د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۴

ټرمپ او پوتین به په الاسکا کې د اوکراین د جګړې په اړه سره وویني؛ زیلینسکي د ځمکې احتمالي تبادله رد کړه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د راتلونکې جمعې په ورځ په اوکراین د روسیې د ۴۱ میاشتني یرغل د پای ته رسولو په موخه په الاسکا کې خبرو ته سره کیني.

دا غونډه به ، چې لومړی د ټرمپ لخوا اعلان او بیا د کریملین لخوا تایید شوه، د جنوري په میاشت کې د ټرمپ د واک ته رسیدو راهیسې د دواړو ولسمشرانو او په تیرو څلورو کلونو کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې وي.

په جینیوا کې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایدن او پوتین ترمینځ د ۲۰۲۱ کال په جون کې غونډې نه اووه میاشتې وروسته روسیې په اوکراین بشپړ برید پیل کړ او د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې شوې.

په الاسکا کې د جمعې د ورځې خبرې په یوه مهم وخت کې کیږي.

ټرمپ په زیاتیدونکې توګه د پوتین څخه ناهیلی دی. کریملین د اوکراین په اړه خپلو اوچتو غوښتنو کې د انعطاف کومه نښه نه ده ښودلې . تراوسه ټرمپ او پوتین شپږ ځلې په ټیلیفون سره خبرې کړي دي، او د سپینې ماڼۍ مشر استازي لږترلږه درې ځله مسکو ته سفر کړی دی.

ټرمپ د تیرې جمعې په ورځ (د اګست په ۸مه) د غونډې دخبر په اعلانولو سره، وویل هر ډول پریکړه کې ممکن "د سیمو تبادله" شامله وي .

خو دا خبره کیدای شي د کیف د اوږدمهاله دریځ سره په ټکر کې وي چې ویلي یې دي ټولې هغه سیمې چې روسیې لاندې کړي باید بیرته ترلاسه کړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل:

موږ به یو څه بیرته ترلاسه کړو، او موږ به یو څه بدل کړو.


هغه زیاته کړه :

د دواړو د مصلحت لپاره به د سیمو ځینې تبادله وشي، مګر موږ به په دې اړه وروسته یا سبا خبرې وکړو.


ټرمپ دا هم وویل چې پوتین سره د هغه غونډه به ممکن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره له لیدو مخکې وي، که څه هم دا روښانه نده چې زیلنسکي سره د ترمپ غونډه به کله ترسره شي.

زیلینسکي، چې د الاسکا په غونډه کې به ګډون ونکړي، روسیې ته د ځمکې د ورکولو هر ډول نظر په کلکه رد کړ.

هغه د ټرمپ د اعلان څخه څو ساعته وروسته په خپره شوې ویډیو کې وویل:

اوکراینیان به خپله ځمکه اشغالګر ته ورنکړي.


زیلنسکي د خبرو په دوام کې وویل :

دا جګړه باید پای ته ورسیږي - او روسیه یې باید پای ته ورسوي. روسیې پیل کړې او دوام ورکوي ، ټول ضرب الاجلونه له پامه غورځوي، او همدا ستونزه ده، بل څه نه دي.


په اوکراین د روسیې یرغل - چې له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې تر ټولو لویه ځمکنۍ جګړه ده - اوکراین ویجاړ کړی او روسیې اقتصاد او کورنی سیاست دواړه یې بدل کړي دي.

د لویدیځ د اټکلونو له مخې، په دې جګړه کې د روسیې ، له یو ملیون څخه ډیر کسان مړه او ټپیان شوي دي .

د اوکراین لخوا له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډیر کسان مړه شوي ، چې د مړو او ټپیانو ټولټال شمیر یې شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ دي.

د تلفاتو او نړیوال فشار سره سره، پوتین د جګړې په ډګر کې او بهر د خپلې برلاسي لپاره فشار راوړی دی.

روسي ځواکونو په وروستیوڅو میاشتو کې د اوکراین په ښارونو د ګڼ شمیر توغندیو او ډرونونو بی ساري بریدونه کړي دي. روسي ځواکونو د دوو لویو ښارونو، پوکروسک او چاسیو یار شاوخوا دفاعي کرښو باندې فشار زیات کړی او دغو ښارونو ته نږدې شوي دي.

د کریملین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف د غونډې د خبر د تایید په مهال وویل چې الاسکا په شمالي قطب کې د دواړو هیوادونو ګډو پولو په پام کې نیولو یو سمبولیک موقعیت لري.

اوشاکوف د کریملین لخوا په خپره شوې ویډیو کې وویل:

روسیه او متحده ایالات نږدې ګاونډیان دي، چې یو بل سره پوله لري.


هغه زیاته کړه :

البته ولسمشران به د اوکراین د کړکیچ د دایمی حل په امکاناتو تمرکز وکړي.


د امریکا پخواني ولسشمرجوبایدن داوکراین د جګړې له پیل وروسته پوتین سره مخامخ خبرې رد کړي خو دا چې ټرمپ پوتین سره کیني دا پریکړه څرګندوي چې هغه په دې باور دی چې د روسیې ولسمشر سره یې اړیکی کیدای شی دیوې دوامدارې سولې نتیجه ورکړي.

بلخوا دا چې پوتین د زیلنسکی یا اوکرایني چارواکو له شتون پرته ټرمپ سره مخامخ خبرې کوي دده لپاره یوه کوچنۍ بریا ځکه ګڼل کیږي چې پوتین زیلنسکي یو غیرقانوني مشر ګڼي او په دې باور دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره لوی جوړجاړی یواځې په مستقیم ډول متحدوایالاتو سره کیدای شي.

متحده ایالاتو ته سفر کول د پوتین لپاره یوه بله کوچنۍ بریا هم ده چې د نړیوالې جنایي محکمې لخوا يې د جنګي جرمونو په تور د نیولو امر صادر شوی دی. یوازې د محکمې غړي هیوادونه مکلف دي چې پوتین توقیف کړي، او د ټرمپ اداره په ښکاره ډول د هاګ محکمې سره دښمني او مخالفت پالي .

XS
SM
MD
LG