په افغانستان کې د دې سازمان استازي اډوین سینیزا سلواډور د اپریل په ۱۵مه، فرانسي خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د مرستو کمښت په افغانستان کې د ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو د تړلو لامل شوي، چې شاوخوا درې میلیونه خلک یې روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي محروم کړي دي.
ښاغلی سلواډور خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال تر درېیمې ربعې پورې، ۲۲۰ نور روغتیايي مرکزونه د تړلو له خطر سره مخ دي، چې کېدای شي دوه یا درې میلیونه نور کسان هم له روغتیايي پاملرنې محروم کړي.
د امریکا د مرستو کمښت په افغانستان کې د ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو د تړلو لامل شوي، چې شاوخوا درې میلیونه خلک یې روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي محروم کړي ديد روغتیا نړیوال سازمان
نوموړي ویلي چې د بودجې پع کمښت سره نورو بسپنه ورکونکو هڅه کړې چې دا تشه ډکه کړي خو په خبره یې د امریکا د مرستو د کمښت له امله رامنځته شوې مالي کمښت خورا لوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې هم روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسي له امله شکایت کوي.
د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، "د ولسوالۍ کلینیک له موږ ډېر لېری دی، د ښار روغتون خو لا په ځای پرېږده، زموږ کلی له ښاره ډېر لرې پروت دی، کله چې د ولسوالۍ کلینیک ته ځو هم باید سهار وخته له خوبه پاڅیږو او ناروغ یوسو، پلې لاره ډېره ده."
د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمنان د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله دوی ته د ورپېښو روغتیايي ستونزو په په اړه ازادي راډيو ته وویل، " یو کلینیک شاوخوا اوه اته میاشتې په معروف چینه کې وو چې وروسته بند شو، نه پوهیږو چې ولې خو ښايي بودجه یې نه لرله، خو د دې روغتیايي مرکز موجودیت دلته ډېر ګټور وو، ډېر کار یې کاوه اوس موږ ۱۰ یا پنځلس کیلومتره لیرې روغتیايي مرکز ته ځو، سپین غر او اچین له موږ ډېر لیرې دي، د دې کلینیک په بندیدو سره زموږ روغتیايي ستونزې ډېرې شوي دي."
زموږ کلی له ښاره ډېر لرې پروت دی، کله چې د ولسوالۍ کلینیک ته ځو هم باید سهار وخته له خوبه پاڅیږو او ناروغ یوسو، پلې لاره ډېره دهد غور ولایت اوسیدنکی
د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې د افغانستان روغتیايي سیستم چې د لسیزو جګړو له امله کمزوری شوی د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو له ځنډولو وروسته له سختو ننګونو سره مخ دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جنوري په میاشت کې د یو فرمان له مخې د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا ټولې بهرنې مرستې وځنډولې او وې ویل چې دا بیروکراسي د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا کلستر چې د څو نړیوالو سازمانونو یوه شبکه ده، په دې وروستیو کې په جلا جلا راپورونو کې ویلي چې د متحده ایالاتو د حکومت د مرستو د بندولو پرېکړه په افغانستان کې د شاوخوا ۷۰۰ روغتیايي مرکزونو د تړلو یا فعالیتونو د ځنډېدو لامل شوې ده.
دغو دواړو سازمانونو ویلي، دې کار نږدې شپږ میلیونه خلک په ځانګړي ډول هغوی چې ډېر زیانمونکي دي او روغتیايي پاملرنې ته جدي اړتیا لري د افغانستان په ختیځه سیمه کې اغیزمن کړي دي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا درې اونۍ مخکې وویل، که یوازې په ۲۵ سلنه بودجه یې تامین شي، د ۹ عشاریه ۳ میلیونو خلکو چې روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري ۷ میلیونه به یې له دې خدماتو بې برخې شي.
اوچا ویلي چې د بودجې د کمښت له امله به د ۲۰۲۵ کال تر پایه په افغانستان کې له ۱۹۶۲ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه وتړل شي.