د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وایي، له پاکستان سره به تجارتي لارې وروسته له هغه خلاصیږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هیڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا دا لارې نه بندوي.
پاکستان له افغانستان سره خپلې تجارتي لارې له خپل لورې له نژدې یوې میاشتې راهیسې بندې کړې دي.
ملا عبدالغني بردار په کابل کې نن له صنعتکارانو او سوداګرو سره په غونډه کې دا هم وویل چې د افغانستان ټول صنعتکاران او سوداګر دې د پاکستان پرځای نورو بدیلو لارو ته د سوداګرۍ لپاره مخه کړي. ښاغلي بردار بیا وویل، د پاکستان تجارتي لارو افغان سوداګر زیانمن کړې دي او عام ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال تاجرانو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل، که تر دې خبرتیا وروسته هم سوداګر د پاکستان له لارې مالونه واردوي او یا یې صادروي د ستونزو د رامنځته کیدو په صورت کې به یې د دوی حکومت غم ونه خوري.
ښاغلي برادار هغو سوداګرو ته چې په پاکستان کې یې تجارتي تړونونه کړې دي، درې میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه تصفیه کړي.
ملا برادر پاکستان تورن کړ چې له تجارتي مواردو سیاسي استفاده کوي او دا د دې سبب شوی چې د دواړو هیوادونو سوداګرو ته زیان واوړي، نو د همدې لپاره یې له پاکستان سره د تجارتي لارو د بندیدو پریکړه کړې ده.