د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی چې په ٢٠٢٥ کال کې به د هغو ماشومانو، امیندواره او شیدې ورکوونکو میندو په شمیر کې زیاتوالی راشي چې په حادې خوارځواکۍ اخته دي.
ډبلیو اف پي په خپل تازه راپور کې چې پرون جمعه (د جنوري ١٠مه) یې خپور کړی، ویلي اټکل کیږي چې په روان کال کې به له پنځو کلونو کم عمره ٣.٥ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخامخ شي چې د ٢٠٢٤ کال په پرتله ٢٠ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دې راپور کې دغه راز ویل شوي چې په ٢٠٢٥ کال کې به د خوارځواکو امیندواره او شیدې ورکوونکو میندو شمیر به هم ١.٢ میلیونو ته ورسیږي چې د تیر کال په پرتله ٦ سلنه زیاتوالی په نښه کوي.
راپور زیاتوي چې له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکو شاوخوا ٣ میلیونو ماشومانو د قد وده د مزمنې خوارځواکۍ له امله له خنډ سره مخامخ ده.
په دې راپور کې ناسمه تغذیه، د ناروغیو لوړه کچه، د واکسينونو محدود پوښښ، د اوبو او روغتیا ساتنې ناسم شرایط، روغتيايي او د تغذيې خدماتو ته د لاسرسی په برخه کې د پام وړ ننګونې، په ځانګړې توګه د ژمي په سختو شرایطو کې د دې ناروغۍ د زیاتوالي لاملونه ياد شوي.
په ورته وخت کې د یو شمیر خوارځواکو ماشومانو کورنۍ او امیندواره خوارځواکې میندې وایي د خراب اقتصادي وضعیت له امله سمو خوړو ته لاسرسی نه لري.
د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ اوسیدونکي نعمت الله ازادي راډيو ته وویل چې دوه کلن ماشوم یې په دې ناروغي اخته دی: «څو ځلې مې چې ډاکتر ته یووړ ویې ویل چې خوارځواکی دی، نه شي دریدلای په خپلو لاسونو او زنګنو دې خوا هاخوا حرکت کوي، موږ بې وزلي د اطراف خلک یو سم خواړه له کومه کړو.»
یوې امیندوارې میرمنې چې د کورني ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې د ورځې ان د یوه وخت خواړه په ستونزې پیدا کوي له اهمدې امله په دې ناروغۍ اخته شوې.
«ډاکتر ویلي ماشوم مې هم ډیر کمزوری دی او له خطر سره مخ دی باید ځان تقویه کړم، ښه خواړه وخورم، ډیره کمزوره یم تر دې حده چې بیخي سمه ګرځیدای نه شم، حال مې ډير خراب دی، خو دا ټول اقتصادي وضعیت پورې اړه لري، که سړی ښه خواړه وخوري په دې حال نه اخته کیږي.»
د ماشومانو برخې د متخصص ډاکترانو د معلوماتو له مخې، خوارځواکۍ دوه ډولونه لري چې یوه یې حاده او بله یې مزمنه خوارځواکۍ ده، په حادې خوارځواکۍ کې د ماشوم د بدن عضلات ویلي کیږي او له منځه ځي چې له امله یې د ماشوم بدن ډنګر کیږي او مزمنه خوارځواکۍ بیا د ماشوم پر قد اغیز کوي.
یو له دوی څخه محمود ضیا رحیمزي وویل چې خوارځواکي ماشومان د دې ترڅنګ چې د ضعیف معافیتي سیستم له امله انتاني ناروغيو باندې ژر اخته کیدای شي، په اوږدمهاله موده کې به هم د نورو ستونزو تر څنګ له رواني ناروغیو سره مخامخ کیږي.
هغه د دې ناروغي د مخنیوي لارو چارو په هکله وویل: «میندې باید حتما تر دوه کلنۍ پورې خپلو ماشونو ته د مور شیدې ورکړي، له شپږو میاشتو وروسته دې له شیدو پرته د اضافي خواړو ورکول پیل کړي او د خواړو تنوع باید په نظر کې ونیسي او کوم خواړه چې ماشوم ته ورکوي باید د پروتین، قند، شحمیاتو، ویټامین او مینرالونو درلودونکي وي.»
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په داسې حال کې په ۲۰۲۵ کال کې په ماشومانو او میرمنو کې د خوارځواکۍ د شمیر د زیاتوالي په اړه راپور ورکوي چې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۸۴۰ زره شیدې ورکوونکې او امیندواره میندې له حادې خوارځواکۍ سره مخامخ وې.
د ملګرو ملتونو سازمان د روغتیايي برخې د څیړنو له مخې خوارځواکي په نړۍ کې تر ټولو زیات پر ماشومانو اغیز کوي او ان د دوی د مړیني لامل کیدای شي.