د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۴

طالبانو په تېرو ۳ کلونو کې د هر نوي ښوونځي په بدل کې شا او خوا ۸۵ مدرسې جوړې کړې دي


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي چې په تېرو درو کلونو کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نژدې ۲۳ زره د اسلامي زده کړو مرکزونه یا مدرسې جوړې کړې دي. د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د دې وزارت په استناد راپور ورکړی چې په دې مدرسو کې څه باندي ۳ لکه نارینه او ښځې په زده کړو بوخت دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزیون د پوهنې وزارت له قوله په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو په جوړو کړو مدرسو کې ۲۱۶ زره ۹۰۴ نارینه او ۹۱ زره ۵۴۰ ښځینه زده کوونکې شاملې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت دا هم ویلي چې په دغه مدرسو کې د زده کوونکو لپاره په ۱۴۰۳ مالي کال کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ځانګړي فرمان له مخې په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۲۰ لیلیې هم منظورې شوي چې اوس مهال په کې تر ۲۰ زرو زیات طالب العلمان اوسي.

د پوهنې وزارت ویلي دغه راز یې په تېرو درو کلونو کې ۲۶۹ نوي ښوونځي هم جوړ کړي دي. یاني دوی په تېرو درو کلونو کې د هر نوي جوړ شوي ښوونځي په بدل کې ۸۵ مدرسې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوس مهال د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د زده کړو دروازې تړل شوي او هلکان هم په ښوونځیو کې د درسي موادو له کمښت سر ټکوي.

په کابل کې د لسم ټولګې یوې زده کوونکې لیلما چې د طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته له زده کړو محرومه شوې ده، ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو په تېرو درو کلونو کې د نجونو د زده کړو د بیا پیل لپاره هېڅ طرحه جوړه نکړه، خو دیني مدرسې یې بیا ډيرې کړي دي.

لیلما وویل: "د طالبانو له راتګ وروسته مدرسې په بې سارې ډول ډېرې شوې دي، په هر ولایت کې لسګونه مدرسې جوړې شوي دي، خو د نجونو په زده کړو د بندیز د پای ته رسېدو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې، دا سمه ده چې دیني زده کړو ته اړتیا شته، خو د دې ترڅنګ باید عصري علومو ته هم زیاته پاملرنه وکړي او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکول شي ځکه افغانستان باید پرمختګ وکړي نه شاتګ."

په ننګرهار کې د ښوونځي یوې ښځینه زده کوونکې هم چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم د ټولنې اړتیا ده، تر څو موږ له نړۍ سره سیال شو، له طالبانو غواړم چې د نجونو پر وړاندې دې د زده کړو دروازې پرانیزي چې دوی خپلو هیلو ته ورسېږي."

له دې وړاندې د ښوونځیو یو شمېر نارینه زده کوونکو ازادي راډيو ته ویلي و چې د ښوونکو او درسي موادو د کمښت له امله نه شي کولای په سمه توګه زده کړې وکړي.

دغه راز د پوهنې او لوړو زده کړو په نصاب کې د ځینو ساینسي مضامینو د کمېدو او پر ځای یې د دیني علومو د مضامینو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي وايي دا دیني زده کړې مهمې دي، خو دا چې حکومت عصري زده کړو ته پاملرنه کمه کړې د اندېښنې وړ ده.

یوه ښوونکي چې ده هم د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "طالبانو دیني علومو ته پر هر څه لومړیتوب ورکړی دی او عصري علومو ته یې پام کم کړی دی، خو د عصري علومو پیاوړتیا ډېره اړینه ده، همدا اوس چې نړۍ د پرمختګ په حال کې ده دوی ټول په عصري ټکنالوژۍ سمبال دي او دا ټول د عصري علومو له برکته دي."

د راپورونو پر بنسټ د تېر جمهوري حکومت پر مهال په افغانستان کې شاوخوا ۵ زره دیني مدرسې موجودې وې چې یوازې ۱،۲۰۰ یې د پوهنې وزارت سره ثبت وې.

د پوهنې وزارت د هغه مهال چارواکو ویلي وو چې د دیني مدرسو او عمومي زده کړو د نصاب د نږدې والي هڅې کوي.

د طالبانو پوهنې وزارت په داسې حال کې په افغانستان کې د دیني مدرسو د زیاتېدو خبر ورکوي چې له دې وړاندې د دغه مدرسو د زیاتېدو په اړه په نړیواله کچه اندېښنې ښودل شوې دي.

د تېر ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په وروستیو کې د افغانستان د بشري حقونو د مرکز په نوم یو بنسټ وویل چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر دیني او جهادي مدرسې او د طالبانو د ایډیالوژۍ د خپرېدو مرکزونه جوړ کړي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي و چې د طالبانو هغه پالېسۍ چې د زده کړو تمرکز په مدرسو او دیني زده کړو محدودوي، کولای شي د افراطي افکارو بنسټ کېږدي.

هغه زیاته کړې وه، دا به نه یوازې افغان ماشومان په پراخه کچه له مهارتونو او د پوهې بې‌برخې کولو له خطر سره مخ کړي، بلکې کېدای شي د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ سره یوځای، د افراطي ایډیالوژۍ لپاره ښه زمینه برابره کړي او د کورني ترورېزم، سیمه‌ییزې او نړیوالې بې‌ثباتۍ خطر لا زیات کړي.



XS
SM
MD
LG