د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

د بشري حقونو بنسټونه: پاکستان دې له ګواښونو سره مخامخ افغانانو ته د وتلو مهلت وغځوي


په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې امریکا ته يې د تګ کارونه ځنډېدلي دي
په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې امریکا ته يې د تګ کارونه ځنډېدلي دي

د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په اړه د اندېښنو په دوام د بشري حقونو د ملاتړو او مدني فعالانو ۳۹ افغان بنسټونو د پاکستان حکومت ته یو سر خلاصی لیک لیږلی دی.

په دې لیک کې چې یوه کاپی یې د یکشنبې په ورځ ( د مارچ په دوهمه) ازادي راډیو سره هم شریکه شوې، د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې له دې هیواده د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د زیانګالو فعالینو د جبرې ایستلو لړۍ ودروي.

په لیک کې راغلي، په دغو افغانانو کې ډیری داسې کسان شته چې افغانستان ته په ایستلو سره به د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

په دې سرخلاصي لیک کې دغه شان د پاکستان له صدراعظمه غوښتنه شوې چې په دې هیواد کې د مېشتو ښځو، نجونو زیانګالو افغان کډوالو خوندیتوب ډاډمن کړي او د دوی لپاره دې د اوږدې مودې د ویزو فرصتونه رامنځته کړي چې په پاکستان کې د دوی د پاته کېدو قانوني حق تضمین شي.

په لیک کې دا هم راغلي دي چې ډېری دغه افغانان د تاوتریخوالي، ځورونې، سیاسي فشار او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له امله له خپله هېواده تللي دي.

د ښځو د حقونو د فعالانو انديښنې

د ښځو د شبکې مشره او د ښځو د حقونو فعاله ترنم سیدي چې د دې لیک له لاسلیک کوونکو یوه ده، ازادي راډيو ته یې وویل، "له بده مرغه د پاکستان پولیسو، د بشري حقونو غوښتونکي، ښځې او ان ماشومان نیولي دي. ښځې او نجونې چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخامخ دي، اوس مهال د پاکستان په زندانونو کې د دې لپاره ساتل کیږي چې دوی طالبانو ته وسپارل شي. موږ په دې لیک کې پاکستان ته یاده کړې چې د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه هغه نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي چې دې هیواد لاسلیک کړي دي".

دلته پاکستاني پولیسو افغان ښځې نیولي دي او په زندانونو کې يې د دې لپاره ساتي چې د طالبانو حکومت ته يې وسپاري
د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي

دا وروسته له هغه ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره اونۍ د ترکیې له ټي ار ټي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړ، هغه افغان کډوال به له دې هیواده وباسي چې د امریکا متحده ایالات یې د پناه غوښتنې کیسونه رد او یا پر وخت ونه څېړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له دې سره سره لیوالتیا ښودلې وه چې دا مسله به له واشنګټن سره د خبرو له لارې هواره کړي او زیاته کړې یې وه چې حکومت یې دا موضوع څېړي.

د پاکستان له حکومته غواړو چې د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې پر خپله پرېکړه غور وکړي
د کډوالو د حقونو فعاله

د اسلام اباد په بي ۱۷ سیمه کې مېشته پخوانۍ افغان مدافع وکیله چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل:

"د پاکستان له حکومته غواړو چې د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې پر خپله پرېکړه غور وکړي. په ځانګړي ډول هغه کسان چې په افغانستان کې یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی او دوی د ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته پناه راوړې ده او درېیمو هیوادونو ته دتګ په تمه دلته وخت تېروي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جنورۍ په ۲۰ مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هیواد ته د بهرنیو کډوالو د انتقال پروګرام د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه او دغه ځنډ په پاکستان کې زرګونه هغه کسان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړل.

د امریکا حکومت ويلي، هغه افغان کډوال چې دې هیواد ته لېږدول شوي، په سمه توګه یې امنیتي څیړنه نه ده شوې، نو له همدې امله یې امریکا ته د نورو کډوالو د انتقال کار ځنډولی دی.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته زرګونو افغانان چې په کې خبریالان، مدني فعالان، د ښځو د حقونو غوښتونکي، د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران او د تېر جمهوري حکومت امنیتي ځواکونه شامل دي، د پاکستان په ګډون یو شمېر نورو هیوادونو ته ولاړل.

د راپورونو پر بنسټ په تېرو نژدې درو کلونو کې شا او خوا ۸۰ زره افغان کډوال د امریکا په ګډون نورو اروپايي هیوادونو ته ایستل شوي خو زرګونو نور لا هم په پاکستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG