د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۹

د ټرمپ او پوتین د لیدو په درشل کې اروپایي مشرانو د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا پر خوندیتوب ټینګار وکړ


ارشیف
ارشیف

د اروپایي ټولنې مشرانو د روسیې او اکراین د سولې د خبرو په درشل کې له اوکراینه کلک ملاتړ اعلان کړی دی. دا وروسته تر دې چې امریکا وړاندیز وکړ چې اوکراین دې د خپلې خاورې یوه برخه روسیې ته ور پریږدي او کیف پر دغه وړاندیز باندې غبرګون وښود.

د بریتانیا، فرانسې، ایتالیا، جرمني، پولنډ او فنلند مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د سولې په هره هوکړه کې باید د اوکراین حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي وي.
اعلامیه کې راغلي چې اوکراین د خپل برخه لیک د ټاکلو ازادي باید ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا او روسیې ولسمشران ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین د راتلونکې جمعې په ورځ په الاسکا کې سره وګوري.

دا لیده کاته د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په هدف پلان شوي دي.

دا له کله چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره پيل کړې، د هغه او پوتین لومړنی مخامخ ملاقات دی.

له تیرو ۴ کلونو راهیسې به دا لومړی ځل وي چې د امریکا او روسیې ولسمشران مخامخ سره ګوري.

له دې سره همهاله ( ان.بي.سي) خبري شبکې د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله ویلي چې سپینه ماڼۍ دغو لیدو کتو ته د اوکراین د ولسمشر پر بلنې هم کار کوي.

دغه موضوع د سپینې ماڼۍ رسمي سرچینو نه ده تایید کړې.

ټرمپ د تیرې جمعې په ورځ له پوتین سره د ملاقات خبر ورکړ او وې ویل د سولې هوکړه کې ممکن د ( ځمکې د تبادلې) مسله شامله وي.

دا خبره د کیف له هغه دریځ سره اړخ نه لګوي چې ویلې یې دي، ټولې هغه سیمې بیرته غواړي چې روسیې ولکه پرې ټینګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG