په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د دولتي بنسټونو یو شمېر کارکوونکي اندېښمن دي چې ممکن په اړوندو ادارو کې یې ځني بستونه له منځه ولاړ او دوی بې دندې شي.
دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل که له دندو لرې کړل شي نو سختو اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.
کابل ښار کې یوې ښوونکې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، په اداري جوړښت کې د بدلونونو له امله د تېر کال له حوت میاشتې راهیسې له خپل پُست لرې کړل شوې او اوس هیڅ ډول مسوولیت نه لري.
دې زیاته کړه چې اوس بې برخلیکه او د تنقیص له خطر سره مخ ده:
اوس چې له اضافه بست شوې یم، ډېر خفه یم هم له اقتصادي اړخه راته یوه ضربه ده او هم له معنوي اړخهد کابل یوه تنقیص شوې ښوونکې
هغې زیاته کړه: «په داسې شرایوط کې چې افغانستان کې پر ښځو څه حال دی او دا چې زه په کور پاتې یم نه پوهېږم څه وکړم، پېژندګلوي هم نه لرم او کومه بله دنده او کار هم اوس نشته.»
دغه شان د يو دولتي ښوونیز بنسټ کارکوونکې چې دې هم نه غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وويل:
«یو خو زموږ تنخواګانې کمې وې په ډېره سختۍ مو پرې ګذاره کوله، اوس تنقیصات هم شروع شوي له هرې ادارې او هر بنسټه اورې او ګورې چې خلک یې منفک کړي،که ما منفک کړي حیرانه یم چې څه وکړم، د کور خرڅ څنګه ومومم،اولادونه مې واړه دي او سرپرست هم نه لرم.»
په ورته وخت کې د دولتي ادارو د ملکي خدمتونو یوه کارکوونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې نوم یې خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل چې د کاري خوندیتوب او ثبات نشتوالي د دغو ادارو د کارکوونکو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولي او د دغه ډول وضعیت دوام د ډېرو کورنیو اقتصادي ستونزې لا پسې زیاتولی شي.
« له یو لوري اقتصادي شرایط ښه نه دي نا چیزه معاش اخلي او بل لور ته بې کاري او بې وزلي ډېره ده، یو شمېر کسان له دولتي ادارو ناچیزه تنخواګانې هم چې اخلي دندې ترې اخیستل کېږي، د ستونزو په سر ستونزې دي، ټول اندېښمن دي خصوصا هغه کسان چې بې زور او بې واسطې دي، پخواني کارکوونکي که نارینه دي که ښځینه، کلونه یې زده کړې کړي، نو ټول اندېښمن دي چې له دندو ګوښه نه شي.»
د دغو دولتي کارکوونکو په خبره، د طالبانو حکومت په دې وروستيو کې په بېلابېلو دولتي ادارو کې د ځينو بستونو د لغوه کولو لړۍ پيل کړې، چې ښايي د يو شمېر کارکوونکو د ډله ييزې ګوښه کېدو لامل شي.
د طالبانو حکومت د دوو ملکي دولتي ادارو لوړ پوړو کارکونکو چې د موضوع په جريان کې دي ازادي ته دا تايد کړه چې په اړوندو ادارو کې یې په تعیناتو او تشکيلونو کار روان دی او ممکن له شلو تر دیرش سلنه تنقیص رامنځته شي.
د بېکارۍ په اړه اندېښنې، په معاشونو کې ځنډ او د کار د راتلونکي نا څرګندتیا اوس په افغانستان کې د دولتي کارکوونکو په سترو ننګونو بدلې شوې دي.
ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا اندېښنې په داسې مهال دي،چې په دې وروستیو کې د دولتي کارکوونکو معاشونه ځنډېدلي او ډېری مامورینو خپلو د څو میاشتو تنخواګانې نه دي ترلاسه کړي.
په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یو شمېر دولتي ادارې منحل او ځینې یې تنقیص شوي چې له امله یې زرګونو ملکي کارکوونکو په ځانګړې تډول ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د دې بې کاره شویو کسانو له ډلې ډېری یې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
داسې ادعاوې هم شوي چې د طالبانو حکومت د پخوانیو کارکوونکو پر ځای خپل نږدې کسان په دندو ګمارلي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.
په ورته وخت کې افغان متقاعدینو هم چې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې یې خپل د تقاعد حقوق نه دي تر لاسه کړي په وار وار اعتراضونه کړي دي.