محمد صادق دا څرګندونې په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کړي دي.
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا او د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د فشارونو له زیاتدو سره سره ، صادق خان ویلي چې دغه هیواد افغانستان سره په لوړه کچه دوه اړخیز تعاملات بېرته پیل کړي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازي محمد صادق، د وري په ۲۸مه، پر خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي، دا تعاملات د یوې اوږدې وقفې وروسته بېرته پیل شوي، چې نوموړي یو مثبت بدلون بللی دی.
ا تعاملات د یوې اوږدې وقفې وروسته بېرته پیل شوي، چې نوموړي یو مثبت بدلون بللی دیمحمد صادق
خو محمد صادق د «اوږدې وقفې» په اړه جزیات نه دی ورکړی.
هغه زیاته کړې چې پاکستان به له طالب چاراکو سره په مشوره، هغه درې اړخیز او څو اړخیز ډیپلوماتیک میکانیزمونه بېرته فعال کړي چې افغانستان هم پکې شامل دی.
د نوموړي په خبره، دا میکانیزمونه د نږدې ګاونډیو هېوادونو تر څنګ د روسیې، پاکستان-چین، پاکستان-ازبکستان او پاکستان-ایران درې اړخیز میکانیزمونه دي.
محمد صادق دا هم ویلي چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي، یوی شیاویونګ سره یې مجازي خبرې کړي، تر څو د درې اړخیزو تعاملاتو د بیا پیل او د پخوانیو هوکړو د تعقیب په اړه همغږي وشي.
هغه ټینګار کړی چې «دا وړاندیز به ژر د افغانستان له حکومت سره شریک شي.»
محمد صادق د وري په ۲۷مه کابل ته تللی و، او هلته یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیرخان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره لیدلي دي.
هغه له دغو لیدنو وروسته، خبرې رغوونکې بللي، او ویلي یې دي چې د دواړو لوریو خبرې پر حساسو او ستراتیژیکو موضوعاتو متمرکزې وې، خو جزئیات یې نه دي ورکړي.
محمد صادق په داسې حال کې له «اوږدې وقفې» وروسته د دوه اړخیز تعامل د بیا پیل خبرې کوي، چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې په تېرو میاشتو کې ترینګلې او د دواړو هېوادونو پوځونو هڅو ځله د ډیورند کرښې پر اوږدو کې نښتې وکړې.
پاکستان تل طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ کوي، چې د پاکستان حکومت مخالفه وسلهواله ډله ده، خو طالبان دا تورونه ردوي.
پاکستان له افغانستانه په تازه تعاملات کې څه غواړي؟
په پاکستان کې یو شمیر پخواني افغان دیپلوماتان او سیاسي شنونکي، په دې اړه ویشلي نظرونه لري.
پېښور کې د افغانستان پخوانی قونسل حمید جلیلي ازادي راډیو ته ویلي،
پاکستان د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره دا هڅې کوي، او غواړي چین او روسیه هم پکې راکش کړيسیاسي شنونکی
«ځینې مجبوریتونه د افغانستان حکومت هم لري، ځکه طالبان لا هم د نړۍ له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي، سیمهییز کړکېچونه زیات شوي، اقتصادي وضعیت خراب دی، او د کډوالو حالت یوه انساني فاجعه ده. په ورته وخت کې پاکستان هم د ټي ټي پي له امله مجبور دی، او د افغانستان او هندوستان ترمنځ د پردې تر شا اړیکې زیاتې شوې دي، نو پاکستان اړ دی چې له افغانستان سره خبرې وکړي.»
د سیاسي چارو یو شمیر شنونکي بیا دا هڅې د پاکستان د استخباراتي اهدافو برخه بولي.
له دې ډلې نثار احمد شیرزي، ازادي راډیو ته ویلي،
«پاکستان د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره دا هڅې کوي، او غواړي چین او روسیه هم پکې راکش کړي. دوی هڅه کوي چې د دوی نفوذ د طالبانو په منځ کې د خپلو هدفونو لپاره وکاروي.»
د یادونې ده چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي له سفر سره هم مهاله، د طالبانو حکومت یو پلاوی هم پاکستان تللی دی.
په اسلاماباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي چې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، نورالدین عزیزی پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراخولو، په عزت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو، د سوداګرۍ د ودې او د ترانزیټي اسانتیاوو پر موضوعاتو خبرې کوي.