د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۱

له ایرانه د افغانانو د اخراج دوام، ملګري ملتونه وایي، ستنیدنه باید په خوښه وي، نه په زور


اسلام کلا ته له ایرانه اخراج شوي افغان کډوال
اسلام کلا ته له ایرانه اخراج شوي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو په کچه کې د بې ساري زیاتوالي خبر ورکړی دی. یو این ایچ سي ار په یوه اعلامیه کې چې پرون یې خپره کړې ویلي چې یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له دې هیواده له ۴۳ زره ډېر افغان کډوال راستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري) یو. این. ایچ. سي. ار( افغانستان ته د کډوالو بې سارې ستنېدنه د پیچلي بحران یوه برخه بللې او خبردارې یې ورکړی چې ډېری ستنېدونکو د جبرې اخراج له ویرې افغانستان ته د ستنېدو پرېکړه کړې ده.

یو این ایچ سي ار په یوه اعلامیه کې چې پرون د جولای په ۴ مه یې خپره کړې ویلي،د تېرې جون میاشتې له ۱۳ مې راهیسي له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې بې ساری زیاتوالی راغلی او یوازې د روانې جولای په لومړۍ نېټه له دې هیواده له ۴۳ زره ډېر افغان کډوال راستانه شوي، داسې مهال چې د اعلامیې په ټکو دا شمېر د جنوري او جون ترمنځ په اوسط ډول د ورځې ۵۰۰۰ کسانو ته رسېده.

دغه سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسي له ۱ میلیون او ۴ لکه ډېر افغان کډوال په جبري ډول او په خپله خوښه بېرته هیواد ته ستانه شوي چې یوازې یو میلیون یې له ایرانه ایستل شوي دي.

دغه سازمان د سیمې له هیوادونو غوښتنه کړې تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانانو د ستنېدو بهیر دې رضاکارانه، خوندي او له درناوي ډک وي، ځکه د یو این ایچ سي ار په ټکو پر افغان کډوالو د فشار راوستل نه یوازې د سیمې د لا زیاتې بې ثباتې لامل کېدای شي بلکې اروپا ته د کډوالۍ د نوې څپې د پیلېدو لامل هم ګرځي.

یو این ایچ سي ار په افغانستان کې د بېرته راستندونکو لپاره د بېړنۍ او پام وړ مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي په پولو کې د کډوالو د سمدستي اړتیاوو د پوره کولو او د راستنېدونکو د بیا یو ځای کېدو لپاره اوږمهاله ملاتړ ته اړتیا ده.

دغه سازمان ویلي د ستنو شویو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د ۲۱۶ میلیونه غوښتل شوې بودجې نه تراوسه دوی یوازې ۲۸ سلنه یې ترلاسه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي دي چې راستانه شوي افغانان په خپل هیواد کې هغه چې له بیلابیلو اړخونو له بحرانونو سره مخ دی د اړتیا وړ استوګنځایونو ، روغتیايي خدمتونو او زده کړو په ګډون پراخه ستونزې لري.

په همدې حال کې له ایرانه یو شمېر راستانه شوې افغانان په هغه هیواد کې د سخت ژوند او له دوی سره د ایراني پولیسو د چلند بیلابیلې کیسې لري.

د هرات په اسلام کلا کې د تازه راستنو شویو کډوالو په کمپ کې میشت نور محمد چې درې ورځې وړاندې له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره یو ځای دغه ځای ته رارسېدلی ازادي راډيو ته وویل"دوی افغان کډوال ډېر زوروي، چې اردګاه ته دې یوسي، هر یو کس درنه پیسې اخلي، کنځلې کوي، بدې ردې وايي، موږ څلور ورځې په اردګاه کې وو ان یو ګیلاس اوبه یې نه راکولې، چې اوبه به مو وغوښتې ویل به یې په پیسو یې واخلئ، یو بوتل یې موږ ته په ۵۰ تومن راکولو، ډوډۍ خو اصلا پیدا کېده نه."

په همدې کمپ کې بل میشت راستون شوی ۵۵ کلن سید حسین ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې په کور دننه د خلکو لپاره کاري زمینې برابرې کړي."موږ ته کار او روزګار پیدا کړئ، زموږ درد واورئ، زموږ د راتلونکې غم وکړئ، هلته به یې موږ ته ویل چې تاسو جاسوسان یاستې، موږ څه کړي، ایران افغان کډوالو اباد کړو، موږ له اسلامي امارته غواړو چې په وطن کې امن شته خو کار نشته، موږ ته دې کار برابر کړي."

دا په د اسې حال کې ده چې په وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر په بې سارې ډول زیات شوی چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو بنسټونو اندېښنې یې راپارولي دي.

د بشري حقونو د پراختیا اسیايي فورم له ایرانه د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دغه فورم تازه نن د جولای په ۵ مه په یو بیان کې په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلی یې دي چې د تېرې جون په ۲۹ مه ایراني چارواکو په دې هیواد کې میشتو افغان کډوالو ته یو وار بیا خبرداری ورکړو چې د جولای تر ۶ دې له دې هیواده ووځي کنه په وړاندې به یې سخت قانوني اقدامات وشي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د کډوالو وروستۍ پراخې ستنېدنې د دې هیواد بشري ناورین چې لا له وړاندې د نړیوالو مرستو د کمښت او وچکالۍ له امله سخت شوی و پیچلی کړی دی.

یوناما خبرداری ورکړی وو چې که سم دستي او مؤثر ملاتړ ونه شي، نو راستې شوې کورنۍ به له ژورې بې‌وزلۍ او ناهیلۍ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG