د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی لا هم له افغانستان سره د ستونزو د حل په خاطر " خبرو اترو" ته ژمن دي.
فرانس پریس تېر ماښام ( د لړم ۱۸مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په حواله دا خبره کړې ده.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي " د پاکستان اصلي اندیښنه هغه ترهګري ده چې له افغانستانه سرچینه اخلي او د دې کار مخنیوی یو لومړیتوب دی."
د طالبانو حکومت بیا وړاندې تر دې دا ډول تورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، د ترهګرۍ یا پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه، د پاکستان کورنۍ مسله ده.
د دواړو لورو د سولې دریم پړاو خبرې د تیرې پنجشنبې او جمعې په ورځو په ستانبول کې وشوې چې بې پایلې پای ته ورسېدې.
د افغانستان لوری وایي، خبرې ځکه بې پایلې شوې چې د پاکستان لوری هیڅ ډول مسولیت اخیستو ته چمتو نه و، خو پاکستاني لوری بیا د طالبانو حکومت ګرم بولي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون په کابل کې یوې غونډې ته ویلي" د پاکستان استازو په مذاکراتو کې ځینې هغه وړاندیزونه او غوښتنې لرلې، چې هغه د عمل وړ نه وې، هغه معقولې نه وې. د مثال په ډول، د دوی غوښتنه داوه چې ویل یې، مونږ ته دا تضمین راکړی چې پاکستان کې به بیا امنیتي پیښه نه کیږي. نو ایا مونږ د پاکستان د امنیت ضمه وار یو؟ ایا مونږ هلته سوله ساتي ځواکونه لرو؟ حتی یوځل دا غوښتنه هم وشوه چې د ټي ټي پي ګروپونه دې ( له پاکستانه) افغانستان ته واړول شي. افغانستان لیونی دی چې ستا غم خپل کور ته راوړي."
د پاکستان حکومت سملاسي د متقي په دغو څرګندونو تبصره نه ده کړې.
په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون وویل چې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر یې پاکستان ته سفر کوي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سولې یو تړون ممکن کړي.
اسلام اباد ته د ترکي پلاوي د سفر کره نیټه لا نه ده اعلان شوې او تراوسه دا هم معلومه نه ده چې دغه پلاوی د کابل د سفر نیت هم لري او که نه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ وروسته تر هغه رامنځته شو چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د اکتوبر په ۹مه پر کابل هوایي برید وکړ.
تر هغه برید وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونو ډیورند کرښې ته نژدې پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل چې د هغه لوري له ځوابي حملو سره مخ شول.
هغو بریدونو کې دواړو لورو ته لږ تر لږه ۷۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
تر دغو بریدونو وروسته قطر او ترکیې منځګړیتوب ته را ودانګل او دواړه لوري یې لږ تر لږه یوځل په دوحه او دوه ځله په ستانبول کې خبرو ته سره کینول چې تراوسه یې د پام وړ کومه پایله نه ده ورکړې.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل په هدف باید د ترکیې هڅې دوام وکړي.
هغه پرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د خبرو پر بې پایلیتوب ناهیلی شوی دی.
که څه هم پاکستان ادعا کوي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي، خو طالبان بیا وایي، دوی ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه کارول کیږي.