دا کمپاین چې د زده کړو د حقونو فعالان یې غړیتوب لري او انلاین فعالیت کوي په یوه اعلامیه کې چې پرون دوشنبه د مارچ په درېیمه یې خپره کړې خبرداری ورکړی، که دا وضعیت دغه شان دوام وکړي، د افغانستان لپاره به نه جبرانېدونکي پایلې ولري.
د دې کمپاین مسول خوشال روهي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، "د نجونو په وړاندې لا هم د ښوونځيو دروازې بندې دي، او امر ثانې نه خلاصیږي، له بده مرغه له دې اړخه زموو ملي ګټې زیانمنې شوي دي او د افغانستان سیاسي وضعیت له بې ثباتې سره مخ دی".
د نجونو په وړاندې لا هم د ښوونځيو دروازې بندې دي، او امر ثانې نه خلاصیږي، له بده مرغه له دې اړخه زموو ملي ګټې زیانمنې شوي دي او د افغانستان سیاسي وضعیت له بې ثباتې سره مخ دیخوشال روهي د زده کړو فعال
د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین په اعلامیه کې راغلي، په دې برخه کې بیلابیلې، په ځانګړې ډول د امنیت نشتوالی، کلتوري محدودیتونه او د درسي نصاب اصلاح غیر منطقي پلمې دي چې په تېرو درې نیمو کلونو کې طالبانو ورته هیڅ حل لاره پیدا پیدا نه کړه.
دغه کمپیاین ټینګار کړی چې د نجونو د زده کړو مسله د ملت لپاره سره کرخه ده او د دې حق له ورکړولو پرته طالبان باید له خلکو د مشروعیت او ملاتړ تمه ونه ولري.
په اعلامیه کې له طالب چارواکو غوښتنه شوې چې دا ستونزه حل کړي کنه لږ ترلږه د اعتراض په ډول دې له خپلو دندو استعفاوې ورکړي.
دې کمپاین دغه شان د افغانستان او اسلامي نړۍ له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د نجونو په زده کړو د بندیز د پای ته رسېدو په برخه کې هڅې وکړي.
په اعلامیه کې له خلکو هم غوښتل شوي چې د نجونو له زده کړو او د افغانستان له ملي ګټو د دفاع لپاره سوله ییزه مبارزه ورکړي.
له زده کړو د راګرځول شویو نجونو انديښنې
له زده کړو راګرځول شوې یو شمېر نجونې هم وايي غواړي چې د ۱۴۰۴ کال په حمل میاشت کې ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړل شي.
له ډلې یې کبرا حیدري ازادي راډيو ته وویل، "که زموږ په وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانستې وای سږ کال به زه له دولسم ټولګي فارغه وای، خو اوس چې نوی تعلیمي کال رانږدې دی موږ هیله لرو چې موږ ته د زده کړو اجازه راکړل شي، هر نوی کال د زده کړو لپاره فرصت دی چې باید ګټه ترې واخیستل شي".
په ډېرې ناهیلۍ ګورو چې هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي خو موږ یې په کورونو کې بندیانې کړی یوحسنا له زده کړو راګرځول شوې
د هرات ولایت اوسېدونکې او د ښوونځي زده کوونکې حسنا هم ازادي راډيو ته وویل،
"په ډېرې ناهیلۍ ګورو چې هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي خو موږ یې په کورونو کې بندیانې کړی یو، سږ کال مو هیله شته چې زموږ ښوونځي به خلاص شي او موږ ته به د زده کړو اجازه راکړل شي".
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې ګڼو طالب چاواکو ویلي چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي خو اړتیا ده چې ورته زمینه برابره شي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، فرهنګي او علمي سازمان یونسکو د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې ویلي وو چې طالبانو ۱ عشاریه ۴ میلیونه نجونې له زده کړو راګرځولې دي.
یونسکو خبرداری ورکړی و چې په دې سره، په تعلیمي برخه کې د افغانستان د دوه لسیزو لاس ته راوړنې له منځه تللي او د یو نسل راتلونکې له ګواښ سره مخ ده.
دغه سازمان دا هم ویلي وو، که دا بندیزونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام پیدا کړي له ۴ میلیونه ډېرې نجونې به اغیزمنې کړي.