د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۶

خبرونه

د برتانیې پخواني سرتیرو ادعا کړې چې همکارانو يې په افغانستان او عراق کې ملکي وګړي وژلي دي

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د برتانیې پخواني سرتیرو ادعا کړې چې د دوی همکارانو په افغانستان او عراق کې ملکي وګړي وژلي دي.

د برتانوي ځانګړو ځواکونو پخوانیو سرتیرو د بي بي سي په پانوراما پروګرام کې ادعا کړې چې د دوی ځینو ملګرو، چې "رواني" چلند یې درلود، په افغانستان او عراق کې یې بې وسلې او بیده ملکي وګړي وژلي.

د نړیوال قانون له مخې، پوځي ځواکونه اجازه نه لري چې د جګړې بندیان یا بې وسلې ملکي وګړي ووژني. دغو تورونو تر یوه لسیزه زیات وخت نیولی دی.

په عین حال کې، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د دوشنبې په ورځ، د می په ۱۲مه نېټه، په افغانستان کې د جنګي جرمونو د تورونو په اړه د بي بي سي د نوي راپور په غبرګون کې "د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د حساب ورکولو او عدالت" غوښتنه کړې ده.

د راپور په تړاو د برتانیا دفاع وزارت ویلي چې دوی د روان تحقیقاتي کمیسیون سره همکارۍ ته "په بشپړه توګه ژمن" دي.

وزارت دا هم ویلي چې "دا د دفاع وزارت لپاره مناسبه نه ده چې په دې څیړنه کې د څیړل شویو تورونو په اړه تبصره وکړي."

د تحقیقاتو کمیسیون له ټولو هغو کسانو څخه چې اړونده معلومات لري غوښتنه کړې چې د حقیقت د رونټیا لپاره له دې پروسې سره یوځای شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سرچینې: طالبانو د "جنرال مبین" په نامه خپل یو ملاتړی په بند محکوم کړی دی

"جنرال مبین" ته نژدې سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې هغه د طالبانو نظامي محکمې نیولی دی او په یو نیم کال بند یې محکوم کړی دی. جنرال مبین په ټولنیزو رسنیو کې یو جنجالي څېره او د طالبانو څرګند ملاتړی دی.

دا سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وايي چې د "جنرال مبین" د نیولو او محکومیت لامل د طالبانو د حکومت د ځینو پالیسیو پر وړاندې د هغه انتقادي څرګندونې وې.

په دې اړه نور جزئیات لا تر اوسه نشته او د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د هغه د نیول کېدو خبر څو واري مخکې هم ورکړل شوی و.

پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر ،رادوسلاو سیکورسکی (عکس از آرشیف)
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر ،رادوسلاو سیکورسکی (عکس از آرشیف)

پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي.

مخکې له دې، پولنډي چارواکو ویلي و چې دوی داسې شواهد ترلاسه کړي دي چې ښیي د روسیې پټې ادارې په هغه لویه اورلګېدنه کې ښکیلې وې چې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې یې په وارسا کې یو سوداګریز مرکز ویجاړ کړ.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي دا اقدام تخریبي وباله.

د اوکراین له جګړې راهیسې د روسیې او پولنډ تر منځ اړیکې سختې ترینګلې شوې دي، چې وارسا مسکو په تخریب او سایبري بریدونو تورن کړی دی. هغه تورونه چې روسیې رد کړي دي.

روسیې دا پریکړه "د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر وړاندې قصدي عمل" بللی او د متقابل غبرګون ژمنه یې کړې ده.

پولنډ مخکې د ورته دلایلو له امله په پوزنان کې د روسیې کونسلګري تړلې وه.

امریکا او چین د متقابلو تعرفو د کمولو لپاره موافقې ته رسېدلي

د امریکا ولسمشر ټرامپ ( عکس ارشیف)
د امریکا ولسمشر ټرامپ ( عکس ارشیف)

امریکا او چین د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د متقابلو تعرفو د پام وړ کمولو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.

امریکا او چین د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د متقابلو تعرفو د پام وړ کمولو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.

واشنګټن او بیجنګ هڅه کوي چې هغه سوداګریزه جګړه پای ته ورسوي چې نړیوال اقتصاد یې ګډوډ کړی او مالي بازارونه یې لړزولي دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ په ژنیو کې د چینایي چارواکو سره له خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وویل چې دواړه خواوې د ۹۰ ورځو لپاره د اقداماتو د درولو په خاطر موافقې ته رسیدلي دي.

د حاجیانو لومړۍ الوتکه تېر ماښام د کندهار ولایته والوته

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت ویلي چې د حاجیانو لومړۍ الوتکه تېر ماښام د کندهار ولایت له احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګره والوته.

د وزارت په اعلامیه کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه خپره شوې، ویل شوي چې له جنوب لویدیځې سیمې ۳۴۶ حاجیان په دې الوتکه کې د حج د مراسمو ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته لیږل شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي و چې د افغانستان د شمالي زون سلګونو حاجیان د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته لیږل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره له بېلابېلو ولایتونو تر ۳۰۰۰۰ پورې افغان حاجیان سعودي عربستان ته واستول شي.

