دوی کې ځینې ان دا ادعا هم کوي چې د اړتیا پر مهال یې له دې تورو بازارونو وسلې پېرلې دي.
د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل،
مارکو بازار، بټي کوټ او هاخوا تورخم نه هم چې هر رقم وسله وغواړې، تورو بازارونه کې شته.
مارکو بازار، بټي کوټ او هاخوا تورخم نه هم چې هر رقم وسله وغواړې، تورو بازارونه کې شته.د ننګرهار اوسیدنکی
دا کس ادعا کوي چې د ننګرهار په څو بېلابېلو بازارونو او د تورخم هغه اړخ ته د وړو وسلو، تجهیزاتو او پوځي وسایلو په پټه کار و بارونه روان دي:
"دا وسلې په ځانګړې توګه په بټي کوټ بازار کې ډېرې پلورل کېږي، اکثر د دې وسلو راکړه ورکړه کوي، په دې کې وړې تفنګچې هم شته، ډیرې وسلې خلک په غلا په پټه توګه اخلي یا یې خرڅوي، دوی ډېری خپله طالبانو سره اړیکې لري.
ډېرې یې له دور بابا ولسوالي څڅوبي سیمې ته راځي، اصلا بیانې (پیسې) دلته ورکول کېږي بیا یې تحریکیان له دور بابا ورته راړوي، په مومند دره ولسوالي کې یې خلک ان په پټه په ځینو لاریو کې هاغاړې ته اړوي."
خو نوموړي د خپلې دې ادعا د ثابتولو په اړه کوم اسناد وړاندې نه کړل او ازادي راډیو هم سیمې ته د لاسرسي نه درلودو له امله نه شي کولای په خپلواک ډول دا ادعاوې تأیید کړي.
یوازې په ختیځ ننګرهار ولایت کې نه، بلکې د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې هم د دې ډول پټو یا تورو وسلو او پوځي وسایطو د پېر او پلور ادعاوې کېږي.
د دې ولایت یو اوسېدونکی چې په کابل کې د یوې مؤسسې مشري کوي، ازادي راډیو ته د خبرو پرمهال ادعا وکړه چې څه موده مخکې یې له همدې بازاره ځان ته وسلې رانیولې دي.
ده د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط زیاته کړه،
"څو ورځې مخکې ما غوښتل د ځان د امنیت لپاره مې چې موږ سفرونه هم ډېر کوو، ازاده نه دي، خو ډېرې پیدا کېږي، دا بازار نه لري خو خلک شته چې (په پټه) یې خرڅوي، د (وسلو) امر واخلم، خو بیا مې له همدې بازارونو درې وسلې وپېرلې، بیا مې وروسته ورته امر واخیست، نو څوک چې څه ته اړتیا ولري په اسانه یې ترلاسه کولای شي."
ده هم د خپلې ادعا په اړه کوم اسناد وړاندې نه کړل.
په افغانستان کې د وسلو او تجهیزاتو د پېر او پلور د تورو بازارونو د شتون او ورته د اسانه لاسرسي دا ادعاوې داسې مهال دي چې په جینوا کې مېشت د «سمال ارمز سروې» یا «د وړو وسلو سروې» په نوم یو علمي او څېړنیز سازمان په خپله یوه تازه څېړنه کې چې د اپرېل په درېیمه نېټه د ملګرو ملتونو په رېلېف وېب پاڼې خپره شوې ویلي دي.
سره له دې چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د ناقانونه وسلو د مخنیوي په برخه کې پراخه مبارزه او پیاوړې پالېسي پلې کړې، خو په ټکو یې د ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۴ کلونو پر ترڅ کې د دوی څېړنه ښيي چې لا هم د افغانستان په بېلابېلو په ځانګړې توګه ختیځو او سوېل ختیځ ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیکا، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو او له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې د وړو وسلو او پوځي تجهیزاتو خلاص یا تور بازارونه شته او ان قاچاق یې کېږي.
د دې سروې له مخې، دا وسلې او تجهیزات اکثر له پخواني شوروي پاتې شوې او د تېر جمهوري نظام پر مهال د ناټو له لوري پر پوځیانو وېشل شوې هغه دي چې د طالبانو لخوا په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د سقوط پر مهال ترې پاتې او په ټکو یې د همدې وسلو قاچاق په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او القاعده جنګالیو لاس ته رسېدلې دي.
خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د دې وسلو د خلاصو بازارونو او قاچاقو ادعاوې ردوي او وایي چې دوی د هر ډول ناقانونه وسلو او کارو بارونو مخنیوی کړی دی.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع ازادي راډیو ته زیاته کړه،
"افغانستان کې چې څومره وړې او درنې وسلې دي او له بهرنیانو پاتې شوي، هغه ټولې زموږ ملي امنیتي منافع دي، په کلکه یې حفاظت کوو، په تېرو درېیو کلونو کې ګڼې تصفیې وشوې او ټولې وسلې راټولې شوې دي، هغه د اړتیا وړ په درېیو مهمو امنیتي وزارتونو کې کارول کېږي، نورې ټولې ساتل شوې دي، هېڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د دې مارکېټ ولري یا یې له هېواده بهر یوسي، په کلکه منع دي."
