د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د زده کړو فعال وزير خان لا هم د طالبانو په بند کې دى


وزیر خان کوچنانو ته د درس پر مهال - عکس ارشیف
وزیر خان کوچنانو ته د درس پر مهال - عکس ارشیف

د وزیر خان کورنۍ وایي چې د هغه په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري. وزیر خان تېره دوشنبه د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له خپل کوره بیولی دی. د طالبانو حکومت تر اوسه د نوموړي نيول کېدل په رسمي توګه نه تأييد او نه رد کړي.

په داسې حال کې چې د زدکړو د حقونو د فعال وزير خان له نيول کېدو يوه اوونۍ اوړي، کورنۍ يې وايي چې لا هم د نوموړي د وضعیت او ځاى د ساتلو په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د تېرې دوشنبې په ورځ وزیر خان د کابل د بُتخاک له سیمې، له خپل کوره بیولی دی.

د وزير خان ورور امير خان ځلاند د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې په اړه یې سخت اندېښمن دي: "تقريبا يوه اوونۍ تېرېږي چې وزير خان نيول شوى، خو موږ يې په اړه هېڅ معلومات نه لرو، ان په دې هم نه پوهېږو، د هغه د روغتيا د هغه د وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه لرو، ډېر اندېښمن د ده د وضيعت په اړه يو، هېڅ يې په اړه معلومات نه لرو او هېڅ مو لاسته هم نه راځي، نه څوک ځواب راکوي، نه له چا پوښتنه کولاى شو، کله چې نيول کېده څلور د استخباراتو نفر پسې راغلي و له خپل کوره يې بوته."

نوموړى د طالبانو له حکٶمته د وزير خان د ژر تر ژړه خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د هغه د نیول کېدو لامل لا تر اوسه روښانه نه دی، خو کورنۍ يې وايي چې نوموړی ماشومانو ته پرته له رسمي سند او اجازې د زدکړو ورکولو په تور نیول شوی دی.

دوى زياتوي چې هغه د ځايي مشرانو په مشوره وړیا تعلیمي ټولګي پیل کړي وو چې سیرت النبي او د ښوونځي درسي کتابونه یې تدریس کول.

د دوى په خبره، وزیر خان د خپل جوړ شوي ښوونځي د رسمي ثبتېدو غوښتنه کړې وه، خو د طالبانو لخوا سره له دې چې ژمنه یې شوې وه، دا ښوونځی ثبت نه شو.

وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد نظر هم واخلو، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د زدکړو او بشري حقونو فعالان د نوموړي نيول کېدل غندي او دا د بشري حقونو د نړيوالو کنوانسينونو خلاف ګڼي.

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د یو سازمان او په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وايي: "د طالبانو حکومت له خپل راتګ تر اوسه هغه څه چې په مکرر ډول کړي د مدني اعتراضاتو ځپل دي، طالبان پوهېږي چې له زدکړو سره د دوى مخالفت نه مذهبي ريښه لري او نه قومي او طبعا د بشري حقونو ضد عمل هم دى، په همدې خاطر له اوچت شويو غږونو وېرېږي او هغه کسان چې د زکړو برخه کې کار کوي ځپي، غوښتنه مو دا ده نه يوازې وزير خان، بلکې ټول هغه کسان چې په دې تورونو نيول شوي بېرته خوشې کړل شي."

د زدکړو فعال عبدالهادي وزين په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "زدکړه او پوهه د انسانانو اسلامي او شرعي حق دى، هېڅوک بايد په دې پلمه ونه نيول شي چې هغه د تعليم او پوهې لپاره کار کوي، بلکې برعکس د هغوى ملاتړ بايد وشي او درناوى او تقدير يې وشي."

وزیر خان چې خپله هم زده کوونکی و، هره ورځ يې ماشومانو ته زدکړه ورکوله، څو بې‌وزله او له زدکړو بې‌برخې ماشومان له زده کړو برخمن شي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د زدکړو د فعالانو نیول نوې خبره نه ده، بلکې طالبانو مخکې له دې هم ګڼ ښوونکي او د زدکړو د برخې فعالان په بېلابېلو تورونو نیولي دي.

يو شمېر يې له څه مودې بند تېرولو وروسته بېرته خوشې شوي، خو ځيني نور لا هم د طالبانو په بند کې دي.

XS
SM
MD
LG