افغان بوکسران د آسیا په جام کې د ګډون لپاره کولمبو ته ولاړل

عکس یوازې تزئیني بڼه لري
عکس یوازې تزئیني بڼه لري

د افغانستان د سوکوهنې د فدراسیون یوه اوه کسیزه ډله د آسیا د سوکوهنې په جام کې د ګډون لپاره پرون (د غويي ۲۱مه) سریلانکا ته ولاړه.

د افغانستان د سوکوهنې فدراسیون پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه بیان کې لیکلي دي چې په دې پلاوي کې پنځه بوکسران او دوه روزونکي شامل دي.

افغان بوکسران، فردوس نجیبي، مجتبی شریفي، عبدالله قیومي، عمان هوتک او مبصر قاطع به په دریو وزني کټګوریو کې سیالۍ وکړي.

د آسیا د سوکوهنې سیالۍ د ۲۵ هېوادو د سلګونه ورزشکارانو په ګډون د شنبې په ورځ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پیل شوې او د روانې مې میاشتې تر ۲۴ نېټې پورې به دوام وکړي.

په متحدوایالتونو د درملو د بیو د کمېدو فرمان نافذېږي

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، ډېرژر به په امریکا کې د هغو درملو د بیو د کمېدو فرمان لاسلیک کړي چې د نسخې په اساس ورکول کېږي.

ټرمپ پرون (د غويي ۲۱مه) پر ټروت ټولنیزې شبکې په یوه بیان کې وویل چې د دې درملو په بیو کې به له ۳۰ تر ۸۰ سلنې پورې کموالی راشي. دی زیاتوي چې په دې اړه اجرایي فرمان به نن د واشنګټن په وخت د سهار په نهو بجو نافذ شي.

د امریکا ولسمشر وايي، د دې پالیسۍ هدف دا دی چې په امریکا کې د درملو بیې له نورو هېوادونو سره یو شان شي.

حوثي ډله وايي چې اسراییلو د یمن پر حدیدې ښار برید کړی دی

د یمن پر حدیدې ښار د اسراییلو برید (آرشیف)
د یمن پر حدیدې ښار د اسراییلو برید (آرشیف)

اسراییلو یوځل بیا د یمن پر حُدیده بندر برید کړی دی. دا خبر پرون د حوثیانو د کورنیوچارو وزارت ورکړ.

د اسراییلو پوځ پرون له دې مخکې د حوثیانو تر ولکې لاندې د دریو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې له خپلو سیمو ووځي.

اسراییل د راس عیسا، حدیده او صالیف سیمو اوسېدونکو ته وویل چې ایران پلوه حوثي ډله له دې بندرونو کار اخلي، خو د سبا په نوم د حوثیانو تر ادارې لاندې د دولتي خبري آژانس مشر نصرالدین امر د یمن پر بندرونو د اسراییل د حملې په اړه راپورونه رد کړل.

اسراییلو تراوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

د اسراییلو د تازه حملې خبر څو ورځې وروسته له هغه ورکول کېږي چې د حوثي ډلې له خوا د اسراییلو پر لور یو ویشتل شوی توغندی شنډ شو.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په روانه اونۍ کې منځني ختیځ ته سفر وکړي.

په پېښور کې یوې چاودنې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

پېښور ښار (آرشیف)
پېښور ښار (آرشیف)

په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پاکستاني پولیسو موټر ته نژدې د یوې چاودنې په نتیجه کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د یوه سیمه ایز امنیتي چارواکي مسعودخان له قوله خبر ورکړی چې دا چاودنه د پېښور ښار یوه بازار ته نژدې شوې ده.

د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو دې ته د ورته پخوانیو حملو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي منلې ده.

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کېږي

په کابل کې د سېلونو یوه څنډه (آرشیف)
په کابل کې د سېلونو یوه څنډه (آرشیف)

د هېواد د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې نن (د غويي ۲۲مه) د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتلو امکان شته.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چند وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، پکتیا، خوست، لوګر، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بغلان، بامیان، غزني او میدان وردګو ولایتو کې د سختو بارانونو، تالندې او بریښنا او ناڅاپي سېلابونو اټکل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو کچه به د ۱۰ او ۳۰ میلیمترو ترمنځ وي. د وړاندوینې له مخې په لویدیځو، جنوبي، جنوب ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سخت بادونو امکان هم شته چې سرعت به یې په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي.

د هېواد په ځینو ولایتونو، له هغې ډلې په ننګرهار ولایت کې تېره اونۍ هم سخت بادونه ولګېدل چې زیانونه یې هم واړول. د دې بادونو په نتیجه کې په ننګرهار کې یو تن مړ او ۳۲ تنه نور ټپیان شول.

په ننګرهار کې د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو په وینا د دې توپانونو له کبله د مخابراتي شبکو دوه ستنې او لسګونه ونې ونړېدې او د سولري بریښنا هندارو ته هم زیان واوښت.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG