د هرات ولایت یوه ۵۳ کلنه اوسېدونکې ښځه بیا ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د برقعې د جبري کولو له پرېکړې وروسته نه یوازې په ټول ولایت، بلکې په خبره یې حتی د دې ولایت روغتونونو او دولتي ادارو کې هغو ښځو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي چې برقع ونه لري.
دا ادعا کوي چې دا او یو شمېر نورې ښځې حتی له دې امله د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د محتسبینو د لفظي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي:
دا پنځه شپږ ورځې یې د برقعې له امله پر خلکو سخت فشارونه راوستي، دوی (طالبان) د روغتون مخې ته ولاړ وي چې له برقعې پرته نه څوک پرېږدي چې راووځي او نه روغتون ته ننوځي، حتی د روغتون پرسونل ته یې ویلي چې کورنیو ته مو زنګ ووهئ چې برقع درته راوړي بیا تاسو ووځئ، څو ښځې یې چې مخې ته ودرېږي یا وهل کېږي یا ورته تاوتریخجنې خبرې کويد هرات یوه اوسیدونکې
هغه زیاتوي: « زه خپله پیاده روي ته تللې وم، سره له دې چې بشپړ حجاب مې کړی و، ما ته یې ویل بل ځل دې له برقعې پرته ونه وینو، ویل چې تا ځان سره بیایو او کورنۍ او خاوند دې هم زنداني کوو.»
که څه هم د هرات ولایت لپاره د طالبانو د حکومت چارواکو او د دوی د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د دې مېرمنو د ستونزو، شکایتونو او ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو سیف الاسلام خیبر د یکشنبې په ورځ رسنیو ته یو استولي غږیز پیغام کې دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې نه یوازې هرات، بلکې په ټول افغانستان کې ښځې او نجونې د "اسلامي حجاب" په رعایت مکلفې دي.
د یادونې ده چې د بې پولې ډاکترانو سازمان (اېم اېس اېف) هم د یکشنبې په ورځ «د نومبر پر ۹مه» پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) لیکلي چې د نومبر له پنځمې نېټې راهیسې، په هرات ولایت کې سیمه ییز محدودیتونه پلي شوي دي چې له مخې یې ښځینه ناروغانې، پایوازانې او روغتیایي کارکوونکې اړې دي چې د هرات د حوزوي روغتون په ګډون، روغتیایي مرکزونو ته د ننوتلو لپاره برقع یا چادري واغوندي.
«اېم اېس اېف» د دې سازمان د یوې مدیرې سارا شَتو په حواله لیکلي چې "دا محدودیتونه د ښځو ژوند نور هم له خنډ سره مخ کوي او روغتیا خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدودوي".
د بې پولې ډاکترانو سازمان په خپل دې بیان کې اندېښنه ښودلې چې د دې نویو محدودیتونو له امله په تېرو دوو ورځو کې، د هرات ولایتي روغتون کې د بېړنیو حالاتو لرونکو ناروغانو داخلېدل ۲۸ سلنه کم شوي دي.
د هرات یوه بله اوسېدونکې ۴۵ کلنه مېرمن ده چې وایي له تېرې یوې اوونۍ په ځانګړې توګه دوو ورځو راهیسې په دې ولایت کې ښځې او نجونې د برقعې (چادري) جبري کېدو سره مخ دي.
دې مېرمن چې د موضوع د حساسیت له امله نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو وویل:
«زه نن خپله ولاړم، یوه برقع مې په ۱۲ سوه افغانیو واخیسته، ځکه ایران ته روانه یم او مرز کې د امر بالمعروف کسان ولاړ وي چې برقع ونه لرې، راښکته کوي دې او د موټر چلوونکي سر هم خریي، روغتون ته، ریاستونو ته هېڅ چېرې ښځې له برقعې پرته نه پرېږدي، بیرون دکاندار، خلکو، ښوونځیو او ټولو ځایونو کې یې ویلي چې ښځې له برقعې پرته مه پرېږدئ، دا حالت موږ ښځو ته ډېر سخت دی، داسې یو څه چې یو انسان کله نه وي اغوستی او اوس په دې حالاتو کې له مرګ هم بدتره دی.»
په دې ولایت کې یوې نجلۍ چې دې هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د طالبانو دې پرېکړې له سختو ننګونو سره مخ کړې دي:
«دوی پر ښځو ډېر فشار راوستی چې برقع واغوندئ، حتی دا د هرات بازار کې چې ښځې خرید ته ځي دوی ( طالبان) ولاړ دي، ښځو ته وایي چې زر شه همدا اوس برقع واخله او واغونده، زما مور چې حجاب یې هم کړی و، ورته ویلي چې یا باید برقع واغوندې یا هېڅ نور له کوره مه راوځه، دا زموږ لپاره ډېره سخته شوه، ځکه زه شخصاً اصلا د برقعې په اغوستلو بلده هم نه یم.»
د طالبانو د حکومت مشر ملا هبتالله اخندازه د ۱۴۰۱ د ثور په ۱۷مه په یو فرمان کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نه غوښتي و چې په ښځو باندې حجاب په اجباري ډول عملي کړي او د امکان تر بریده باید ښځې په کور کې وي.
په دې فرمان کې ملا هبتالله ویلي و چې ښځې دې په عمومي ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي، له اړتیا پرته دې له کوره نه وځي او د سرغړونې په صورت کې به د (نجونو او ښځو) د کور مسؤل مجازات شي.
له هغه مهاله تر اوسه د طالبانو د مشر دا فرمان او تطبیق یې په افغانستان کې دننه او بهر له غبرګونونو سره مل دی.