د اقلیمي بدلون په اړه د (COP 30) په نړیواله غونډه کې د افغانستان نه استازولي د چاپیریال ساتنې د برخې د یو شمیر افغان کارپوهان په باور، ممکن نړیوالو ته د زیانمن دغه هیواد د ستونزو او غږ نه رسېدو لامل شي.
دوی که څه هم دې برخې ته افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو پاملرنه نه ردوي او وايي کیدای شي، هلته یې د استازو ګډون موثر وي، خو په خبره یې د مخامخ استازولۍ په کچه ګتور نه دی.
د دې کارپوهانو له ډلې عبدالباسط رحماني ازادي راډیو ته وویل:
" په (COP 30) کې د نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د څانګو حضور کیدای شي کټور وي خو نه په دومره کچه چې له افغانستانه په مستقیم ډول خپله ټیمونه، متخصصین او تخنیکي ټیم ګډون ولري، دا سازمانونه په محدودو برخو کې دا پروګرامونه لري او په ملي کچه نه دي، دغه شان ډیری دا نړیوال بنسټونه د ملګرو ملتونو له ادرس کافي بودجه هم نه لری."
د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون دېرشم کنفرانس (Cop 30) دوشنبه د نومبر په ۱۰ مه په برازیل کې پیل شوی او د همدې میاشتې تر ۲۱ مې دوام کوي.
د نړیوال اقلیم په دې سرمشریزه کې له ۱۹۰ څخه د زیاتو هیوادونو استازو برخه اخیستې او په نړۍ کې د نوې کېدونکې انرژۍ په پراختیا او د اقلیمي بدلون له امله له زیانمنونکو هیوادونو سره په مرستو بحث کوي.
دې کنفرانس ته له افغانستانه څوک نه دی بلل شوي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو چې استازي په دې غونډه کې شته، وخت په وخت په دغه هیواد د اقلیمي بدلون د زیانونو او ورنه د خلکو د اغیزمنېدو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
د چاپیریال ساتنې د برخې بل پوه خالد نور هم ازادي راډیو سره خبروکې وویل، د ملګرو ملتونو سازمان کولای شول په دې غونډه کې له افغانستانه د هغو نا حکومتي بنسټونو استازو ته بلنه ورکړي چې په دې برخه کې کار کوي:
له بېلابیلو قشرونو، مدني ټولنو، له هغو بنسټونو چې د چاپیریال او اقلیمي بدلون په برخه کې کار کوي، دوی به یې بللي وو او د افغانستان د مظلمونو خلکو غږ به یې اورېدلی و
"دا چې د خلکو غوښتنې وانه ورېدل شي دا به ښې پایلې ونه لري، په ځانګړي ډول په خلکو او د دغه هیواد په چاپیریالي او اقلیمي بدلونونو، ملګرو ملتونو کولای شول چې دا غیر سیاسي کړي او د افغانستان استازي ته بلنه ورکړل، نه یوازې د طالبانو د حکومت، له بېلابیلو قشرونو، مدني ټولنو، له هغو بنسټونو چې د چاپیریال او اقلیمي بدلون په برخه کې کار کوي، دوی به یې بللي وو او د افغانستان د مظلمونو خلکو غږ به یې اورېدلی و."
دا کارپوهان وايي، (Cop 30) غونډه له اقلیمي بدلون متاثرو هیوادونو ته د مرستو راجلبولو په برخه کې ډیره مهمه ده او کوم هیوادونه چې افغانستان په شان له اقلیمي بدلون متاثره خو استازو یې دې غونډه کې ګډون کړی، له دې فرصت به ښه استفاده وکړي.
دا چې د ملګرو ملتونو سازمان ولې د طالبانو حکومت استازیو ته دې کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې دې سازمان څه نه دي ویلي، خو په راپور کې مرکه شوي کارپوهان وايي، دا محدودیت په نړیواله کچه د طالبانو د رسمیت نه پېژندنې په خاطر دی.
د طالبانو حکومت له تیرو څلورو کلونو په زیاته موده کې له روسیې پرته تر اوسه بل هیڅ هیواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
د طالبانو حکومت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې هم (COP 30) نړیواله غونډه کې دوی ته د بلنې نه ورکولو له امله انتقاد کړی او د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو څخه یې غوښتني چې د اقلیمي بدلون له امله د میلیونونو افغانانو غږ د اورېدولو په موخه دوی ته په داشان نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
دا څرګندونې دغې ادارې د نومبر په ۹ مه په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې ملي راډیو تلویزیون په خپله ویب پاڼه خپره کړې ده کړې دي.
دغې رسنۍ تازه د نومبر په ۱۱ مه بیا دا هم لیکلي، چې د طالبانو حکومت د چاپیریال ساتنې ملې اداري عمومي رییس ویلي، که په نړیوالو غونډو کې دوی ته د ګډون بلنه ور نه کړل شي دا به د چاپېریالي کنوانسیونونو د تعهداتو د پلي کېدو په برخه کې ستونزې پیدا او د افغانانو مشکلات به تر نړیوالو و نه رسیږي.
د خبر پر بنسټ، مولوي مطیع الحق خالص دا خبرې په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو سره په کتنه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اقلیمي بدلون د افغانستان له لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې باید له افغانستان سره مرسته وشي.
افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د اقلیمي بدلون د کنوانسیون غړیتوب تر لاسه کړی او هر کال به یې استازو په دې اړه نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون کاوه، خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته دوی ته د غړيتوب لرونکي هیواد په توګه بلنه نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو حکومت د چاپیریال ساتنې په ملي اداره کې یوې سرچینې چې ویې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم تیر کال د دې ادارې رییس په دې غونډه کې د میلمه په توګه ګډون کړی و خو سږ کال د نړۍ له خوا د دوی د حکومت د رسمیت نه پېژندنې له امله هیڅ بلنه نه ده ورکړل شوې.
افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د لسو تر ټولو زیانمنونکو هیوادونو په ډله کې دی چې له سختې وچکالۍ، سیلابونو، غیر منظم بارانونو او د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.
د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په جون میاشت کې په کابل د "رها" په نوم بنسټ له خوا چې د مسوولینو په وینا یې یوه تخصصي موسسه ده چې د چاپېريال ساتنې او له اقليم بدلون او پېښو سره د مبارزې او ظرفيت لوړولو په برخو کې فعاليت کوي، د افغانستان د چاپییریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړونه غونډه کې ویل شوي وو چې ډیر ژر به دغه راپور د شواهدو، دقیقو ارقامو او د سیستماتیک تحلیل پر بنسټ ترتیب او چاپېریالي خطرونه، ننګونې، فرصتونه او اداري ظرفیتونه پکې تعریف شي.
تازه د ملګرو ملتونو د ملګروملتونو د مخدروموادو او جرمونو د کنټرول ادارې ( یو، این، او، ډي، سي) خبرداری ورکړی چې د اقلیم بدلون د افغانستان په کلیوالي سیمو اقتصادي فشارونه زیات کړي چې له امله یې افغان بزګران د کوکنارو کښت ته اړ کیږي.
دغه ادارې د نومبر ۱۰ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې له نړیوالې ټولنې او اړوند بنسټونو غوښتي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې هڅو ته لومړیتوب ورکړي تر څو په افغانستان کې په غیر قانوني کښت کې د زیاتوالي مخه ونیول شي.