په داسې حال کې چې رپوټونه وايی اروپایانو د اوربند لپاره د امریکا د وړاندیز ترڅنګ یو بدیل پلان وړاندې کړی، د فرانسې ، بریتانیا ، جرمني ، ایټالیا ، پولنډ او فنلنډ مشرانو په ګډه اعلامیه کې وویل
مونږ باور لرو چې یواځې هغه تګلاره چې هم فعاله د یپلوماسي او هم د اوکراین ملاتړ او د روسیې په فدراسیون باندې ددوی د غیرقانونی جګړې د پای ته رسولو لپاره فشار په کې شامل وي بریالۍ کیدی شي.
اعلامیه زیاتوي چې دغو مشرانو موافقه وکړه چې " قوي او باوري امنیتي ضمانتونو ته اړتیا ده ترڅو اوکراین وکولای شي چې په مؤثره توګه د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي."
په اعلامیه کې چې د اروپایی کومیسیون د مشرې اورزلا واندرلین لخوا هم لاس لیک شوې راغلې دي چې "اوکراین د خپل برخلیک د ټاکنې آزادي لري. "
د اروپایی مشرانو اعلامیه په داسې حال کې خپریږې چې ټاکل شوې دامریکا او روسیې ولسمشران ډونالډ ټرمپ او ویلادیمیر پوتین په اوکراین کې د جګړی د پای ته رسولو لپاره ، د راتلونکې جمعه په ورځ د متحدو ایالاتو په الاسکا کې خبرو ته سره کیني.
دابه په تیرو څلورو کلونو کې ددواړو هیوادونو د ولسمشرانو لومړی مخامخ غونډه وي.
این بي سي نیوز، د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي او دریو نورو با خبره منابعو په حواله دشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې سپینه ماڼۍ په دې غور کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د الاسکا غونډې ته راوبلي.
خو رویټرز خبري آژانس وروسته د سپینې ماڼۍ د یو بل چارواکي له قوله وویل په داسې حال کې چې ټرمپ به په الاسکا کې د درې اړخیزې غونډې لپاره اماده وي، خو د اوس لپاره پلانونه لکه څنګه چې د روسیې د مشر لخوا یې غوښتنه شوې یواځې د ټرمپ او پوتین د خبرو اترو لپاره دي.
سره لدې چې زیلنسکی پوتین سره مستقیمو خبرو اترو ته امادګی ښودلی خو پوتین تر دې دمه ددغسې یوې غونډې څخه انکار کړی دی.
ټرمپ ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر ډول حل کې "د سیمو تبادله" شامل کیدی شي. خو دا خبره د کیف د اوږد مهالي دریځ سره په ټکر کې ده چې وايی ټولې هغه سیمې چې روسیې لاندې کړي باید بیرته ترلاسه کړي.
ټرمپ د تیرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل:
موږ به یو څه بیرته ترلاسه کړو، او موږ به یو څه بدل کړو.
هغه زیاته کړه :
د دواړو د مصلحت لپاره به د سیمو ځینې تبادله وشي، مګر موږ به په دې اړه وروسته یا سبا خبرې وکړو.
خو د ټرمپ له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته زیلنسکی په یوه ویډیو کې خبرداری ورکړ چې له کیف پرته به د سولې هر ډول تړون یا د سیمې پریښودل د منلو وړ نه وي.
هغه وویل:
اوکرایین به خپله ځمکه اشغالګر ته پرینږدي.
د اوکراین ولسمشر ټینګار وکړ چې: "هرې هغه پریکړې چې اوکراین په کې شامل نه وي په واقعیت کې دسولې ضد پریکړې دي. هیڅ نتیجه به ونلري. دا به مړې پریګړه وي. هیڅ ګټه به ونلري. "
زیلنسکی زیاته کړه : "د اوکراین لپاره د سولې تګلاره باید په ګډه وټاکل شي - او یواځې د اوکراین سره یوځای - دا مهم اصل دی."
دفرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ، زیلینسکي او نورو لویدیځو متحدینو سره له تلیفوني خبرو وروسته ورته څرګندونو کې وویل چې "د اوکراین راتلونکی له اوکراینیانو پرته،چې د څه دپاسه دریو کلونو راهیسې د خپلې آزادۍ او امنیت لپاره جنګیږي، نشي ټاکل کیدی."
وال سټریټ ژورنال، د مرکچیانو په حواله چې نوم یې نه دی ذکر کړی ، د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې اروپایي چارواکو د متحدوایالاتو د پلان په وړاندې بدیل وړاندیز کې ټینګار کړی چې د هربل ګام څخه دمخه باید لومړی اوربند وشي او دځمکو تبادله باید متقابله او امنیتي ضمانتونو سره تړلې وي.
په اوکراین د روسیې یرغل - چې له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې تر ټولو لویه ځمکنۍ جګړه ده - اوکراین ویجاړ کړی اود روسیې اقتصاد او کورنی سیاست دواړه یې بدل کړي دي.
د لویدیځ د اټکلونو له مخې، په دې جګړه کې د روسیې له یو ملیون څخه ډیر کسان مړه او ټپیان شوي دي .
د اوکراین لخوا له ۱۰۰،۰۰۰ څخه ډیر کسان مړه شوي ، چې د مړو او ټپیانو ټولټال شمیر یې شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ دي.