د (WFP) په هرات کې د سیمه ییز دفتر مشر قادر عاصمي، د دوشنبې په ورځ ( د مارچ په درېیمه ) په یوه ویډیو کې چې د دغې ادارې په ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپره شوی ویلي: "دا سېلابونه د ویجاړیو د یوې بې پایه لړۍ پیل دی."
د دغه په خبره، خلکو خپل کورونه، کروندې، خوراکي توکي او هیلې بایللي. یوازې خوراکي مرستې ستونزه نهشي حل کولی، اصلي توپیر په هغو بنسټیزو جوړښتونو کې دی، چې ټولنه ژغورلی شي."
د سیلاب ځپلو خلکو انديښنې
خو یو شمېر هغه کورنۍ، چې په افغانستان کې د ورستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې، له مرستندویو ادارو غواړي، چې دوی ته سرپناه او نور اړین توکي برابر کړي.
مطیعالله، چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، سیلابونو یې کور او کرنیزې ځمکې وړي دي.
زموږ کور او ځمکه تر اوبو لاندې شوي هیله مو دا وه، چې له ځمکې حاصل واخلو، خو سږ کال مو هر څه له لاسه ورکړلد هلمند اوسیدنکی
هغه رادیو ازادي ته وویل، "زموږ کور او ځمکه تر اوبو لاندې شوي هیله مو دا وه، چې له ځمکې حاصل واخلو، خو سږ کال مو هر څه له لاسه ورکړل، نه پوهېږو چې څه وکړو له سره یې څنګه جوړ کړو. هیله لرو چې مرستندویه ادارې مو لاس نیوی وکړي."
سیلاب ځپلی قاسم، چې د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي،
"سیلاب زموږ هر څه یووړل، موږ د اوسېدو ځای نهلرو څو کورنۍ په جومات کې ویده کېږو، خپل ټولې کډې مو هلته راوړي له حکومته غواړو، چې موږ ته مرسته راورسي."
د طالبانو تر کنترول لاندې باختر دولتي خبري اژانس، د فراه د سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په دې ولایت کې سېلابونو ۷۲ کسان مړه او ژوبل کړي دي.
خو د طالبانو طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې له دې وړاندې ویلي وو، چې په فراه، کندهار، او هلمند درې ولایتونو کې وروستیو بارانونو او سېلابونو ۲۶ کسان مړه کړي او ۴۰ نور یې ژوبل کړي دي.
یونیسف وايي، د افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د اوبو بحران لا پسې جدي شوی او دا وضعیت د خوړو، روغتیا، او تغذیې اړوند نوي اړتیاوې رامنځته کړې دي.
افغانستان د نړۍ له هغو د ګوتو په شمیر هېوادونو څخه دی، چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمن شوی دی.