښتونکي د ایراني ځواکونو له خوا وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
دغه سازمان پرون په یوه بیان کې ویلي چې پېښه د جمعې په ورځ د سیستان بلوچستان اړوند سراوان سیمه کې شوې ده.
په بیان کې راغلي چې ایراني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو په ډزو سره دا افغانان هدف ګرځولي.
سراوان چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان له څو سرحدي سیمو سره هم نږدې ده ایران ته د افغان کډوالو د ور اوښتو یوه عمده لار بلل کېږي.
حال وش همدارنګه زیاته کړې چې ایراني پوځیانو لسګونه افغانان چې ایران ته ور اوښتي وو نیولي او په زاهدان کې یې د ډيپورټ کمپونو ته استولي وو چې ظاهراً د شنبې په ورځ افغانستان ته لېږل شوي.
د ایران د بشري حقونو دغه سازمان په خپله انسټاګرام د یادې پېښې اړوند ځینې زړه بوږنوونکې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې پکې مړي/وینې ښکاري خو ازادي راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
د راپورونو له مخې ایران تر دې مخکې هم لسګونه افغان پناه غوښتونکي وژلي او ټپيان کړي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځ بالکان هېوادونو د سفر په لړ کې نن مونتي نیګرو او سربیا ته ځي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د یکشنبې په ورځ د شپږو لویدیځ بالکان هیوادونو په سفر کې سارایوو ته ورسید چې له اروپایي ټولنې سره د دغو هېوادونو د یوځای کېدو پر سر خبرې وکړي.
د جرمني خبري اژانس ویلي، وادفول د بوسنیا هرزګوینا له چارواکو سره خبرو کې ویلي، د اروپا په زړه کې سوله او ثبات یوه اړتیا ده او د بوسنیا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د اروپايي اتحادیې په لور خپل سفر ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده چې نوموړی نن دوشنبې مونټینیګرو او البانیا ته سفر وکړي او ماښام سربیا ته الوتنه وکړي.
وادفول تر سفر مخکې له بالکان هېوادونو وغوښتل چې نور اصلاحات هم عملي کړي.
عراقچي: ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته د یورانېمو پخول درولي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، هېواد یې پر دوی د اسراییل او امریکا د جون میاشتې تر ویجاړونکو بریدونو وروسته، هیڅ ځای کې یورانیم نه پخوي.
عراقچي پرون یکشنبه ( د لړم ۲۵مه) یوې غونډې ته وویل، ایران که څه هم ځان ته د دې کار حق ورکوي، خو په وینا یې دا کار نه کوي او ټولې اټومي بټۍ یې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څار لاندې دي.
اسراییل او متحده ایالتونو په تېره جون میاشت کې د ایران پر مهمو اټومي او پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل او د پام وړ زیان یې ور واړوه.
په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز، چې د سپوږمکۍ انځورونه یې څیړلي وایي، د ایران په دریو ویجاړو شویو بټیو اصفهان، نطنز او فوردو کې ډېر کم فعالیت ترسترګو کیږي.
دغو څيړونکو ویلي، یوازې نطنز اټومي بټۍ ته نژدې پیکاکس غره کې د رغونې چارې پيل کړي دي.
د فرانسې له یوه موزیم څخه د سل میلیونه ډالرو په ارزښت غلا شویو ګاڼو د موندلو هڅې روانې دي
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، د لوور له مشهور موزیم څخه د غلا شویو ګاڼو د بیرته موندلو هیلې شته.
د جرمني د خبري اژانس پر اساس لوران نونز نن یکشنبه ( د لړم ۲۵مه) ویلي، هیڅ شواهد نشته چې وښيي غلا شوې ګاڼې دې چیرته پلورل شوې وي.
د اکتوبر په ۱۹مه د غلو یوې ډلې له لوور موزیم څخه د شاوخوا سل میلیونه ډالرو په ارزښت ګاڼې غلا کړې.
غلو د موزیم مخې ته یو بارړونکی موټر چې لوړو ودانیو ته د ختلو پر وسیلو سمبال و، پارک او بیا یې غلا وکړه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، د څلورو مشکوکو غلو له ډلې احتمالا درې تنه یې نیول شوي دي.
لغمان کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي
په لغمان کې د طالبانو یو امنیتي چارواکی وايي چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې شپږ کسان مړه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د لغمان د امنیې قوماندانۍ د ویاند یونس یوسفزي له قوله ویلي چې پيښه نن سهار په قرغه یی ولسوالۍ کې د موټر د چپه کېدو له کبله شوې.
د هغه په وینا، په دې پیښه کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د پيښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
ترکیه کې په ظاهره غذایي مسمومیت د یوې جرمني کورنۍ درې غړي مړه کړي
د ترکیې پولیسو د خوړو د مشکوک مسمومیت له کبله د یوې جرمنۍ میرمنې او دوو ماشومانو تر مړینې وروسته درې تورن کسان نیولي دي.
دغه جرمنۍ ښځه له خپل خاوند او یوه شپږ کلن زوی او درې کلنې لور سره د تیرې اونۍ په یکشنبې استانبول ته تللي وو.
د ښځې خاوند د روغتون د بیړنیو حالاتو په څانګه کې بستر دی.
د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.
د ترکیې انادولو خبري اژانس ویلي، درې تورن کسان د هغه هوټل کارکوونکي دي چې د دغې جرمنۍ کورنۍ کوربه توب یې کاوه.
د جرمني خبري اژانس بیا ویلي، ټول نیول شوي تورن کسان ۷ تنه دي.
تراوسه لابراتواري څیړنې نه دي بشپړې شوي، خو د مرګ لامل په ظاهره غذایي مسمومیت بلل شوی دی.
تر دې پيښې وروسته دوه نور ګرځندویان هم د مسمومیت له کبله په روغتون کې بستر شوي دي.
د افغانستان کریکټ الف لوبډله سریلانکا ته تر ماتې ورکولو وروسته له بنګله دېش سره مخامخ کیږي
د اسیا د ځوانانو په شل اوریز کریکټ جام کې سبا ( دوشنبه د لړم ۲۶مه) د افغانستان د کریکټ الف لوبډله د بنګله دیش له الف لوبډلې سره لوبه لري.
لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره کیږي.
افغان لوبډلې تیره ورځ د همدې سیالیو په لړ کې سریلانکا ته په دریو ویکټو ماته ورکړه.
سریلانکا د پچې په ګټلو سره توپ وهنه پيل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلې وکولای شوای چې په وروستي اور کې دغه هدف پوره او لوبه وګټي.