ډیری افغانان دې موضوع ته پام نه کوي، یو په بل سي ماشومان راوړي، چې ورته پاملرنه او یو شمیر دوی خوارځواکه کېږي.
ډاکټران وايي، د نورمالو ولادتونو تر منځ باید لا اقل دوه کاله واټن وساتل شي.
د کابل ښار اوسېدونکی رحیم الله وايي:
"د ډېرو ماشومانو درلودل په واقعیت کې سخت دي خصوصا په افغانستان کې."
نوموړی چې د شپږو ماشومانو پلار دی همداراز وايي:
"نه درس شته نه کوم کسب، خصوصا که نجونې وي، ځکه نجونې درس ته نه پرېښودل کېږي، نو د والدینو ژوند هم ورسره ډېر خراب وي، دلته یو شي ته هم ښه زمینه برابره نه ده، موږ په درې وخته کې یوازې یو وخت خواړه لرو."
د کونړ ولایت اوسېدونکي او اتو ماشومانو پلار شېر احمد ازادي راډیو ته وویل چې د ژوند د ناسمو اقتصادي حالاتو له امله یو څلور کلن زوی یې په خوار ځواکۍ اخته شوی دی:
"زما یو څلور کن زوی په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوی، دلته کار او بار نشته چې موږ دوی (ماشومانو) ته ښه خوراک برابر کړو، په ډېر بد وضعیت کې یو."
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی او د دریو ماشومانو پلار حکیم الله بیا وایي د افغانستان اوسینو شرایطو ته په کتو هر څومره چې ماشومان کم وي، هومره یې پالنه اسانه ده او ټولنې ته سالم اولاد وړاندې کولای شي:
"زما خپله درې ماشومان دي، د هر یوه تر منځ دوه کاله فاصله ده، کم ماشوم درلودل ډېر ښه وي، نه په کورنۍ ذهني فشار وي او نه په ټولنه کې د پرمختګ سبب هم ګرځي، روغتیایي ستونزې هم نه ورته پېښېږي او بل په موږ او ټولنه اقتصادي فشار هم ډېر نه واردېږي."
ډاکتران ټینګار کوي، چې د کمو ماشومانو زېږول او د دوی تر منځ د واټن مراعتول نه یوازې له روغتیایي اړخه حیاتي رول لري بلکې په خبره یې د ژوند د اکثرو برخو د ستونزو مخنیوی کوي.
د نسایي ولادي څانګې متخصصې ډاکترې سونتیا بهرام ازادي راډیو ته وویل:
"په نورمال ولادت کې باید دوه کاله واټن ولري، څوک چې یو ځل په ماشومان عملیات شوي باید درې کاله واټن راولي او که د چا ماشومان په بطن کې ضایع شوی وي باید حد اقل شپږ میاشتې واټن مراعت کړي، تحقیقاتو ښودلې چې څوک چې کم ماشومان لري او د دوی تر منځ یې واټن مراعت کړی، د دوی ماشومان ښه ذهنیت لري، ښه روزل کېږي او که داسې ونه شي هم ماشومان او هم یې د مور جسمي، روحي او ذهني روغتیا باندې منفي اغیزې لري."
د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته په دغه هیواد کې بي کاري او بې وزلي زیاته شوې او ورسره نړیوالې مرستې هم کمې شوي چې یو شمیر کورنۍ په ځانګړي ډول لويې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړي.
ډیری ماشومان په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
تازه څلور ورځې وړاندې د جنورۍ په ۲۸ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) راپور ورکړ چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به له پنځه کلونو کم عمره خوارځواکه ماشومانو شمېر به ۳ اعشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي.
اوچا د تیرې دسمبر میاشتې په ورستیو کې بیا د اندېښنې په څرګندولو ویلي و، چې سږ کال د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه چې د نفوس سمه نیمایي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اټکل له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې ۳۵،۷ میلیونه خلک ژوند کوي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې په دې شمېر کې څومره ماشومان دي.