افغانستان کې چې څومره وړې او درنې وسلې دي او له بهرنیانو پاتې شوي، هغه ټولې زموږ ملي امنیتي منافع دي، په کلکه یې حفاظت کوو، په تېرو درېیو کلونو کې ګڼې تصفیې وشوې او ټولې وسلې راټولې شوې دي، هغه د اړتیا وړ په درېیو مهمو امنیتي وزارتونو کې کارول کېږي، نورې ټولې ساتل شوې دي، هېڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د دې مارکېټ ولري یا یې له هېواده بهر یوسي، په کلکه منع ديد طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند
عبدالمتین قانع دا مني چې ځینو ځایونو کې ځینې کسان به په پټه او «محدوده توګه» د دې وسلو کارو بار کوي، خو ټینګار کوي چې ژر به یې پر وړاندې اقدامات وشي.
د چارو ځیني څارونکي په دې باور دي چې که د دې وسلو د قاچاقو او راکړې ورکړې مخه ونه نیول شي، نه یوازې سیمه او نړۍ ګواښلی شي، بلکې په خبره یې د افغانستان نږدې راتلونکی هم له نه جبرانېدونکو امنیتي کړاوونو سره مخ کولای شي.
له دې ډلې څېړونکي او د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ غړي حکمت الله اعظمي ازادي راډیو ته وویل:
"اوس افغانستان کې زښته زیاتې وسلې پاتې دي، که له دې وسلو په سیمه او ګاونډیو هېوادونو کې کار واخیستل شي، دا له بده مرغه د افغانستان د بدنامۍ سبب ګرځي او د دې باید مخه ونیول شي، د دې د مخنیوي لار دا ده چې طالبان خپله کلکه اراده وکړي چې دا وسلې نه پلوري او یا دې خپلو متحدینو ته نه ورکوي، که مخنیوی یې نه کېږي نو هر هېواد کې چې د افغانستان وسلې کارول کېږي هغه هېواد به راتلونکي کې په افغانستان کې مداخلې کوي."
دا اندېښنې او ادعاوې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې ګڼو لوړپوړو پاکستاني چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو په ګډون په بېلابېلو دریځونو کې ادعاوې کړي چې په دغه هېواد کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جنګیالیو لخوا په حملو کې له هغو وسلو کار اخیستل شوی چې له افغانستانه ورته رسېدلي او د دوی د ادعاوو پر بنسټ، دا هغه وسلې دي چې له امریکایي ځواکونو نه افغانستان کې پاتې دي.
هغه ادعاوې چې مخکې طالبانو او د «ټي ټي پي» ویاند محمد خراساني ازادي راډیو سره خبرو کې رد کړې دي.
تازه د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د اپرېل په ۱۴مه په خپله ایکسپاڼه د پاکستان د دې ادعاوو په غبرګون کې ویلي چې دا ډېری هغه وسلې دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکایي ځواکونو د تجهیزاتو تامینولو پر مهال د پاکستان د بندرونو په ځانګړې توګه د کراچۍ بندر له لارې غلا شوي او وروسته دغه هېواد کې په تورو بازارونو کې پېر او پلورل شوې دي.
د امنیتي چارو ځینو پوهانو له هغې ډلې نثار احمد شیرزي بیا مخکې له دې ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د پاکستان په غیرعلاقه سیمو کې هم د وسلو سلګونه کارخانې شته چې د دوی په خبره امریکايي وسلو ته ورته وسلې جوړوي.
د رېلېف پر وېبپاڼه د وړو وسلو اړوند د خپرې شوې سروې له مخې، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو د پاتې شویو یوازې کوچنیو وسلو اندازه ۴۱،۴۹ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
نه یوازې پاکستان او د سیمې ځیني هېوادونه، بلکې د امریکا متحده ایالات هم د دغو وسلو په اړه اندېښنه او د بېرته اخیستو تکل یې لري.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وړاندې تر دې د طالبانو کلني پوځي پریډ ته په اشارې ویلي و چې د طالبانو له لوري د امریکايي تجهیزاتو استعمال یې خفه کوي او ده په ځلونو د دغه وسلو د بېرته ترلاسه کولو ګواښ کړی دی.
تېره میاشت بیا نوموړي ان په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ممکن امریکا د ځینو وسلو د بېرته ترلاسه کولو هڅه وکړي، خو نوموړي ویلي چې "د دغو وسلو ډېرې یې زړې شوې دي".
که څه هم د امریکا د ولسمشر له دې دریځه ځیني پاکستاني پوځي چارواکو هرکلی کړی او په دې اړه د دواړو هېوادونو ځینو لوړ پوړیو چارواکو خبرې هم کړې دي، خو د طالبانو حکومت یو لوړپوړي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې امریکا ته به بېرته یوه مرمۍ هم ورنه کړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) او د یو شمېر امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونه چې تېر ۲۰ کاله په افغانستان کې و او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشت کې کله چې له افغانستانه ووتل د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او سپکې او درنې وسلې یې پاتې شوي چې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.