د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۷

ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره د رغنده خبرو هیله لري


ولسمشران؛ ټرمپ او پوتین
ولسمشران؛ ټرمپ او پوتین

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر تمه ښکاره کړه چې د روسیې له ولسمشر سره به یې خبرې د اوکراین د جګړې په تړاو ګټورې وي. په دې ترڅ کې اروپایي ټولنه هڅه کوي چې په دې خبرو کې د اوکراین ولسمشر له پامه ونه غورځول شي.

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې خبرې غونډې ته وویل چې هڅه به یې وي چې له خپل سیال سره د خبرو پرمهال سمدستي اوربند ته لاره هواره شي.

ټاکل شوې ده چې ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره د جمعې په ورځ په الاسکا کې خبرې وکړي.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ پسې زیاته کړه چې دی به ولادیمیر پوتین ته ووایي چې دا نژدې درې کلنه جګړه پای ته ورسوي.

ولسمشر ټرمپ دا خبره بیا تکرار کړه چې د اوکراین او روسیې ترمنځ به په احتمالي معامله کې د مځکې تبادله شامله وي. ده وویل، له پوتین سره به د خبرو په لومړیو دوو دقیقو کې پوه شي چې ایا موافقه ترلاسه کیدای شي که نه او دا غونډه به په رښتیا حساسه وي.

د امریکا ولسمشر بیا وویل چې له ولادیمیر پوتین سره تر لیدو وروسته به د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او نورو اروپایي مشرانو ته زنګ ووهي.

ښاغلي ټرمپ دا هم وویل چې د سولې دا احتمالي معامله له امریکا سره ارتباط نه لري چې دی یې پریکړه وکړي، خو ده څرګنده کړه چې د زیلینسکي او پوتین غونډه د شخړې د حل لپاره مهمه ده. ټرمپ بیا وویل چې راتلونکې غونډه به د زیلینسکي او پوتین یا که دوی یې اړتیا ویني دی به هم برخه پکې واخلي.

په دې ترڅ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها سره په یوه ویډیو کنفرانس کې خبرداری ورکړی چې په الاسکا کې سرمشریزه کولی شي چې داسې دیپلوماتیک دام ته زمینه برابره کړي چې روسیه یې د جګړې له مسوولیت څخه د تیښتې او د نورو بریدونو لپاره د پښې ایښودلو لپاره د فرصت په توګه وکاروي.

د آزادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر څانګې په وینا، پر اوکراین د روسیې یرغل په تیرو ۵۰ کلونو کې په اروپا کې تر ټولو د لویې جګړې سبب شوی دی او دې جګړې اوکراین وران کړی، د روسیې اقتصاد یې په یوه جنګي ماشین بدل کړی او د مسکو واکمن حکومت یې په یوې داسې ادارې بدل کړی چې هر ډول مخالفت جرم ګڼي.

د لویدیځو اټکلونو له مخې، د روسانو د مرګ ژوبلې شمیر له یو ملیون څخه اوړي، په اوکراین کې د جګړې له امله د مړو شمیر له یولک کسانو زیات دی او په ټوله کې مرګ ژوبله شاوخوا څلور لکو ته په دغه هیواد کې رسیږي.

XS
SM
MD
LG