د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

په تورخم کې تېره شپه یو وار بیا د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

تورخم کې د پرله پسې دوهمې شپې لپاره هم جګړه شوې. په سیمه کې د طالبانو د حکومت یوه سرچینه وايي، تورخم کې افغانستان غاړې ته یوازې طالب پوځیان دي، ملکي خلک نشته او ښارګوتي له ځايي خلکو تخلیه شوي دي.

دې سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل،" بیګاه د شپې لس لس نیمې بجې جنګ بیا پیل شو، ټوله شپه تر سهاره یې دوام وکړ، اوس هم تورخم نظامي بڼه لري، ټول طالبان او مجاهدین دي، هیڅ ملکي کس نشته".

دی وايي په دې تازه نښته کې د دوی لوري ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي، خو ادعا یې وکړه چې پاکستاني لوري د ملکي وګړو کورونه او ولسي موټرې په نښه کړي چې له امله یې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

بیګاه د شپې لس لس نیمې بجې جنګ بیا پیل شو، ټوله شپه تر سهاره یې دوام وکړ، اوس هم تورخم نظامي بڼه لري، ټول طالبان او مجاهدین دي، هیڅ ملکي کس نشته
تورخم کې یوه سرچېنه

پاکستاني چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم لیدل کیږي چې د ملکي وګړو کورونه په مرمیو لګېدلي دي او زیان ورته رسېدلې دی.

له تورخم ښارګوټي نه د ډکې سیمې ته بې ځایه شوی یو افغان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، همدومره یې وکړل چې ځان او ماشومان ژوندي راوباسي.

نوموړي وویل چې د جګړې له امله ډېرو کورونو ته هم زیان اوښتی دی، "بیګا جګړه ونښته، ماشومان الله بچ کړل خو ډېر کورونه په کې ولګېدل، دلته خو وضعیت داسې دی چې بس خیمې مو وهلی او پکې پراته یو".

په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالۍ کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ځینو سیمه ییزو چارواکو ازادي راډيو ته ویلي چې کډه شوي کورنۍ لا خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوي.

دغو سرچینو ویلي چې د افغانستان اړخ ته ډیری خلکو مومندرې او بلې غاړې ته لنډې کوتل ته پناه وړې ده.

په تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته د یکشنبه له شپې پیل شوې وه.

پرون دوشنبه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدلمتین قانع رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي وو چې د دوی لوري ته یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي.

د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته بیا یوه پاکستاني چارواکي د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي وو چې جګړه کې د دوی خوا ته د ملیشه ځواک درې سرتېري او یو عام کس ټپيان شوي دي.

دا نښتې ورسته له هغه دي چې پاکستاني ځواکونو د فبروري په ۲۱ تورخم د طالبانو له خوا د یوې پوستې د جوړولو په غبرګون تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړله.

خو تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسار ویلي، دوی په خپله خاوره کې د تاسیساتو د جوړېدو حق لري.

XS
SM
MD
LG