روسیې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د دوی دریځ د تیر کال راهیسې بدل شوی نه دی ځکه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل شرایط ټاکلي وه او هغه دا چې د اوکراین له مهمو سیمو څخه د کیېف د ځواکونو بشپړه وتل او د ناټو د برخه جوړېدو له غوښتنې لاس اخیستل.
پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جمعې په ورځ په الاسکا کې سره وویني، چې د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړي. دا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا او روسیې لومړۍ سرمشریزه ده. ټرمپ ویلي، د دې لپاره چې دا کار ترسره شي، دواړې خواوې به د دوی په واک کې ځینې مځکې سره تبادله کوي.
روسیه اوس مهال د اوکراین ۱۹٪ برخه تر خپل کنټرول لاندي لري. په دې کې د کریمیا ټوله برخه، د لوهانسک ټوله برخه، د دونيڅک، زاپوریژیا او خیرسون تر ۷۰٪ زیاتې سیمې، او د خارکیف، سومي، میکولیف او د نیپروپیتروفسک سیمې شاملې دي.
وروسته له هغه چې یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې پوتین چمتو دی د مځکو پر سره جوړجاړی وکړي، خبریالانو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویاند، الیکسي فادیف څخه پوښتنه وکړه چې ایا د روسیې دریځ بدل شوی که نه.
ده وویل:
"د روسیې دریځ نه دی بدل شوی او په همدې تالار کې یوازې یو کال مخکې د جون په ۱۴، په ۲۰۲۴م کال کې دا خبره شوې وه. "
هغه مهال د احتمالي جوړجاړي لپاره پوتین له دونیڅک، زاپوریژیا او خیرسون له هغو برخو څخه د اوکرایني ځواکونو د وتلو په ګډون غوښتنې وړاندې کړې وې چې دوی یې لاهم کنټرولوي.
پوتین دا هم ویلي وه چې کیېف باید په رسمي ډول مسکو ته خبر ورکړي چې د متحده ایالاتو په مشرۍ په ناټو نظامي ایتلاف کې د شاملیدو پلانونه پریږدي، او اراده لري چې بې طرفه پاتې شي.
په ۲۰۲۴ کال کې اوکراین د هغه غوښتنې رد کړې او د یو بې مانا خبرداري په څیر یې وبللې.
اوکراین په وار وار ویلي چې هیڅکله به د روسیې له خوا د خپلې خاورې اشغال په رسمیت ونه پیژني، او ډیری هیوادونه د اوکراین خاوره په رسمیت پیژني.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې روسیه باید د مځکنیو مسلو په اړه تر بحث مخکې پر اوربند موافقه وکړي. ده ویلي چې به د روسیې هر هغه وړاندیز رد کړي چې اوکراین خپل سرتیري د ختیځ دونباس سیمې څخه وباسي او خپلې دفاعي کرښې پریږدي.