اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې په ایران کې وروستیو هوايي حملو د افغان او ایراني ماشومانو په رواني وضعیت سخت منفي اغېز کړی دی. د دې شورا مشر دا هم ویلي چې د جګړې له امله رامنځته شوي اقتصادي بحران په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو محدودې عایداتي سرچینې له منځه وړي چې مخکې یې درلودې.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان «ای.او.ایم» وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسي د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له ۱۰ زره ډېرې کورنۍ د سیلابونو له امله اغیزمنې شوي دي. وروستیو سیلابونو په ځانګړي ډول په شمالي ولایت بغلان کې ګڼې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو یو شمېر پخواني افغان همکاران وايي د بریتانیا د حکومت له هغې دې سره موافق نه دي، چې د انتقال دوسیې دې د درېیم هېواد له لارې پر مخ یووړل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان « ډبیلو ایچ او » خبر ورکړی چې د روان کال په اپرېل کې په افغانستان کې د بیلابیلو ساري ناروغیو له امله لږ ترلږه ۲۱۵ کسان مړه شوي دي. په راپور کې راغلي چې د نس ناستې، سینه بغل، ډینګي، ملاریا او شري په ناروغیو کې زیاتوالی راغلی.
په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوې یو شمېر کورنۍ وايي مناسبې او پوره مرستې ورسره نه دي شوي. د سرپناه او خوراکي توکو نه لرل هغه موضوعات دي چې دغه زیانمن یې د خپلو لویو ستونزو په توګه بیانوي.
په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو میندې وايي د تېر په پرتله وضعیت لا پسې خراب شوی او اوس چې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي ورته ویل کیږي چې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره ځانګړي غذايي توکي نه لري.
د تاجکستان په خجند ښار کې د یوې تاجکۍ مېرمنې له وژل کېدو وروسته، د سلګونو افغان وګړو له ډيپورټ سره هم مهاله د تاجکستان په بېلابېلو سیمو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي. یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته وویل دومره په وېره کې دي چې د نیولو او شړل کېدو له ډاره ان له خپلو کورونو نه وځي.
یو شمېر هغه افغانان چې له پاکستان او ایرانه بیرته راستانه شوی وايي د بې روزګارۍ له دوامداره ستونزې سره مخ دي، چې له امله یې د دوی اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي. دغه راستانه شوي افغانان د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د کار د فرصتونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
په جلا وطنۍ د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف د فوټبال د نړیوال فدراسیون«فیفا»اجازه ترلاسه کړه. د فیفا د تازه اعلان له مخې، په خپلو نویو مقرارتو کې یې داسې بدلون راوستی چې په جلا وطنۍ کې د افغانستان د فوټبال د ښځو لوبډله ته په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لاره هواروي.
د پاکستان په بېلابیلو ایالتونو او ښارونو کې ډیری بې اسناده افغان کډوال اوس هم د پولیسو له لوري نیول کېږي او بندیان کېږي.
نور راوښيه