د NetBlocks د تازه معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۷مه او ۸مه نېټه، په افغانستان کې څو ټولنیزو شبکو ته لاسرسی له اختلال یا بشپړ بندېدو سره مخ شوی دی.
د انترنیټي خدمتونو څو لویو وړاندې کوونکو شرکتونو د ټیک ټاک، فېسبوک، انستاگرام او سنپ چټ بېلابېلې برخې هم مهاله بندې کړي دي
یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۸مه، په خپله وېب پاڼه لیکلي چې دا کار د تېرې اونۍ له مخابراتي بندیزونو وروسته د طالبانو له لوري د انټرنټ د سانسور د اقداماتو په لړ کې تازه مورد دی.
«په افغانستان کې د انلاین پلېټفارمونو د فعالیت محدودول» په نوم هغه جدول کې چې د NetBlocks له خوا خپور شوی، ښودل شوې چې د انترنیټي خدمتونو څو لویو وړاندې کوونکو شرکتونو د ټیک ټاک، فېسبوک، انستاگرام او سنپ چټ بېلابېلې برخې هم مهاله بندې کړي دي.
په دغه جدول کې د افغان وایرلس، روشن، وېسترن ټېلکام، افغان ټېلېکام دولتي شرکت او حق نت (د خصوصي انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکی) نومونه راغلي دي.
د NetBlocks د معلوماتو له مخې، د ټولنیزو شبکو تخنیکي برخې، لکه د وېب پاڼو سرورونه، ویډیويي چینلونه او د موبایل ځانګړي نښلونکي اپلېکېشنونه په ټولو شرکتونو کې «بشپړ» بند شوي او ورته د کاروونکو د لاسرسي کچه «صفر سلنه» ثبت شوې ده.
یوازې د وېسترن ټېلېکام په دوو مواردو کې لږ لاسرسی (شاوخوا ۹ تر ۱۰ سلنې پورې) لیدل شوی دی.
یو شمېر افغانانو هم په تېرو دوو ورځو کې ازادي راډیو سره خبرو کې د ټولنیزو شبکو د بندېدو یا ورته د محدود لاسرسي خبره تأیید کړې ده.
طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه هېڅ نظر نه دی څرګند کړی.
ځینې کورنيو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت مشرتابه د مخابراتي شبکو چارواکو ته امر کړی چې ځینو ټولنیزو شبکو ته د خلکو لاس رسی محدود کړي.
د افغانستان د خبریالانو سازمان وایي، دا محدودیتونه د خپلواکو رسنیو د تړل کېدو، د معلوماتو د انحصار، د حقایقو د پټ پاتې کېدو او د سانسور او اوازو د پراخېدو لامل کېږي.
دا کولای شي سانسور ،اوازې او د تبلیغاتو خپرېدل پراخ کړي
د دغه مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشرې، سمیې وليزاده، د میزان په ۱۶مه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې دا محدودیت د اطلاعرسونې وضعیت نور هم کړکېچن او اندېښنې زیاتوي.
هغې زیاته کړه: «دا کار د خپلواکو خبري او اطلاع رسوونکو چینلونو د بندېدو لامل کېږي. ډېر خپلواک خبریالان او رسنۍ له همدې شبکو څخه د چټکې اطلاع رسونکې سرچینې په توګه ګټه اخلي. بل خوا، دا د معلوماتو د جریان د انحصار او کنټرول لامل ګرځي، حقایق پټ پاتې کېږي او یوازې د طالبانو روایتونه منعکسېږي. دا کولای شي سانسور ،اوازې او د تبلیغاتو خپرېدل پراخ کړي.»
مېرمن وليزاده زیاته کړه چې د ټولنیزو شبکو په محدودېدو سره به د افغانستان خلک له نړیوالې کلتوري فضا، موسیقۍ او انتقادي تفکر څخه لرې او په فرهنګي او ایډیولوژیکي انزوا کې به پاتې شي.
دا اقدام وروسته له هغې دی چې د طالبانو حکومت د میزان له ۷مې تر ۹مې پورې په ټول افغانستان کې د انټرنټ او مخابراتي شبکو خدمتونه بند کړي وو، چې د خلکو ژوند او کار وبار یې له جدي ستونزو سره مخ کړ.
د طالبانو دغه اقدام د کاروونکو، مدني فعالانو او نړیوالو بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
ځینې طالبان سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې دا کار د طالبانو د مشر په امر د «منکراتو د مخنیوي» په هدف ترسره شوی دی.
خو طالب چارواکو تر اوسه د انټرنټ د پراخ بندېدو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.